گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مظلومیت دتاریخ په هدیره کی !
مظلومیت دتاریخ په هدیره کی !

مظلومیت دتاریخ په هدیره کی !

دهغه ډله ئیز قبر په اړه چې ۲۰۲۴/۲/۱۲ د خوست شیخ زید پوهنتون سره نږدې وموندل شو چې تقریباً تر سلو انساني اجساد پکې پراته وو لنډ جزیات یې درسره شریکوم!نوموړی ځای یا خوړ له پوهنتون څخه تقریباً پنځه سوه متره شمال خواکې واقع دی، هغه کنده په کومه کې چې د شهداو اجساد وموندل شول تقریباً لس متره مربع پراخوالی لري.دا په اسانه پیژندل کیدی شوه، چې ټول بندیان دوه دوه ځایه تړل شوي وو، یو یې لاسونه تر شا ورتړلي وو، او بل یې یوه یوه پښه تر غاړو ورتړلي وه،د دوه تنو یې د تمانچې مرمۍ هم په سرونو کې بند پاتې شوي وې.

څو عدده تشې هغه نالۍ هم په کنده کې ورسره وموندل شوې چې دهغه کارتوس د هغه وخت په مراوجه اصطلاح انګریزي یا بوړي ټوپکو پوري اړه لرله.یو سپین ږیري خلکو ته د نوم د نه ښودلو په شرط په دې اړه داسې مالومات ورکړي وو !یو کس چې په هغه وخت کې زموږ ګاونډي ؤ، او په وظیفه یې هم نه پوهیدم شاید کوم ډګروال څه شی به ؤ، خو ټانکیست هم ؤویل یې : د ماښام وخت ؤ، عسکر راغی ویې ویل چی پنجاه ونو ۵۹ غونډته دې عاجل غواړي، پنجاه ونو ۵۹ غونډ له یادې صحنې تقریباً یو کیلو میټر فاصیله لري، ما هم ځنډ ونه کړ ، ورغلم ، وظیفه راکړل شوه راښودل شوي ځای ته سره د خپل ټانک  ورغلم ، کله چې ورسیدم ، له ټانک څخه  ښکته شوم ، یوه لویه کنده مې تر سترګو شوه،چې ښه ورنږدې شوم په لاسو او پښو تړلي خلک مې پکې ولیدل، د قوماندان له خوا دومره راته وویل شول:چی ستا وظیفه لږ څه وروسته پیلیږي، زه هم منتظر شوم، لږ وروسته یې پر بندیانو ډزې پیل کړې ،د ډزو له پیل سره زموږ ملګرو چکچکې پیل کړې ، خو له کندې د الله اکبر نعرې راپورته کیدې ،

له لږ ځنډ وروسته په کنده کې شور او نعرې ورکې شوې .وروسته ماته وظیفه راکړل شوه چې ټانک  پرې تیر راتیر کړم ، همداسې مې وکړل، وروسته چې مې وکتل زما د ټانک  په ځنځیرونو پوري د بندیانو د غوښو بندې ټوټې ښکاريدی بیاپه  دې نه یم پوهه شوی چې څنګه یې دفن کړل خو دبیرته تلو امر وشو.خو په ما دګناه ، پښیمانی، او خفګان لکه د غر پیټی پروت ؤ.دشپې دوه بجې کورته ورسیدم.تر څلورو ورځو مې ډوډۍ هیڅ ونه خوړه.همغه د بندیانو ویني ، کړیغې او چیغی به  مې تل مخې مخې ته کیدې او زما د وجدانی آزار سبب به جوړیدل

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا