گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داکتسابي اواصلي شخصیت توپیر
داکتسابي اواصلي شخصیت توپیر

داکتسابي اواصلي شخصیت توپیر

الف : اکتسابي شخصیت: زموږ د وجود او ذهن په قالب کې دننه تصورات ، فکرونه ،هیجانات، احساسات د ژوند تجربې ، زدکړې ، د شیانو او پیښو په هکله معلومات شتون لري. دغه ټول زموږد اکتسابي ژوند کتاب مندرجات ، محتویات او یا درونمایه جوړوي. په بل عبارت داکتسابي ژوند کتاب درونمایه یا محتویات زموږ د ژوند چاپیریال کې د پیښو تعاملاتو په تجربه کولو ، نمونو ، ښوونې او روزنې سره زموږ په ذهن کې ثبت ، ترکیب ، تدوین او محفوظ کیږي . همدغه محتویات په همدا اوس کې زموږ ظاهري شخصیت تمثیلوي. که زموږ د ژوند چاپیریال کې اړیکې او تعاملات له ډول ډول ککړتیاوو( د تشدد مختلف انواعو) سره مل وي – زموږ ذهني اکتسابي شخصیت تدوین شوي کتاب محتویات په ناوړه توګه اغیزمن کیږي . نوموړې اغیزمنتیا زموږ د ژوند په څرنګوالي، عادتونو او اړیکو کې خپلې ناوړه اغیزې ښيي . مثلا: د همدغو ذهني محتویاتو پر بنسټ خپل ځان ، پیښې او حالات تصورکوو. د ځان ، نورو او حالاتو ارزونه کوو ، قضاوت او پریکړې کوو. له همدې امله په ژوند ، اړیکو او تعاملاتو کې د حالاتو او پیښو له رښتیني درک څخه غفلت او لریتوب را منځته کیږي. په عامه توګه د ټولنو وضعیت د نوموړو ټولنو د وګړو او ډلو ترمنځ اړیکو ، تعاملاتو ، معیشت او د پرمختګ کچه… او نور د هغوی د ذهني او شخصیتې محتویاتو او اړیکو انعکاس تمثیلوي. دا ټول د مشاهدې ،مطالعې ، تحلیل او بدلون وړتیا لري . له دې کبله د خپل ژوند وضعیت مطالعه او حالت رښتینې پیژندنه او د بدلون لپاره د لارو چارو میندنه له پورته یادوو شویو ټکو سره په ژوره توګه تړاو لري. ….. که موږ د چاپیریال د ځینو ناوړه محتویاتو ، رواجونو، مناسباتو ، تاوتریخوالي تجربو او د هغو د ناوړه اغیزو لاندې ناسم هیجاني، احساساتي ، متعصب ، جلاوالی او نفاق وضعیت ولرو – دا وضعیت له یوې خوا د انساني لوړو صفاتو د ودې او کمال مخنیوی کوي او له بلې خوا د ټولنیز یوالي او پرمختګ مخکې خنډونه را منځته کړي. ب : اصلي فطري شخصیت : انسان د ذهني اکتسابي شخصیت برسیره اصلي فطري شخصیت او هویت هم لري. د انساني شخصیت دا برخه د روح، ژوند ، شعور، هوښیارتیا وجدان او بصیرت څخه متشکله ده. دا برخه رښتیا ، حق ، اعتدال ، انصاف ، مینې ، خواخوږي او همپالنې ته میلان یا تمایل لري. که د انسان ذهني اکتسابي شخصیت برخه د فطري او اصلي شخیت برخې سره همغږي شی د ترقي اوانکشاف سبب کیږي. په نتیجه کې انسان د خپل روح او فطرت له روښانه ، متشعشع/ ځلیدونکي ، خیرغوښتونکی ، مطمین ، سوله ییز ، مینه ناک وضعیت له برکت او انرژی سره اتصال مومي. انسان د همدغه خیر، برکت او فعالې معنوي انرژی پر بنسټ د مادي اومعنوي کمال لورته ترقي او پرمختګ کوي. هر کله چې انسان له خپل اصلي فطري معنوي هویت او اطمینان څخه جلا او یوازې د ذهني اکتسابي شخصیت د منفي او تیاره برخو تر اغیزو لاندې راشي – ژوند او ټولنیز وضعیت یې له اضطراب، ویرو، غصو، خود خواهیو، شخړو، جګړو او تشدد سره مل حالت غوره کوي. په بله وینا زموږ په ژوند او اړیکو کې اکثره مصیبتونه او دردونه له خپل اصلي فطري شخصیت او معنوي هویت څخه د بیلتون او د اکتسابي ذهني شخصیت د ناوړه فکرونو او هیجاناتو بدو اغیزو نتیجه ده. انسان د ذهني هویت تر اغیزو لاندې وضعیت کې د ژوند له اصلي مفهوم ، معنی او معرفت څخه بیګانه کیږي. په همدې بیګانه شوي وضعیت کې ( ایګو ) هڅه کوي موږ له خپل اصلي هویت څخه په لریتوب کې وساتي. ایګو د ډول ډول غوښتنو، ویرو، اختلافاتو، شخړو او جنجالونو سره تغذیه او پیاوړې کیږي. هر کله چې په ټولنیز سیستم او مناسباتو کې: – له یوې خوا د ژوند ورځني تعاملات د فطري معنوي هویت له خصوصیاتو اوغوښتنو سره سم ترسیم نشي او له بلې خوا د ذهني هویت عناصر( ایګو) په سمه توګه مدیریت او کنترول نشي. – ژوند او ټولنیز وضعیت له ډول ډول ناخوالو لکه: خود خواهیو، حرص ، بخل ، حسد ، پریوبل غلبې ، رقابتونو، بیرحمیو … خصومتو او له هغو سره مل ډول ډول روحي ، ذهني او جسمي نا خوالو سره مخامخ کیږي. له دې کبله د ذهني اکتسابي او اصلي فطري شخصیت تذکیې اوپاک ساتنې ته پاملرنه اړینه ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا