گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کابل د ملی پاڅونونو ښار
کابل د ملی پاڅونونو ښار

کابل د ملی پاڅونونو ښار

نن د حوت دمیاشی دریمه نیټه ده. په کار ده د استعمار او استکبار په خلاف زمونږ د مبړني ملت د ویاړلی تاریخ دغه ورځ په زرینو کرښو ثبت او تل یاده کړو. او هغه په خپلو عواطفو، اشعارو، غونډو، لیکنو او فیسبکونو له لاری ونمانځو او د راتلونکو نسلونو لپاره یی دتاريخي حقیقت او امانت په شکل ژوندی وساتو .

د حوت ۳هغه نیټه ده چه دکابل ښاریانو: نرو، ښځو، زړو او ماشومانو ټولو د (الله اکبر) د ناری په پورته کولو سره د روس د یرغل ګرو قواوو خلاف، غښتلی ملی قیام پیل کړ. او دوه شپی او ورځی یی په مسلسله توګه دالله اکبر په ویلو سره دالحادی رژیم او وحشی سرو لښکرو د حاکمیت ستنی ولړزولی. په سلګونه خلک شهیدان او زندانیان شول.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا