گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بیعــــت اویاهــــم معیــــت !
بیعــــت اویاهــــم معیــــت !

بیعــــت اویاهــــم معیــــت !

یاره دا خلیل حقانی خو هم عجیبه مخلوق دی کله چی خبریال له هغه ؤپوښتل چی تاسو هغه دسولی په اړه چی وایاست موږ د اشرف غنی په شمول دتیر نظام له چارواکو سره لیده کاته کړی ؤ دا خو اولس ته واضیح کړی !هغه چی ځان یی د خپل ورورخدای بښلی مولوی جلال الدین حقانی د یوازینی جانشین  په جهادی هنداره کی کاته اوله خبرو یی د عربی ژبی د نحویانو په قول تل به یی په خپلو خبــــــروکی  « ضمیر مفرد متکلم » په کارؤه چی  د خپل وراره خلیفه سراج الدین حقانی سره یی دیوه مرموز او  ناڅرګند رقابت څرګندونه کوله داسی وویل : ما دډیر پخوا نه په دی کی په خپله د حقانی صاحب  (مولوی جلال الدین حقانی  ) فارموله داوه چی هغه همیشه د صلحی لپاره منډه کړیده ….هغه چی ډیر ښه تاریخ درلود نو “ما هم د هغه پرقدم او دهغه په اجازت باندی “ما خپل کمیسیون جوړ کړ د مصلحینو بیا مو رابطی شروع کړی ….بیا “ما وکولای شول دافغانستان په سطح دیوه سړی سره چی ما مستقیمه رابطه نه ده کړی چی امرالله صالح سره می رابطه ونه شوای کولای چی“ما رابطه  کړی وای بغیردهغی نه الحمد الله د افغانستان څومره رابران “رهبران “چی دی څومره تنظیمونه چی ؤ د رهبرې په سطحه ،په شمول دی اشرف غنی په شمول دی عبدالله ، عبدالله ډاکترصاحب ، کرزی صاحب او سیاف او حکمتیار صاحب چی دلته ؤ ، محقق ؤ خلیلی ، اوفهیم قسیم زوی ، بسم الله خان او داحمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ، اوضیأ مسعود ، احمد ولی مسعود ، لنډه یی داده چی داهل تشیع مشران وروڼه نورچی دی هیڅوګ داسی په افغانستان کی د رهبرې په سطح نشته چی ما ورسره رابطه  نه وی کړی ، زما امضأ خط ورته پروت نه دی ددی لپاره چی په دوی حجت تمام شی چی سبا دا ونه وائی چی موږ په امارت کی چا رابطه نه وه کړی ! موږ مجبور شوو چی موږ مقابله وکړه .

حضرت خلیل الرحمن حقانی چی تازه یی ځان د خلافت په مصنوعی هنداره کی په مجعول او استخباراتی بڼه کتلۍ دی د شمشاد دخبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی ددوی غوښتنه څه وه اوستاسو غوښتنه څه وه ؟ دا ډول ؤفرمائیل : زموږ غوښتنه داوه چی دوه کاره باید وکړی ، یا زموږ سره ” بیعت “ وکړې او یا معیت “ وکړې بس ! یعنی داچه یا ” بیعت “ وکړی یا زموږ “معیت “ اوملګرتیا وکړی او له جنګ یعنی له جګړی لاس واخلۍ که څه هم پر کابل د طالبانو د یرغل له هغولومړیو را پدی خوا چی د پاکستانی لوی جاسوس  جنرال فیض حمید په ملتیا اولارښونه د خلیل الرحمن حقانی په مشری طالب جنګیالی د ختیځ ولایت ننګرهار له لاری کابل ته را دننه شول نو دغه د مخدره توکو قاچاقبر پرته له دی چی پر پنجشیر د دین محمد جرئت او په  شینډند کی د پخوانی وژل شوی قوماندان عبدالمنان نیازی دزوی خالد نیازی په مشری د ملیشو له بریدونو خبر وی په کابل کی یی په  غائیبانه او دروغجن بیعت آخیستلو خبرونه خپرول او ویل یی چی د شمال د مجاهدینو ستر قوماندان

شهید احمدشاه مسعود زوی له  سره دټولی کابینی له “ما سره د ” بیعت “ اعلان وکړ .که څه هم د اسلام د مقدس دین د خپریدو په لومړنیو وختونو کی به کله هم چی د کوم خلیفه او یا مشر سره ” بیعت “ ترسره کیده نو اولس به د خلیفه په حضور کی له خلیفه څخه د ملاتړ په موخه د خلیفه پر لاسونو خپل لاسونه ایښودل چی ویلی شو دا ډول تشریفات د هم هغه مهال د مشروعیت ور کولو په موخه دملاتړ او مشروعیت په نوم په ټولنه کی لوړ ځای درلود . خو هیڅوګ پوه نه شول چی ولی او دکومو استخبارتی موخو او هدفونو په خاطر پرته له دی چی خلیل حقانی د ” بیعت “ پرتاریخی  میکانیزم ځان پوه کړی نا ببره چیغی اوسوری پورته کوی .

آلمانی مشهور فیلسوف هګل یوځای کښلی دی چی تاریخی واقیعتونه او د نړې د تاریخ شخصیتونه دوه ځلی لومړی د تراژیدی او دوهم ځل د کمیډی په ډول را ښکاره کیږی لیری نه ده چی په ننی عصر او نړې کی هم  ” بیعت “ چی د پیمان او میثاق په معنی دی د خلیل الرحمن حقانی له لوری دیوی رسوا او خندنۍ کمیډی په څیر را ژوندی کیږی .کله چی دشمشاد تلویزیون مرکه کوؤنکی په ډراماتیکه بڼه له خلیل الرحمن حقانی څخه ؤپوښتل چی دا خبری چی تاسو یی کوې د چا لخوا در سره ؤمنل شوی او چا درسره ونه منلی ؟ نو خلیل الرحمن حقانی داسی ځواب ورکړ : ډیرو زیاتو او اکثرو منلی وه حتی د عبدالله ، عبدالله له  “ما سره امضأ هم موجوده ده .او ویل یی چی په سیاسی حل او مذاکراتو کی زه کار کوم دلته ته ! حتی داسی مشران هم شته چی له “ما سره یی په لاس ” بیعت “  کړی دی لکه عطا مامد نور قسم یی راسره وکړ او وعده یی راسره وکړه .ما ورته وویل چی دوه خبری زه در ته کوم ته یی خوښه کړه ، ما ورته وویل چی افغانستان ته موږ که په مذاکراتو او یا په فتحه را غلو ته به زما سره څه کوی ماته یی وویل چی واخله لاس او له “ما سره یی” بیعت “  وکړ .لاس یی راکړاو راسره یی بیعت وکړ! کله چی د شمشاد تلویزیون درانه خبریال ورڅخه ؤپوښتل چی ګنی  ” بیعت “  یی مات کړ ؟ حضرت خلیل الرحمن حقانی په ځواب کی ؤفرمائیل چی هو ” بیعت “  مات شو .او زه ترهغه ورسره په رابطه کی وم چی دوی د مزار شریف تر پله ؤوتل ! زه ترهغه د دی اسمعیل خان سره په رابطه کی وم چی زما شل غونډی ورسره شوی دی ….اواستاد سیاف چی کله میدان ته تلو زه ورسره په رابطه کی وم .او دااوس هم دټولو سره په رابطه کی یم چی ….دشمشاد تلویزیون د مرکه کوؤنکی لخوا دا سی پوښتنه وشوه چی : وزیر صاحب ددوی ژوند تاسو ژغورلي دی ؟ خلیل الرحمن حقانی په ډاډمن آواز په داسی حال کی چه په ټټر لاس تیراوه ؤفرمایل چی : الحمدٌلله تاسو ددوی څخه هم پوښتنه وکړی چی موږ څومره له هغوی سره همکاری کړی ده . ….خو ددی ډول څرګندونو او هذیاناتو په ځواب کی د بلځ پخوانی مقتدره امپراطور عطامحمد نور دخپل تویټر پرمخ داسی ولیکل : خلیل حقانی چی  دپریشانې خوبونه وینی نه پوهیږی چی ما دټول سیاسی اومبارزاتی ژوند په اوږدو کی یوازینۍ ژمنه اوتعهد له « جمیعت اسلامی » اودهغه دفقید مشراستاد برهان الدین ربانی سره کړیده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا