گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنجونوپرانلائن فساد!دطالبانوبندیز!
دنجونوپرانلائن فساد!دطالبانوبندیز!

دنجونوپرانلائن فساد!دطالبانوبندیز!

له خوست څخه د خبریالانو مرکز دخبر له مخی د خوست ولایت  امنیې قومندانۍ د دې ولایت په راډیو ګانو او تلویزیونونو کې د نجونو په هر ډول ټلیفوني اړیکو د بندیز ترڅنګ د رسنیو مسوولینو ته ګواښ کړی، که په رسنیو کې نجونو ته د ټلیفوني اړیکې نیولو زمینه برابره کړي احضار او تر قانوني څار لاندې نیول کېږي کېږي. د افغانستان دخبریالانو مرکز د ازادو رسنیو پر فعالیت باندې د دغه حکم د پایلو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره د دې حکم د لغوه کولو غوښتنه کوي. په خوست ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندان «عبدالرشید عمري» په لاسلیک خپور شوی.په دې لیک کې راغلي دي:       «د خوست یو شمېر خصوصي راډیو ګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي چې ښه بېلګه یې د ښوونځیو درسونو او ټولنیزو خپرونو نشرول دي، چې په ډېر شمېر کې نجونې پکې ټلیفوني اړیکې نیسي.» د خوست امنیه قومندان ویلي دي:«د دې ښوونیزو او ټولنیزو خپرونو څخه په سوء استفادې، نجونې په رسمي او غېرې رسمي وختونو کې د خپرونو پرمخ وړونکو سره ناروا اړیکې جوړوي، چې دا ډول اړیکې له یوې خو ټولنه اخلاقي فساد ته بیا یي او له بلې خوا د اسلامي معیارونو خلاف کار دی» تر ټولو حیرانؤنکی مطلب او ټکې چی د طالب عبدالرشید عمری په ګواښ لیک کی ښودل شوی دی هغه ددغه ګواښ لیک لومړنۍ برخه ده چی پکی ویل شوی دی …

« داچی خوست ولایت یوسرحدی او ګڼ نفوسه ولایت دی چی ډیرې خلک یی تعلیم یافته او با سواده دی له همد غسی سببه  زیات شمیر رادیو ګانی او تلویزیونونه فعالیت کوی چی په همدغه ولایت کی د ځینو رادیوګانو څخه اخلاقی فساد ته لمن وهل کیږی چی ښه مثال یی ددرسی او نورو ټولنیزو خپرونو خپرول دی . چی په دغه درسی او ټولنیزو خپرونو کی زیات شمیر نجونی برخه لری . خودغه درسی او ټولنیزو خپرونوڅخه په سؤاستفاده په رسمی او غیررسمی وخت کی نجونی د خپرونی مسؤلینو سره تلفنی نا مشروعی اړیکی نیسی .»خو هیڅوګ  د طالب قوماندان عمری صاب ددغه لیک په مفهوم او مطلب پوه نه شول چی دهغه مبارک په وړاندی د تلفنی نامشروعواړیکومقصد څه دی ؟ داروا پوهانواود ټولنی پیژندنی د کتونکو په باور دا یوازی د ښځود تعلیم اوسواد په وړاندی د طالبی استخباراتی قرئت څرګندونه کوی چی په دی شان اوتو بوتو یی څرګندوی . دا په داسی حال کی ده هم هغه مهال هم چی دخوست په ولایت کی د شیخ زائد پوهنتون چی پخوایی د کډوالی پر مهال دافغان پوهنتون نوم درلود اود حقانی شبکی دمشرخلیفه سراج الدین حقانی د پلارارواښاد مولوی جلال الدین حقانی په هڅو کالونه وړاندی خوست ولایت ته را انتقال او په سلګونو نجونواوهلکانو به پکی زده کړی تر سره کولی . خوددغه ګواښ لیک په وړاندی چی د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریا ست په نوم استول شوی ؤ دخوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ طالب مشر شبیر احمد عثمانی چوپ پاته نه شو د خپل ټویټر پرمخ یی په طالبی بڼه داسی ځواب ورکړ . دخوست په رسنیو کی هیڅ شانی خپرونی وجود نلری . دغرب او الحاد ډنډور چیان دی خولی په خوړو وخوځوی که زما دولایت د رسنیو او کار کوؤنکو دبد نامولو هڅی وکړی ددی ولایت د فرهنګ د مسؤل په توګه به یی د مطبوعاتو د نافذه قوانینو په رڼا کی د محکمی میز ته راکش کړو …….

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا