گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دفیل سورت اواوسنــــی پیړۍ اونړې ته یی درس اوعبــــــرت!
دفیل سورت اواوسنــــی پیړۍ اونړې ته یی درس اوعبــــــرت!

دفیل سورت اواوسنــــی پیړۍ اونړې ته یی درس اوعبــــــرت!

دنواندیشی یادونه : دنواندیشی تربیون ویاړی چی دافغانی مسلمانې ټولنی د معنوی او مادی پرمختګ په موخه یی د ټولنی د ټولو نوم ورکو پوهانو ، څیړونکو او دین پیژندونکو د غږ پورته کولو د منبر په توګه رول لوبولی دی له هغه ځایه چی موږ کلک باوراو ایمان  لرو  قرآن پاک داسی د پرمختګ د لاری یوه عقلانی او دالهی فطرت  نقشه ده چی د ځمکی پرسر ټولی پیړې او نسلونه په بر کی نیسی او زیاتره برخه یی د انسانی ټولنی د تمدن او پرمختګ هنداره بللی شی . نوځکه خو داځل دیوه داسی چا د پاک قرآن یوپیچلې سورت چی په قرآنی ترمنولوژې کی یی دفیل نوم خپل کړی دی د نوی کهول او نویو شرائطو ته په پام کی لرلو سره ورته له سره کتنه کړی ده . دغه قرآن پوه او څیړونکۍ چی د خپلو علمی څیړنو په لړکی یی دفیل سورت ته کتنه کړیده په افغانی خواره او بیوزلی ټولنه کی د هغه کم شمیره غمیو څخه  یوغمۍ ښاغلی انجنیر احمد حسین  عنایت دی چی دخپل اصلی مسلک تر څنګ یی د محسن تفسیر ترسرلیک  لاندی د قرآنی زده کړو او پوهنی لړۍ په نوم خپلی قرآنی او علمی څیړنی پیل کړی دی که څه هم دانسانی تواضع له مخی  ځان ددی جوګه نه بولی چی ګنی توانیدلی دی د قرآن پاک روح دیوویشتمی پیړې د مقتضیاتو ژور تل ته ور ورسوی خو په زغرده سره ویلای شو چی د دینی ټولنپوهنی په ډګر کی جناب  احمد حسین عنایت دګوتو په شمیر پوهانو او قرآن پیژندونکو له ډلی څخه دی چی توانیدلی دی داسلام مقدس دین په ځانګړی توګه د الله ج قرآن د یوی دائیمی علمی او عقلانی  فطری نقشی په توګه چی د کائیناتو او هستی هنداره بللی شی له خرافاتو او اوهامو څخه ډکی ټولنی او په هغی کی میشت ځوان کهول ته ورورسوی چی دادی د ښاغلی احمد حسین عنایت په قلم د یادشوی فیل سورت یوه لنډه برخه ستاسو د مطالعی په موخه خپرؤو . هغه  ته دلوی خدای ج له درباره اجرونه او په دغه ډګر کی د لاپرمختګونو هیله کوو .

د اسلام پیغمبر هم کله چې واک ته ورسېدل او د اسلام بنسټ کلک شو، هر دواړو سترو واکمنانو ته يې لیکونه واستول، چې پر بهیر يې پوهېږئ: د ایران ټولواکمن، خسرو پرويز، د پیغمبر لیک څيري کړ او د روم ټولواکمن، ددې پر عکس، له خپلو درباریانو سره مشوره او غور وکړ او سره له دې چې بلنه يې و نه منله، خو توند او ناوړه چلند يې څرګند نکړ. لکه څنګه چې اوس هم وینو [تر همدې څلوېښت پنځوس کاله مخکې پورې] جهان پر دوو قطبونو ختیځ او لوېديځ وېشل شوی وو، یعنې شوروي روسیه او امریکا هر یو د ځان لپاره اقمار درلودل او ځينې له اسلامي هیوادونو لکه سوریه او افغانستان د شوروي تر حمایت او پلوي لاندي ول او د هغه د وسلو او تجهیزاتو واردوونکي ول او ځينې هم لکه اردن، ایران [تر انقلاب مخکې]، پاکستان او مصر، د امریکا پر طرف ول او د هغه له لورې يې حمایت او ملاتړ کېده، په هاغه موقع کې هم همدا راز ځېنې د روم د امپراتورۍ تابع ول او ځینې نور د ایران د امپراتورۍ تابع ول. مثلاً  د «حیره» سیمه، یعنې همدا اوسنی عراق، او په ټولیزه توګه عربان د ایران تر لاس لاندي ول.شاهپور ذوالاکتاف، د ایران ټولواک – چې نوم یې مشهور دی – له دې لامله يې دا لقب درلود چې کله به پر عربانو غوسه کېده نو د هغوی د وولو [کتف] هډوکی به يې سوری کاوه او د هغې له منځه به يې پړی تېراوه. پر دې ترتیب پېړۍ پېړۍ يې د ایرانیانو تر ظلم او فشار لاندې ژوند کاوه او د ایرانیانو اسیران او غلامان ول.د روم حکومت، حبشه [اوسنۍ ایتوپیا]، او یمن او په ټولیزه توګه د عربستان شمالي او لوېدیزه برخه مسیحیان کړي ول او د کلیسا دستګاه پر دې سیمو واکمني او برلاسی درلود، خو د ایران پر لور يې لار نه درلوده او که د بحر له لارې يې هم غوښتل پر ایران یرغل

وکړي، باید ډېر واټن يې واهه. نو پر دې بنا دې نتیجې ته رسېدلي ول چې که وکولی شي د عربستان صحرا او دا ټاپووزمه تر خپل نفوذ او واکمنۍ لاندې ونيسي، په حقیقت کې يې ایران تر کلابندۍ لاندې نېوو، چون شاوخوا سیمې ټولې د مسیحیت تر نفوذ او اغېز لاندې وې، خو دې خوا، مکه له هماغه مهاله چې ابراهیم هلته کعبه ودانه کړې وه، د عربانو د ځواک په پایګاه او د هغوی د معنویت پر مرکز بدله شوې وه. له دې ټولو سره سره، په ټاپووزمه کې به کله نا کله د جنګ اور لګېده او دې سیمې به ډېری په نا آرامۍ کې وخت تېراوه.  لکه څنګه چې پوهېږئ، عربستان د دریو لویو وچو تر منځ واقع دی: آفریقا، اروپا او آسیا. او هم دا چې د منځني ختیز او بین النهرین سیمه چې په بنسټیزه توګه د نړئ د تمدن زانګو ده او ټول ستر تمدنونه له فنیقیانو تر بابلیانو او نور آسیايی تمدنونه، په دې سیمه کې څرګند شوي دي. خو په دې سیمه کې د عربستان اوېجه تل ایزوله، جلاشوې او بې اړیکي پاتې شوې ده، ځکه چې ددې سیمې یو لور ته سره بحیره او بل لور ته يې د پارس خلیج او د عمان بحیره ده، او د شمال له لورې هم د مدیترانې په بحیرې پورې نښتی دی؛ یعنې عربستان له دریو لورو په دریاب پورې نښتی دی. خپله اویجه يې هم ډېره وچه او سوزوونکي بې اوبو او بې وښو ده چې تر هغې مهاله يې نه کوم ښار درلود او نه کوم مدنیت. یو شمېر خپرو ورو او لږ شمېرو قبیلو چې پکې ژوند کاوه چې هرې یوې یو تر بله پنځوس تر سلو میلو واټن درلود او هرې قبيلې د ساري په توګه ۵۰۰ تر۶۰۰ کسانو ټولنه درلوده. دوی هم هر مهال به چې وچکالي کېدله او ژوند به پرې سختېده، پر نورو قبیلو به يې یرغل کاوه او هغوی به يې لوټل. په سارا کې د ژوند سختو شرایطو له هغوی د متضادو خصلتونو والا وګړي جوړ کړي ول؛ هغوی هم یو شجاع، زړور، آزادي پالی، او رډ بې پروا، غیرتمند او ځوانمرد قوم وو، او هم په عین حال کې سخت، زیږه، لواړ، وحشي، بې تهذیبه او له تمدنه لېرې ول.یوازینی معنوي مرکز چې دوی يې پخپلو کې متحد کول همدا د کعبې خونه وه. دا خونه – چې په تاریخ يې پوهېږو – د آدم له مهاله بنا شوې ده او ورو ورو مخ په ويجاړۍ تللې، تر دې چې حضرت ابراهیم هغه بیاځلې ودانه کړه او له خپل پالونکي څښتنه يې وغوښتل چې «رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا» پالونکی څښتنه، دا ځای د امن ښار وګرځوه. او د حضرت ابراهیم په دعا، په دې اوېجه کې، چې هیڅ کوم امنیت يې نه درلود او دلته مېشتو کسانو به د لوټمار، جنګ اووینوتویونو په حال کې ژوند کاوه، مدنیتي مرکزاواډه رامنځته شوه.

 او بیا د هغه بله دعا هم، د الله په درشل کې منل کېږي چې «وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ [بقره ۱۲۶(۲:۱۲۶)] پالونکی څښتنه، ددې ځای خلک له روزۍ برخمن کړه، او همدا راز د هغه بله دعا هم چې خدایا د ځېنو خلکو زړونه د هغه لور ته ورمات، متوجه او په ځير کړه. نو، ابراهیم ړومبی له خدایه غواړي چې د مکې خلک له لوټمارۍ لاس واخلي او دویم داچې په کافي کچې له دنیا برخمن شي او په پای کې دا چې د یو شمیر کسانو زړونه هم د خدای کور ته جذب شي او د هغه لور ته مخه کړي. او هر درېواړه هم تحقق او رښتینوالی مومي.  له حضرت ابراهیم وروسته، لومړی زوی يې، اسماعیل، او ورپسې د هغه زوزات د کعبې څارنې او پالنې ته ولاړ ول او دا  کورنۍ، چون خلکو ته يې د چوپړ موخه درلوده او په پرهېزګارۍ کې يې ژوند کاوه او د خلکو د ایمان او امنیت ساتونکي ول، د خلکو له ډېر درناوي او محبت لاندي ول او نه چا له هغوی سره د جنګ موخه درلوده او نه هغوی له چا سره جنګ درلود. په واقعیت کې د عربو قومونو دا کورنۍ د ځانونو لپاره د اخلاقو ښوونکي او د خپل آيين سرلاري ګڼل. څو پيړۍ وروسته چې د قریشو قبیله د هغوی له نسله رامنځته کېږي، هغوی هم دا اعتبار پیدا کوي او د اسلام د ظهور پر مهال، عربو خلکو، مکې او کعبې ته د خدای پالنې او د ایمان او هدایت او نمانځنې د مرکز په سترګه کتل، تر دې چې په کال کې څلور مېاشتې يې د حرام مېاشتو په توګه په نښه کړې او اعلان کړې وې، یعنې که د هغوی تر منځ د جنګ اور بلېده، هاغه څلور مېاشتې به يې له جنګه لاس اخېسته او په دیني او مذهبي رسمونو اودودونو به بوختېدل.د مکې څېره هم ورو ورو په هغه کې د اقتصاد له بڼې نيولو سره بدله شوه او پر تجارتي او د راکړې ورکړې پر مرکز بدله شوه او یو ډول مکاره بازار [موسمي لنډ مهالی بازار] جوړ شوی وو، لکه د همدغو بازارونو په څېر چې په وسمهال نړۍ کې يې وینو. د ټاپووزمې خلک هر کال، په ځانګړي توګه د حج په ورځو کې [چې تر اسلام مخکې هم یو لړ مراسم د هغه لپاره عملي کېدل] په مکه کې راټولېدل او خپل توکي يې یو تر بله تبادله کول. همدا چار، د مهال په تېرېدنه او د وخت په اوږدو کې په سیمه کې د امنیت د ګومارنې لامل شو او قبیلې يې پرله پسې یو له بل سره په اړیکه  د جنګ او تېښتې په حال کې یو تر بله راګردې کړې، او له دې لارې پر عقیدتي یووالي سربېره د هغوی د یووالي مرکز او د هغوی تر منځ یو بل ایتلاف بڼه ونېوله، چې په اقتصاد او تجارت پورې يې اړه درلوده.د ابراهیم موخه او دعا هم لکه څنګه مو چې مخکې ورته نغوته وکړه، همدا وه چې له امنیته برخمن یو ښار هلته رامنځته شي. چې البته وروسته بیا د ټاپووزمې وګړو، له جنوب سره، یعنې له اوسني عمان سره تجارت پیل کړ، او په ژمو کې، چې هوا به په هغو سیمو کې بهتره وه، هلته به تلل او پير او پلور به يې کاوه او بیا به مکې ته بېرته ستنېدل؛ په دوبي کې به هم شمال ته تلل، شامات ته چې همدا اوسنۍ سوریه او اردن دي.نو، په واقعیت کې مکه د عربستان د شمال او جنوب ترمنځ د اړیکي کړۍ وه. د قریشو او د مکې د خلکو ژوند ډېری د تجارت له لارې تېرېده چې ډېره ګټه يې هم هغوی ته درلوده او کېدای شي وویل شي په حقیقت کې مکې د اوسنۍ دُبۍ په څېر یو موقعیت درلود او د داسې یو تجارتي مرکز بڼه يې موندلې وه، یا د ساري په توګه د ورېښمو په واټ کې د پخواني ایران او افغانستان موقعیت ته ورته وو، یا د سبا اوحضرت سلیمان اوېجه په پخواني پَېرکې. په دې ترتیب دقریش قبیله ورو ورو شته منه کېدله او لکه څنګه مو چې وویل سنتو او خلکو ته د چوپړ مخینې د هغوی موقعیت نور هم ټینګاوه.

  قریش هم پر دوو څانګو ویشل کېدل، یوه يې بني هاشم او بله يې بني سفیان وه چې بني سفیان والا د بني هاشم د ښه والي په کچه نه ول. په هر حال کې، په عام الفیل کې، کومه پېښه چې د ابرهه لښکر ته واقع کېږي د قریشو موقعیت او پوړ نور هم پورته وړي او محبوبیت يې له مخکې نور هم زیاتېږي. ابرهه غوښتل چې همدا مرکز له منځه یوسي. چون مکه د عربانو د یووالي په لامل بدله شوې وه. او ابرهه غوښتل هغوی مسیحي کړي او له دې لارې د ایران د شاوخوا ټوله سیمه د مسیحیت تر ولکې لاندې راوړي چې پر وړاندې يې کوم ځواک نيغ نه شي او  له سیالۍ پرته د یوازېني ځواک په توګه وپېژندل شي. پوهيږو چې اصولاً د مسیحیت جهان، له هاغه لومړني پير پرته، تل له خپل ځانه په باهر نړۍ کې نېواکګر او ښکېلاکګر ځواک دی او تبلیغ کوونکي ډلې يې، چې د تبشیري او میسیونري ډلو په نامه مشهوري دي د هیوادونو د ښکېلاک لپاره د لارې اواروونکي دي. له الجزایري اندیالو څخه د یوه په وینا، ښکیلاک هيڅکله په پیل کې له توپ او ټوپک سره نه ننوځي، بلکې تل يې لومړی کشیشان او مذهبي تبلیغ کوونکي ليږل او لاره يې د هغوی لپاره پرانېستله. هغه وايي ړومبی چې زموږ اوېجې ته راننوتل موږ ځمکه درلوده او هغوی کتاب، خو لږه موده تېره نشوه چې پرعکس بڼه اوښتي شوه: موږ کتاب درلود او هغوی ځمکه درلوده. دا لیکوال د ښکېلاک په اړه په زړه پورې بحث لري. په هر حال کې، د تاریخ په ګواهۍ، په هیوادونو کې د ښکېلاک ننوتلو او نفوذ په هماغه طریقه، بڼه نېولې ده چې دې لیکونکي وېیلي دي؛ یعنې څرک ورکوونکي، مخکښان او درشل جوړوونکي يې د مسیحیت تبلیغاتي جوړښت دی چې راتلل او د پښې ايښودو ځای به يې برابراوه او لار يې پرانېستله او ورو ورو به يې د سیستم د تغیرولو ډګر سموه او وروسته ورپسې به يې پوځي او نظامي ځواکونه راتلل. که د مختلفو هیوادونو د نېواک او ښکېلاک تاریخ ولولئ، په هر ځای کې يې په همدې ډول هیوادونه ښکېل کړي دي. ښه، اوس د سورت متن ته ورګرځو. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ.أ يعني آيا، لَمْ تَرَ يعني ودې نه لیدل كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ. د خپل پالونکي څښتن د فعل [کړنو] کیفیت  چې له پيلملانو او د پیل له څښتنانو سره يې څه وکړل؟ لومړی دا چې وايي کیف فعل ربک او د فعل کیفیت او څرنګوالی «رب» ته او نه الله ته نسبت ورکوي، ددې معنا یادوونکی دی چې یوازې رب [پالونکی څښتن] دی چې د ټولو سرور او ارباب دی او د خدای تعالی د ځواک او ارادې شمول چې پر ټول عالم او کایناتو واکمن دی، ذکروي. خو دا چې د ابرهه له لښکره پر «اصحاب الفیل» تعبیر شوی دی ښاييږي چې د «اصحاب» د کلیمې په اړه چې په ډېرو ځایونو کې په قرآن کې راغلې توضیح ورکړل شي چې مخکې مو هم ورته نغوته کړې.په قرآن کې د ساري په توګه «اصحاب کهف» ویل شوي، یعنې هاغه کسان چې اوږد مهال يې په غار کې ژوند تېر کړی دی. په ټولیزه توګه، د چا اصحاب یا د څه څيز اصحاب یعنې هاغه کسان چې له هاغه کس یا له هاغه څیز سره اړینه ملتیا لري او په اصطلاح له هغه کس یا څیز سره يې جوش خوړلی دی او د هاغه کس یا څيز په نامه پېژندل شوي دي، او په یو تعبیر، تکیه ځای [ډاډ ځای] يې شوی دی. د کهف اصحاب په دې نامه وپېژندل شول چون په «کهف» [غار] کې يې پناه واخېسته او ډېر مهال له غاره مل او اړین شول. یا «اصحاب حجر» د عاد قوم ته اشاره ده چې د غرونو په منځونو کې به يې کلکې ودانۍ جوړولې. یا «اصحاب ایکه» هاغو کسانو ته اشاره ده چې په ګڼو ځنګلونو او زرغونو او ښيرازو سیمو کې مېشت ول؛ یا «اصحاب مَدَین» هاغه کسان ول چې د ښار او مدنیت خاوندان ول؛ یا «اصحاب جنّت» چې بڼوالان ول. دلته هم له «اصحاب فیل» څخه موخه د ابرهه لښکر دی چې له فیل سره مل ول او هغوی پر خپل او د پيلانو پر ځواک ډېر غره او ډاډه ول.           

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ﴿۲﴾

آیا د هغوی ټکماري [چل ول او دسیسه] يې ورشنډه نکړه؟(۳)

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ﴿۳﴾

او پر هغوی يې [آسمان ته] توغول شوي غونډونه ډلې ډلې [له وریځو سره پييل شوې، داغ ویلي شوي توکي] و نه لېږل؟(۴)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۳ــ د کید معنا پټې طرحې، تدبیرونه او نقشې دي چې د دښمن پر ضد کاږلې کېږي. که د هدایت معنا مقصد ته لارښوونه او موخې ته رسېدل دي، ضلالت معکوسه معنا لري. د کافرانو د ټګمارۍ او چل ول د نقشو «فی ضلال» والی د هغوی له جوتې ماتې خبر ورکوي، لکه څنګه چې د موسی او بني اسرائیلو پر ضد د فرعونیانو نقشې له ماتې سره پای ته ورسېدې. د غافر په سورت کې [۲۵آیت(۴۰:۲۵)] راغلي دي: «وّمَا کَیْدُ الْکَافِرِیْنَ اِلَّا فِی ضَلَال»، خو «تضلیل» [د تفعیل په باب کې] په پرله پسې او تصاعدي بېلارۍ او ناسمۍ دلالت کوي. الهي «کید» محکم او متین دی [اعراف۱۸۳(۷:۱۸۳) او قلم ۴۵(۶۸:۴۵)] او د کافرانو او شیطان صفتانو «کید» سُست او ضعیف دی. [انفال۱۸(۸:۱۸) او نساء۷۶(۴:۷۶)]. 

۴ ــ د  «طَیراً» کلیمه نکره ده او په آسمان کې پر یو ډول حرکت دلالت کوي. «ابابیل» د ډلې ډلې، ټولي ټولي او غونډ په معنا د هغه حالت یا توصیف دی. پوهېږو چې د اورشیندي ویلي توکي لکه د الوتونکو په څېر، تر ډېر واټنه حرکت کوي او د اور شیندي له خولې د ویلې توکو پرله پسې په متناوبه بڼه یو د بل تر څنګه راوتل، ډلې ډلې حالت لري. د آرتزین د څاه په څېر.[آرتزین هغه څاه ده چې د درې له دوو اړخونو د فشار له لامله اوبه د څاه له خولې فوران کوي] مرحوم دوکتور یدالله سحابي د مکې د چاپیریال د غرونو په اړه په جغرافیايي اوضاع او ځمکپېژندنه کې ژوره مطالعه کړې ده او دا پېښه يې په علمي بڼه د اورشيندې له اغېزو ګڼلې ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فیل سورت د دویم او دریم [(۱۰۵:۲) او ۳] آیتونو تشریح:

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ. آیا د هغوی کید او نیرنګ خدای تعالی خنثی نکړ؟ یعنې چل ول او پلان يې خنثا او بې پایلې، بې نتیجې، بې مقصده او بېهوده نکړ؟ له کید څخه مراد د هغوی هاغه بدنیّتي او بده موخه وه چې د مکې په اړه يې درلوده او غوښتل يې بیت الحرام ړنګ کړي، او د «تضلیل» او «اضلال» هر دواړه کلیمې یوه معنا لري، او د هغوی کید په تضلیل کې کول، په دې معنا دی  چې د هغوی نقشه يې لکه د اوبو پر مخ د نقش په څېر کړه، ټولې هڅې يې ورته بې پایلې کړې، هغوی رهي شوې ول چې کعبه ړنګه کړي، خو د الهي تضلیل په پایله کې، هغوی پخپله هلاک او نشت شول.  لکه څنګه مو  چې وویل؛ «کید» یعنې نقشه، طرحه او پلان چې یو څوک یا یوه ډله وغواړي د خپل دښمن پر ضد يې اجراء کړي. په بله وینا، هرې دسیسې، چل ول، پلان او توطيي ته «کید» ویل کېږي. البته «کید» کله ښه او مثبته معنا او مفهوم هم افاده کوي. د ساري په توګه کوم ځای کې چې کید، خدای تعای خپل ځان ته نسبت ورکړی دی او وايي «إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ.» [اعراف ۱۸۳(۷:۱۸۳)] زما «کید»، یعنې زما تدبیر، کلک، ټینګ او ټیکاو دی. په هره بڼه، د مسیحیت د نړۍ کید او توطیه چې غوښتل يې ټوله سیمه لکه څنګه چې مخکې مو ورته نغوته درلوده، د ختيځ روم د ټولواکمنۍ تر نفوذ او د مسیحیت تر پوښښ لاندې وګوماري او له دې کار سره د حضرت ابراهیم پخوانۍ او معنوي پایګاه له منځه یوسي، ټول له یو مخې مات شو او ناپایه پاتې شو؛ د هغوی کید په «تَضْلِیل» کې واچول شو او تباه شو. «تَضْلِیل» د تفعیل باب د «ضّلّ» له مادې د ضلالت او لارورکۍ په معنا دی. ضلالت د هدایت مقابل مفهوم دی.دلته یوه نغوته کول اړین دي چې «هدایت» «راهنمايي یا لارښوونه» ترجمه کوي، چې سمه ترجمه نه ده. «هدایت» یعنې [پر لار بوول، رهبري او مقصد ته رسول] دي. «تضلیل» د هدایت عکس دی: یعنې بېلارې بوول او بې پایلې کول او مقصد ته نه رسول او د چا د هڅو بې ېیبرې کول دي. فرمايي آیا هاغه طرحې او توطیي خدای تعالی خنثا نکړې، داسې چې ثمر او ېیبره يې ور ونبښله او خپل مقصد ته ونرسېدل. دا موضوع په قرآن کې په ځلونو یاده شوېده. د ساري په توګه وايي «إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا.» [نساء ۷۶ (۴:۷۶)] د شیطان کید په ټوله کې ضعیف او سست دی. یعنې هاغه نقشه او طرحه چې بنسټ يې شیطاني دی، سره ددې چې په لنډه موده کې کېدی شي لنډمهالې پایلې راوړي، خو په اوږد مهال کې به هيڅ کار پر مخ بونځي او مقصد ته به يې ونرسوي.یا وايي «وَ أَنَّ اللّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ.» [انفال ۱۸(۸:۱۸)] او په حقیقت کې الله تعالی د کافرانو او د هاغو کسانو د کید او نقشې سستوونکی دی چې حقیقتونه پټوي. یا دا چې وايي: وَ أَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ. [یوسف ۵۲(۱۲:۵۲)] الله تعالی د خاینانو کید او نیرنګ کوم ځای ته نه رسوي. همدا راز د حضرت یوسف په داستان کې وینو چې د هغه ورونه او نور، پرله پسې د هغه پر ضد توطیې کوي، خو خدای تعالی د هغوی کید بې اغېزې کوي او په پای کې هغه [حضرت یوسف (ع)] بریالی او بر لاسی کوي.   دلته هم هماغه درس ورکوي چې که د ایمان د مرکز د نابودولو لپاره  داسې پراخه توطیه د دنیا په هاغه نقطه کې ناکامه شوه، په تاریخ کې د دين او واقعي ایمان او واقعي مؤمنانو پر ضد نورې توطيې هم همدا راز ناکامېږي. وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ. او پر هغوی يې الوتونکی ولېږه، او د «ابابیل» له کلیمې څخه موخه مختلف ټولي، غونډونه او ډلې ډلې ده، او معنا يې داده چې خدای تعالی ډله ييز الوتونکی د هغوی پر سر ولېږه.  چې ځينو ویلي مرغان  ول او «ابابیل» يې نوم وو – چې په اړه به يې توضیح ورکړل شي – مخکې له دې چې دا آیت تشریح کړو بې ځایه به نه وي چې تر یوې کچې د مکې د جغرافیايي وضعې په اړه توضیح ورکړو. د مکې سیمه په ټوله کې غرنۍ ده؛ د ویلي توکو [لاوا] ډبرو او اورشیندو دا سیمه احاطه کړې ده او هغوی ټول د اورشېندۍ مخینه لري. د لوط قوم هم تصادفاً په همدغه سیمه او د مکې څرمې کې ژوند کاوه. په قرآن کې څو آیتونه شته چې د لوط د قوم پېښې او ماجرا او ډبراورښت او ډبر وژنې ته نغوته لري. د ساري په توګه؛ «وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ.» [صافات۱۳۷(۳۷:۱۳۷)] تاسو، ای قریشو، ګهیځونه د هاغه قوم پر کنډرو تېرېږي او د شپې بېره ستنېږۍ. یعنې د لوط قوم په هماغو د مکې څرمې کې استوګنه درلوده. دغې سیمې، په تېره کې، اورشېندنې ته چمتو ډېر غرونه درلودل او اوس هم ټوله سیمه د کلکو شوو ویلي توکو [لاوا] تورو ډبرو پوښلې ده. او اصلاً هلته کابو هيڅ رسوبي او خاورینې ډبرې شتون نلري هاغه کسان چې مکې ته مشرف شوي له نژدې يې لیدلي دي. حضرت ابراهيم چې خپله مېرمن او زوی هلته بوتلل وايي:«رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ» [ابراهیم ۳۷(۱۴:۳۷)] پالونکی څښتنه، ما خپل زوزات او کورنۍ په داسې سیمه کې چې د کر کیلي وړتیا نلري او په دې وچه، بې اوبو او بې وښو وچه بیاباني توده او سوزوونکي سیمه کې مې ځای ورکړ، چې هلته د توحید مدرسه ودانه او پر پښو ودروم.د «الم تر … الم یجعل …» له تقریري او تحقیقیي استفهامه دا څرګندېږي چې د «اصحاب الفیل» نشتاند او د هغوی د «کید» [چل ول] او د نقشې له منځه تګ جوت وو او مخاطبینو پرې اقرار کاوه. او د «ارسل علیهم …» له خبره داسې برېښي چې له دې آیته مخکې او ورپسې آیتونو کې د الوتونکي لېږل او د هاغې وسیلې څرنګوالی چې هغوی يې له منځه یوړل مجهول یا مبهم دی، او وروسته له هغې ددې پېښې په اړه چې ناقلینو هر څه ویلي د همدې آیت په ظاهر او ښکاره بڼې استناد کوي. او څرنګه چې دهاغه الوتونکي، له جوپه جوپه لېږلو «ارسال» پرته، هيڅ نوم او نښه، په آیت کې نه ده راغلې، ځېنې مفسرین چې ګواکې ځانونه به يې اړمن او ناچاره لېدل چې ښايي په ټولو قرآني مسئلو کې د نظر څرګندونه وکړي، په خپل خیال او انګېرنه یا د هاغو کسانو د تخیل له نقل کولو چې ځېنې مبهم څيزونه يې له لېري ليدلي ول، د هغه لپاره يې مرغان انګېرلي او ځېنې صفتونه يې ورته نقل کړي دي، د بېلګې په توګه: ابن عباس وايي چې مښوکي یې د مرغانو په څېر او پنجې يې لکه د سپو په څېر وې. ربیع وايي: د پنجو څوکې يې لکه د داړونکو ځناورو په څېر وې. سعید بن جبیر وايي: د مښوکو لرونکي شين رنګي مرغان ول. عبدالله بن عمېر او قتاده وايي: تور رنګي بحري مرغان ول چې په خپلو مښوکو او پنجو کې یې یو ډول تیږي درلودې. او هم وايي چې: دا ډول مرغان نه تر دې مخکې ليدل شوي ول او نه تر هغې وروسته ولیدل شول او دا راز نور صفتونه. الله اعلم.  نو په هاغه څه کې چې له پخوا راهیسې د «اصحاب الفیل» په اړه نقل شوي د هغوی د هلاکت عمل يې یو شمېر مرغانو ته نسبت ورکړی چې ګواکې د خپلو مښوکو په توسه يې تېزې تيږې لېږدولې او د ابرهه د سپاهیانو پر لورې پر نښو ایشتلو سره د هغوی د هلاکت لامل شوي دي. ددغه الوتونکي د ډول او اندازې، رنګ او بڼې په اړه لکه څنګه مو چې ورته نغوته درلوده؛ له پخوانیو څخه خپاره واره او راز راز قولونه نقل شوي دي چې د لومړنیو ناقلینو پر توهماتو، انګېرنو او خیال پردازیو دلالت کوي. چون هیڅوک د پېښې شاهدان نه ول، هاغه څه چې ویل شوي داسې برېښي چې له لېرې انګېرنې او ذهني توهمونه ول چې له طبیعي واقعیتونو او د مرغانو له بدني ځواک سره هيڅ تناسب نلري، مګر دا چې هغه غیر عادي معجزه وګڼو. اصولاً تر ټولو درنده تيږه چې یو مارغه لکه مړز، توتکۍ یا شامتوره کولی شي ولېږدوي، په دې کچه نه ده چې انسان خو پرېږده ان تر دې چې د سترو پږو، ځاندرو او جثو والا جنګي پیلان هم لکه د ژول شوو بوسو په څېر چيت او میده کړي.ستر مارغان لکه عقاب [ګوربت] چې ډېر ځواک او ستره مښوکه لري، ځانله او له نورو بېل ژوند لري او په ډله ایزه توګه ژوند او الوت نه کوي ــ  همدا راز کومې انګېرنې چې د ځانګړو مرغانو په اړه هم شوي دي یو هم ددې وړتیا نلري چې د هاغو سترو ځاندرو والا پیلان داسې دړي وړي او ویجاړ کړي. پر دې بنا دا نشي کېدای چې «طیراً» ابابیل اوسي. ځکه چې د ابابیل معنا ډلې ډلې، جوپه جوپه او خیل خیل ده. له دې سره سره  په خپله مښوکه کې د اورنۍ ډبرې [سجیل] لېږدول د مارغانو له طبیعي جوړښت سره چې د تودوخې په اړه حساس دي ناشوني دي. که دا نالیدلي هم ونیسو باید یوې بنسټیزې موضوع ته ځیر شو هغه دا چې په اړوندو آیتونو کې له «طیر» څخه خبره شوې ده نه «طیور»! هغه هم ځانګړی «طیر» چې په نکره بڼه راتلل يې پر غیر متعارف والي او ناپېژند توب دلالت کوي.که وکولی شو پخپله له قرآن څخه د پېښې د پېژندنې لپاره چې رامنځته شوې ده مرسته وغواړو اود آیت له آیت سره د تفسیر په طریقه عمل وکړو په ډاډینه توګه به تر ټولو ډاډه او  اطمناني پېژندنې ته ورسېږو. له نېکه مرغه ددې آیت بېلې بېلې کليمې لکه «طیر»، «سجیل»  او «ترمی» په نورو آیتونو او سورتونو کې هم کارول شوي دي چې هغوی ته په رجوع کولو سره کولی شو د موضوع په اړه ژورې پوهې ته نژدې شو.په پیلیزه توګه د «سّجیل» له کلیمې پیل کوو چې پر دې آیت سربېره، د هود او حجر په سورتونو کې، د هاغه تيږو په عنوان ترې یادونه شوې، چې د لوط د قوم پر سر اورېدلي دي. لاندینیو آیتونو ته پاملرنه وکړئ:فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ. مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ. [هود ۸۲(۱۱:۸۲) او ۸۳] نو کله چې زموږ فرمان ورسید، هاغه [اوېجه] مو لاندې باندې کړه او پر هغوی مو د [اورشیندي ویلي توکو] پخو کاڼو اورښت پرله پسې [= د څپو په څېر] و اوراوه. [هاغه عذاب] ستا د پالونکي څښتن په نزد نښه شوی [= موخه ييز او د هغوی له کړنو سره په اړیکه، نه ناببره] وو  او دا [ډول سرلیک] له ظالمانو لېرې نه وو. فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ. فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ. إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ. [حجر۷۳ (۱۵:۷۳) تر ۷۵]. نو د لمر څرک سره سم [د خپلو کړنو په پایله او غبرګون کې] سختې کړیکي [= د چاودنې څپې] هغوی ونېول. هغه مو [دځمکلاندیو ویلو توکو د ویجاړوونکي ځواک په توسه] لاندې باندې کړ او پر هغوی مو د کلکې شوې خټې [= د اورشیندي ویلي توکو] ډبرې و وورولې. بېشکه په دې [عبرتناکې پېښه] کې حق پلټونکو [او حقیقت پالو] لپاره نښې دي.قرآن د لوط د قوم عذاب له چاودون وزمه[سخت او ستر غږ] سره تعریف کړی، چې په توسه يې ځمکه لاندې باندې شوې او د هغوی پر سر د تيږو «سجّیل» یو باران اورېدلی دی. پر دې بنا دغو دوو آیتونو ته له پاملرنې سره پوهېدی شو چې «سجّیل» اورنۍ تیږي دي چې د ویلو شوو توکو له کلکېدو رامنځته شوي دي. او یوازې د غرونو اور شېندنه ده چې دا ډول اغېز پنځوي. دا اورشيندي چې وسمهال د ځمکې پر مخ ډېر ليدل کېږي، معمولاً د سونګ وړ غازونو سره مل دي. که د اورشېندنې پر مهال دا غازونه وتپل شي، د هغوی پر فشار او نښتېځنې ورزیاتېږي او چوي او په دې چاودنه کې د اورشیندي ویلي توکي د ټوټو او غونډونو په توګه شاوخوا ته توغول کېږي. دا ټوټې په هوا کې سړېږي او د تېز څوکو او ووړ او لواړو تيږو په بڼه او یا د وړو تیږو ډېرۍ د اورشیندې ایرو په نامه په لېرې واټنونو کې را تویږي. د «امطرنا» کلیمه چې په پورتنیو آیتونو کې کارول شوې قاعدتاً همدغه ډبرین اورښت ته نغوته لري. د اورشېندي سختې شوې ډبرینې ټوټې چې د اورشیندو بمونو په نامه نومول شوي او پېژندل شوي دي، له سخت غوزار سره چې توغول کېږي او ډېری يې چې تيزې څوکي لري هر جامد جسم چې د هغوی د لارې په لیکه کې واقع وي ویجاړوي او اوړه کوي. د فیل اصحاب چې د «کعصف مأکول» په مصداق چې د فیل سورت په پای کې ذکر شوی دی د خوړل شوو وښو او بوسو په څېر شول له دې تعبیره باهر نه دي.نور مضمونونه او کلیمې چې د فیل په سورت کې راغلي دي ددې جوتوونکي دي چې د فیل د اصحابو له منځه تګ او ټوټه ټوټه کېدلو د اورشېندي چاودنې په توسه بڼه نېولې ده. او همدا چې د «و ارسل علیهم طیراً…» په آیت کې د «اَرْسَلَ» فعل په قرآن کې څو ځلې د تیږو په اړه کارول شوی دی په داسې حال کې چې یو ځل هم داسې نه برېښي چې دا فعل د مرغانو په اړه کارول شوی وي. په لاندې توګه یو شمېر ته يې نغوته کوو:«قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ. لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ طِينٍ. مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ.» [ذاریات ۳۲(۵۱:۳۲) تر ۳۴] پرښتو وویل: موږ د یوه مجرم [اوګنهګار] قوم [دمجازات] لپاره لیږل شوي یو. چې پر هغوی خټین کاڼي [= د اورشیندي ویلي توکي] و ووروو. چې ستا د پالونکي څښتن په نزد د تيري کوونکو [پوله ماتیو او مجرمینو] لپاره [دهغوی له کړنو او چلن سره متناسب] نښه شوی [سرلیک] دی.  «كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ. إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ نَجَّيْنَاهُمْ بِسَحَرٍ.» [قمر۳۳(۵۴:۳۳) او ۳۴] د لوط قوم [هم] ګواښنګران [او انذار کوونکي] دروغجن وګڼل. موږ پر هغوی [د اور شیندي له ویلو توکو] کاڼي و اورول، خو د لوط کورنۍ چې په ګهیځ [سپېده داغ] کې مو وژغورل.«فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ…..» [عنکبوت۴۰(۲۹:۴۰)].  هر یو [له هلاک شوو امتونو] مو د هغوی د خپلو ګناهونو له اغیزې ونېول، نو پر هغوی مو د شنګېړ توپان [= سختې بوړبوړکۍ د اورشیندي له ویلې توکو سره] ورولېږه….پورتني ټول موردونه چې د لوط د قوم د عذاب په اړه دي، د «ارسلنا» فعل يې لکه د فیل د سورت په څېر د «علیهم» [یا علیه] له کلیمې سره چې چاپېرونه، نغښتنه او بر لاسی رسوي. [وارسل علیهم طیراً ابابیل]. په دې ترتیب دلته د «ارسل» معنا، لېږل د پرېښوولو او توغولو په بڼه دی چې په دقیقه توګه د اورشیندو ویلي توکو له توغولو سره انطباق لري.د «ابابیل» د کلیمې په اړه يې هم راز راز نظريي ورکړي دي، خو که لغوی معنا ته يې پاملرنه وکړو چې د ډلې ډلې او پرله پسې والي (لکه د وښو او وچو خاشاکو ګېډۍ) مفهوم لري، دهغوی تناسب او هم غږي له نورو کارول شوو کلیمو سره په ښه توګه درک کولی شو. او همدا راز، د اور شيندو غرونو څخه د اخېستل شوو فیلمونو له مخې پوهيږو، چې د اور شیندو له مخروطه د ویلي شوو توکو وتنه که څه هم ثابته او یونواخت نه ده خو د تمبونې او ډله ایزې بڼې په توګه ده.  په هر صورت کې، کومه پېښه چې د ابرهه د لښکر لپاره واقع شوه د مکې له جغرافیايي وضعیت سره نژدې اړیکه لري. پر دې بنا هاغه څه چې په تاريخ کې راغلي دي، د مکې خلک په هاغه ورځ ویني چې د پراخې ورېځې په څېر یو څيز له لېرې واټنه په آسمان کې څرګند شوی دی. خو نوره ماجرا د هغوی د وهمونو او انګېرنو زېږنده ده چې ویلي يې دي الوتونکې چې مړزانو یا مرغیو یا توتکیو ته ورته ول هر یوه ووړ تېږو ته ورته کوم څيز په خپلو مښوکو کې نېولي ول او پر پيلانو يې ورخوشې کول. په داسې حال کې چې د مرغیو یا مړزانو یا توتکیو په کچه مرغان، که څه هم شمېر يې هر څومره ډېر هم وي هغوی به څومره تيږي خوشې کړای شي چې پيلان له هاغه ستروالي سره ويجاړ او له منځه یوسي لکه څنګه چې د قرآن په وینا لکه د ووړ شوو پاڼو یا ژول شوو وښو په څېر شوي ول.کله به مو د ځنګلي حیواناتو په اړه فیلم ليدلی وي چې پيل د ټولو ځنګلي څارویو تر منځ ستر او ځواکمن بريښي. کله به مو لیدلي وي چې کابو د شلو زمریانو ډله له یوه پیله چې له خپلې ګلې ليرې شوی وي چاپېر وي، لیدلي به مو وي زمریان له هرې خوا پر پيل ټوپونه وهي او غاښونه پرې لګوي، خو غاښونه يې د هغه په پوټکي کې نه ننوځي او د زمرو پنجې د هغوی له ټول ځواک سره ددې حیوان پر بدن کار نه کوي، چې په پای کې پيل ستړی شي او وغورځېږي، خو بیا هم زمري نه شي کولی هغه له پښو وغورځوي او د پيل ستړیا چې لږه رفع شي، بېا ځلې پر پښو درېږي او بیا جنګ پَيل شي خو په پای کې د حیوان سر له ډېرې ستړیا ناتوانه شي او پر ځمکه غورځي او زمریان يې څيري کوي. اوس تصور وکړئ هاغه پوټکی چې تر دې کچې پېړ دی څه ډول یو وړوکی الوتونکی کولی شي د یوې وړې تیږي په توسه هغه څيري کړي، که څه هم تیږه له ډېرې اوچتې لوړتیا خوشي کړي او، د ځینو په قول د جاذبې قوه هم تيږي ته سرعت ورکړي او د هغې د ضربې اغېز زیات کړي. د ګرمې او داغ تېږي اټکل هم نشي ورکول کېدی ځکه چې مرغان نشي کولی هغه په خپله مښوکه کې ونيسي. او په عین حال کې قرآن هم نه دي ویلي «طیور» چې د ساري په توګه تعبیر کړو د مرغانو لښکر، یرغل راوړی دی. بلکې وايي «طیر» او په مفرده بڼه يې کارولی، هغه له «الف او لام» سره نه دی، چې ټاکلی مارغه وي، بلکه نکره يې ذکروي: طَیراً. «طیر» په عربي کې په څو معناو کارول کېږي؛ د ساري په توګه وريځ ته طَیر وايي؛ یا الوتکې ته «طیاره» وايي. په ټولیزه توګه هر هغه څه چې په آسمان کې حرکت وکړي او یوه لارلیکه ووهي هغه ته «طیر» ویل کېږي. ومو ویل چې د فیل سورت د «طیرا» لفظ د نکره په توګه راغلی دی او په مفرده بڼه کارول شوی دی او په تفسیرونو کې د یو مارغه په توګه ګڼل شوی دی سره ددې چې له دې معنا سره د «الطیر» یا «الطیور» لفظونه ډېر تناسب لري. نو، «طیرا» د ابابیل لپاره د مصدري او حال والي په معنا، د کلام له سیاق او د ابابیل له اصلي معنا [د بوسو او ګیاه ګېډۍ] او د سجیل معنا لکه څنګه چې د هود او حجر له آیتونو استفاده کېږي، مناسبتر او مطابقتر دی.  پر دې بنا، باید وویل شي چې له طیراً څخه مقصد هماغه د اورشیندي ویلي توکي دي چې د اورشیند پر مهال لکه د ورېځې په څېر حرکت کوي یا د طیّارې په څېر په آسمان کې الوت کوي. «ابابیل» هم یعنې جوپه جوپه، ډلې ډلې او ِغونډ غونډ. که د اورشیندو په فیلمونو کې مو لیدلي وي، اورشیندي یو ناڅاپه او یو ځلي نه خوټيږي او فوران نکوي؛ بلکې لکه د پمپ په څېر چې یو څيز توغوي، یو پر بل پسې له یو ریتم او آهنګ سره، ویلي توکې توغوي. او «ابابیل» هم یعنې لکه د وښو د ګېډیو په څېر یا کومو څيزونو چې یو تر بله يې پیوند خوړلی او پله پله یا څپه څپه یو پر بل پسې رسېږي.ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

تَرْمِيهِمْ بِحِجَارَةٍ مِنْ سِجِّيلٍ﴿۴﴾

چې پر هغوی د ویلي شوو(۵) ډبرو [= د اور شیندي ویلي شوې] ګیټکۍ وورېدلې.

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَأْكُولٍ﴿۵﴾

نو [په پایله کې] هغوی يې د ژوولیو بوسو [ګیاه](۶) په څېر کړل.(۷)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۵ – د اور شرارو [سپرغیو] ته د «تَرْمِی» [توغوي] د فعل نسبت ورکول، اتفاقاً په قرآن کې د انطباق وړ قرینه لري: مرسلات ۳۱ (۷۷:۳۱) او ۳۲ «لا ظَلِیلٍ وَ لَا یُغْنِی مِنَ اللَّهبِ اِنَّهَا تَرْمِی بِشَرَرٍ کَالْقَصْرِ». پر نورو تهمت کول هم قرآن له غشي سره ورته ګڼلي دي [نور ۴(۲۴:۴)، ۶ (۲۴:۶) او ۲۳(۲۴:۲۳)].«سِجِّیلٍ» هم د پارسي د [سنگ گِل] معرب دی چې ګاف په عربي ژبه کې په جیم اووښتی دی. د «سِجِّیل» کلیمه پر دې سورت سربېره ، په قرآن کې د «… وَ اَمْطَرْنَا عَلَیْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّیل …» له جملې سره چې د هاغه باران په اړه  دی چې د اور شیندي ویلي توکي د ځمکې د جامد پوښ له لاندې باندې کېدو او د ویلي پوړ له ځوښه په اورېدو راغلي، او له هاغې چاودنې سرچینه نیسي، چې د ځمکلاندې ګازونو له تپل کېدو ورسته رامنځته کېږي. [هود ۸۲(۱۱:۸۲) او حجر ۷۴(۱۵:۷۴)].د هرکولانا، پمپۍ او وزو ښارونه چې د اورشیندي تر ویلي توکو لاندې خښ شوي دي، د ښځو، نارینو او ماشومانو په ډبرو تبدیل شوي، ددې پر ځای چې د راتلونکو لپاره د عبرت وسیله شي، خو د هغوی جسدونه وسمهال د توریسم له لارې د ګټې اخېستنې او پیسو لاسته راوړنې لپاره وسیله شوي دي.د اورشیند له ډبرینو ګيټکیو د ورېځ په توسه د فیل د اصحابو له منځه تګ او نشتېدل ځانګړی او هېښنده چار نه وو، ددې ډبرینو ګيټکیو [حاصب] په اړه خبره د قرآن په ۴ نورو آیتونو کې، د پخوانیو ګرګرو قامونو د هلاکت او نشتاند په ستاینه کې، په ځانګړې توګه د لوط قوم چې په عربستان کې اوسېدل، [صافات۱۳۷ (۳۷:۱۳۷)او ۱۳۸، حجر ۷۶(۱۵:۷۶)]، د «یُرْسِل/ اَرْسَلْنَا عَلَیْکُم/ عَلَیْهِ حَاصِبًا» له ستاینې سره راغلی دی [اسراء ۶۸(۱۷:۶۸)، عنکبوت ۴۰(۲۹:۴۰)، قمر ۳۴(۵۴:۳۴) و ملک ۱۷(۶۷:۱۷)]. هېښنده دا چې د ایران د مالګینو دښتو پر آسمان کې هم روانو شګو او شنګېړ د زبرځواک سمبالې چورلکې  د طبس په دښته کې د ‌ذلت پر ځمکه راوپرځولې! که ستمګران او ګرګران په اوسنۍ نړی کې د ناپالم بمونه او ډول ډول کيمیايي بمونه پر مظلومو او ربړېدلو خلکو غورځوي او شيندي، د فیل له اصحابو سره ورته سرلیک د هغوی لپاره له کېدو لېرې نه دی.

۶ – واښه او بوس او خوراک چې څاروي يې ژووي، لږوډېر یو ډول ګډوله د هغوی په معده کې رامنځته کوي، د انسان بدن هم د اورشیندي د ویلي توکو د ورېځ پر وړاندې، او هغه فوق العاده تودوخه چې تيږي ویلي کوي، هډوکي يې یو تر بله ماتېږي او ووړېږي.

۷ – د فیل د اصحابو د عذاب ډول د هغوی له آړه او بېلارۍ سره ورته دی؛ هغوی د لښکر په سر کې د پیلانو په مخکې کولو سره، هر آړ او خنډ د هغوی له درندو پښو سره چيتول او له ځمکې سره يې یو شان کول او هوارول، خو په پایله کې پخپله دوی لکه د څارویو د ژوول شوو بوسو په څېر اوړه او چيت شول. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فیل سورت د څلورم او پنځم [(۱۰۵:۴) او ۵] آیتونو تشریح:

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ. «تَرمی» له «رمی» څخه اخېستل شوی دی، د نښې نېولو، وېشتلو او خوشې کولو په معنا. «حِجَارَة» یعنې تيږه یا ووړ کاڼي. «سجّیل» غالباً د فارسي سنګ ګل دی، څرنګه چې په عربي ژبه کې «ګاف» نشته، ګِل د «جِل» په بڼه تلفظ کوي د سَنج[سنګ] او «جیل»[ګِل]، د «ج» دوه توري په یو بل کې ادغام شوي او د «سجّیل» په بڼه راغلی دی. او ابن عباس هم په دې اړه وايي چې دا لفظ د فارسي د سنګ او ګل معرب دی او مطلب ترې هاغه ډبرې دي چې د خاورې له خټوبي څخه جوړې شوې وي. په هر حال کې، د اورشیندي ویلي توکي او د ویلو توکو ډبرې چې د غرونو له منځه راوځي سمدم لکه د خټې او بهېدونکي خټوبي په څېر دي. خو کوم مهال چې په آسمان کې خپرېږي، د  تېزڅوکو ډبرو په بڼه اوړي او پر ځمکه اورېږي.موږ يې نمونې په تاریخ کې د پمپی په پېښه کې په یاد لرو . یا په نورو ښارونو کې، چې له کیندنو وروسته چې سرته ورسېدې، د انسانانو، هیکلونه چې د اورشیندي تر ایرو لاندې عیناً بشپړ ساتل شوي ول، د ساري په توګه یوه مور چې ماشوم يې په غېږ کې درلود، له خاورو را ویستلې وه. هاغه پېښه چې په پخوانیو مهالونو کې د ايټالیا په ښارونو کې واقع شوې وه په رښتیا چې هېښوونکي او عجیبه ده او همداسې واقعه عیناً د لوط د قوم لپاره هم پېښه شوې ده.   د ځمکې له جامد پوښ او پوټکي څخه د اورشیندي ویلو توکو په پرله پسې توګه، د راوتلو پر مهال، د کیماوي کړ او کړپایلو او له هغو د ولاړو شوو غازونو  له اغېزې چې په سختۍ د ځمکې پر پوټکي فشار راوړي، ناببره د ځمکې یوه برخه سورۍ کېږي چې له سختې او فوق العاده چاودنې سره مل وي، دا چاودنې هم فوق العاده غږ لري او هم د زلزلې لامل کېږي او ځمکې ته فوق العاده سخت ټکان ورکوي او ورپسې هم ویلي توکي [لاوا] لکه د اورښت په څېر په اورېدو پیل کوي.نو هغوی يې «تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ.» پیل والا يې د «سجّیل» له تیږو سره، له یو ډول خټډبرو او شنګېړ په توسه، په نښه کړل او هغه يې د پيلانو پر سر ور خوشې کړل. فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ. چې هغوی يې د ژوول شوو بوسو او وښو په څېر کړل، كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ. د «عصف» کليمه د نباتي پاڼو او خسو په معنا ده، او هم د نباتي دانو د پوټکي [پا] په معنا لکه د غنمو پوسته چې د هغې دانه يې خوړلي وي او د حبوباتو پوټکی لکه د لوبیا او نخود پوټکی چې دانې يې خوړلي شوې وي او هم لکه هاغه څيز چې د څارويو تر غاښونو لاندې ووړ او چيت شي او وژول شي چې خوړلو ته برابر شي.ځېنو هم ویلي دي: د «عصف مأکول» څخه مطلب، هاغه نباتي پاڼې دي چې آکال په کې پرېوتی وي، یعنې سپږیو او چینجیو خوړلې او فاسد کړې يې وي.    نو په «ترمیهم بحجارة من سجیل» کې دا چې د «ترمیهم» فعل د مؤنث په توګه کارول شوی دی، له قرېنې او د «طیراً) د کلیمې په اعتبار او د هغه نکره والی دی چې د «اسم جمع» مفهوم لري او د جمعې فاعل، فعل مؤنث کوي.بله کلیمه چې باید په اړه يې توضیح ورکړل شي، په دې آیت کې د «رمی» کلیمه ده. د «رمی» کلیمې معنا نښه نېول دي او له هغې څخه له تمبونې او فشار سره د لېږلو مفهوم اخېستل کېږي، هاغه فشار او ضربه چې د مرغانو په مښوکه یا سر کې [حتا تر ټولو ستر مارغه کې] د انګېرنې وړ ده زیات نه زیات کولی شي د نېول شوي هدف په جسم کې یو سوری رامنځته کړي! په داسې حال کې چې غره ته ورته د ابرهه پیلان له داسې څيز سره په نښه شول چې هغوی يې لکه د ژوول شوو وښو په څېر اوړه اوړه او ټوټه ټوټه کړل.نو «رمی» له پیليځ ځواک او فشار سره توغونه ده، په داسې حال کې چې د مرغانو په توسه د تېږو پرېښوونه یوازې د جاذبې ځواک له ځان سره لري چې دا ډول کړنې او عمل د هغوی حجم او وزن ته په پاملرنې له هغوی لېرې برېښي. اتفاقاً په قرآن کې (پر دې سورت سربېره) په یوازيني بل مورد کې چې د «ترمی» مؤنث فعل کارول شوی دی، دقیقاً دا ډول عمل پر هاغو سپرغیو چې له اوره پورته کېږي [یعنې سپرغۍ چې توغول کېږي] اطلاق شوی دی چې عیناً هماغه سپرغۍ دي چې د اورشیندي له چاودنې سره توغول شوې دي: لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ. إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ. [مرسلات ۳۱(۷۷:۳۱)او ۳۲].چې نه سیور ارتی [= واقعي ساتونکی] دی او نه د اور د لمبو مخه نیسي!. [چې] د ماڼۍ په څېر سپرغۍ توغوي [= د جبّارانو له ماڼیو یو غبرګون دی چې د هغو په پناه کې يې د تلپاتېتوب احساس کاوه!]. پورتنی آیت جهنمي وريځ په داسې ډول ستايي چې نه د سیوري خاصیت لري [د تودوخې له لګېدو پټوونکی] او نه د اور له سپرغیو نا اړمنتیا کوي [له هغه مخنيوی نه کوي]، هغه (اور) د ماڼۍ په څېر سپرغۍ توغوي!وايي نو هغه مهال فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ. «عَصف»، لکه څنګه چې مخکې وویل شول، وچو بوسو او وښو ته وايي؛ لکه قرآن  د رحمان سورت کې هم وايي «وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ » [رحمان ۱۲(۵۵:۱۲)]. او [هم] غلې دانې د [ساتونکي] پوټکي لرونکي او خوږبویه بوټي.په عربي ژبه کې د مني وچو پاڼو ته هم «عَصف» ویل کېږي. یعنې د ابرهه لښکر، له هاغه ستروالي سره سره، چې راغلي ول، چې هر څيز د خپلو پیلانو تر پښو لاندې چيت کړي، پخپله ددغو اورشیندو له بارو او ډېریو لاندې ووړ او چيت شول. «مَّأْكُولٍ» یعنې ژوول شوی او خوړل شوی څيز. یعنې هغوی لکه د خوړل شوو بوسو په څېر شول.د مخکينې سورت [د هُمَزَة سورت] په اړه مو نغوته درلوده چې دا دواړه سورتونه هم – لکه د قرآن د نورو سورتونو په څېر – یو تر بله اړیکه لري. په مخکيني سورت کې وايي  وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. وای پر هغوی چې د نورو د شخصیت د ووړولو او ماتولو قصد لري. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ. هغوی چې یوازې د مال په ټولولو او د هغوی د شمېر په زیاتولو پسې دي او انګيري چې له قدرت او مال سره چې تروړلی يې دی کولی شي په دنیا کې خالد او جاوید او تلپاتې اوسي. «كَلَّا لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ.» [همزة ۱(۱۰۴:۱)] چې توضیح مو ورکړې وه «حُطَمَة» هم یعنې ماتېدل، ووړيدل او چيتېدل او هغه څيز چې ماتوي او ووړوي.   د «نمل» په سورت کې هم وايي مېږیان چې کوم مهال د حضرت سلیمان لښکر ويني خپلو کې یو بل ته وايي: «لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ» [نمل ۱۸(۲۷:۱۸)] داسې نه چې سلیمان او د هغه لښکر مو تر پښو لاندې چيت کړي. اوس، د «همزه» سورت کې هم همدا وايي چې انسانان کله چې قدرت ته ورسيږي، غواړي نور تر پښو لاندې چيت کړي. او اوس يې اړیکه له دې سورت سره په څرګنده توګه ليدلی شو. د «همزه» په سورت کې یو نفساني او روحي وضع او بهیر له شخصي او فردي لامله بیانوي. چې همدا دنیاپالي او د نورو د حقونو تر پښو لاندې کول، رټل، او سپکول دي، او د فيل په سورت کې همدا نفساني وضع او بهير په سترو قدرتونو او ځواکونو پای ته رسيږي چې غواړي ملتونه واړه او چيت کړي او د نظامي او پوځي جهنمي دستګاه ګانو او سیستمونو په توسه يې تر پښو لاندې چيت کړي او وځپي؛ همدا ځواکونه چې پر خلکو ناپالم بمونه او د بمونو مور اچوي او یو نسل له منځه وړي او میلیونونه انسانان په عامه توګه قتلوي، ميلیونه انسانان ټپیان کوي او معلولوي، او هغوی بې کوره کوي. په تېره زمانه کې يې دا کار د ساري په توګه د فیل په توسه کاوه او د هاغو ورځو جهنمي ځواکونو وسایل او امکانات تر دې کچې ول، اوس د وسلو جوړولو کارخانې راز راز وسلې او جنګي وسیلې تولیدوي او د ملتونو پر سر سترې بلاوي راوړي چې د ویجاړۍ او وژنو د پراختیا له اړخه له تېر سره هيڅ د پرتلې وړ نه دي دا چې په مظلومو ملتونو کې یتیمان، کونډې او معلولین ترې پاتې کېږي دا يې سر باري دي. وسمهال کولی شي یو ملت له یو مخې یو ځل له منځه یوسي، څه د اتومي او هسته يي بمونو او څه د کیمیايي بمونو یا نورو ډاروونکو وسلو په توسه. که د مختلفو موسساتو او څیړنیزو مرکزونو راپورونه په دې اړه مطالعه کړئ په رښتیا چې هيښوونکي او ډاروونکي دي. که د قرآن آیتونو ته پاملرنه وکړو څرګندېږي چې څه ډول د انسان عمل پر طبیعت اثر غورځوي چې دا پخپله یو دقیق بحث دی او ځانګړې ژورې څېړنې ته اړتیا لري، سره له دې چې اوس ځېنې له دې مسئلو موږ ته پېژندل شوي دي. قرآن په ځلونو دې موضوع ته اشاره کړې ده چې کوم عذابونه چې پر مخکینیو امتونو نازل شوي دي د هغوی د خپلو عملونو او کړنو نتیجه او پایله ده.انسان له طبیعته بېل نه دی او داسې نه دی چې د انسان کړنې د جهان له ټولیز سیستم څخه بېلې او منفکې وي. د عالم د نظام ټولې اجزاوې په یو بل کې تاثیر لري. که د انسان ظلم او ځور او جنایت له بریده تېر شي، طبیعت هرومرو غبرګون څرګندوي. د ساري په توګه فرعون چې رود نیل د هغه د ډاډ او تکیه ځای وو، هغه پخپله او لښکر يې هم په هماغه ځای کې ډوب شول. یا د بېلګې په توګه د عاد قوم چې د ډاډ ځای يې د غره په زړه کې سترې ماڼۍ او کلک بنسټونه ول، په هماغه ځای کې تندر او ټکه پرې ولګېده او له منځه ولاړل. یا د شعیب قوم هم په همدې ډول. یا قارون چې سترې او درندې خزانې او زېرمې يې درلودې – نقل کوي چې یوازې کونجي ګانې يې دولس کسانو لېږدولې – هغه هم پخپله او هم کور او خزانې يې په ځمکه کې ننوتې او ډوبې شوې. نو د انسان د کړنو او طبیعت تر منځ یوه اړیکه شته.نو هر هغه څیز چې بشر هغه د ډاډ او تکیه ځای په توکه وګوماري هماغه به يې د نشت او له منځه تګ لامل شي. دا هاغه حقیقتونه دي چې په عالم او کایناتو کې شتون لري. چې البته ډېری له هغوی له علمي لیده موږ ته روښانه نه دي، خو قرآن هغه زموږ تر غوږونو رسولي دي او د انسان د عمل نتیجه او پایله يې د هاغه د خپل عمل پاداش او غبرګون ګڼلی دی.ددې سورت پایلامیز آیت، د «اصحاب الفیل» پاتې شوني د خوړل شوو یا ژوول شوو وښو یا بوسو په څېر څرګندوي [فجعلهم کعف مأکول]. داسې برېښي چې د «مأکول» د کليمې په کارولو کې یوه موخه شتون ولري  هغه دا چې ‌د ذهنونو پام د ژولو د عمل ورته والي ته له هاغه څه سره چې د «اصحاب الفیل» پر سر راغلي، واړوي. کومه مړۍ چې خورو، له مخکې په خوله کې د دریو ځواکونو تر اغیز لاندې تر ګومارلو وروسته خوړلو ته چمتو کېږي:

 ۱ ــ میخانیکي ځواک او هاغه ضربه چې د ژامو له حرکت سره بڼه نيسي او د غاښونو د مښودلو په ځواک بشپړيږي. ۲ ــ کیمیائي ځواک (د خوند ترشحات).

۳ ــ حرارتي ځواک (د خولې تودوخه).

داسې برېښی چې د اورشیندو د ویلي توکو وهونکی او د چاودنې ځواک هم د توغونې له ړومبنۍ ضربې سره او د اوبو د زیات بړاس له شتون سره چې معمولاً له هر اورشیندي سره مل دی او د اور شیندنې تودوخه چې په ټوله کې به د «اصحاب الفیل» د ووړولو او اوړه کولو لامل شوي وي. چې ورته والی يې له ژوولو او خوړلو سره څرګند دی.د «اصحاب الفیل» پېښه د لوط له قوم سره له ګډ ورته والي پرته چې د سجیل کلېمې د کارونې له مخې يې لري او د فیل او هود او حجر سورتونو د آیتونو په اعتبار مو پورته ورته نغوته وکړه، د قرآن په تصریح د «اصحاب الفیل» پېښه په هماغه سیمه کې واقع شوې ده چې د لوط قوم د اوسېدو سيمه وه او د هغوی نشتېدلو هلته بڼه نيولي ده. د حجر او صافات له سورتونو ځېنې آیتونه چې په لاندې توګه ورته اشاره کېږي ددغې واقعیت تأیېدوونکی دی:«وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ. وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ.» [صافات ۱۳۷(۳۷:۱۳۷)] او په حقیقت کې تاسو پر هغوی ګهیځ او ماښام تېرېږئ، آیا نو اندنه نه کوئ؟«فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ. فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ. إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ. وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ.»[حجر۷۶(۱۵:۷۶)] نو هغوی د لمر لګېدو پر مهال ډاروونکو نارو ونېول. نو هغوی مو لاندې باندې کړل او د سجیل له ډبرو مو پر هغوی اورښت واوراوه، په ريښتیني توګه په دې پېښه کې د غور او تحقیق د اهل لپاره نښانې شتون لري. او په تحقیق هغه (دټاټوبی په لارلیک کې) پاييدونکي لار ده.د لوط د قوم لپاره د مکې ځمکه د ټاټوبي په توګه له چاودنې او اورشيندی سره چې لکه د پردې په توګه پرې د هغوی فساد او فحشا ونغاړل شوه، همدا راز هاغه عذاب چې د سجّیل له اورښت سره پر پيلملانو واقع شو، څرګندوي چې د مکې غرنۍ سیمه اصولاً له پخوا څخه د داسې اووښتون او تحول لپاره چمتووالی او استعداد لري او اوسنۍ وضعه يې هم د داسې بڼې ښکارندوی ده.ددې ښار خلکو هم د اوشیندي او له آسمانه د هغې د ویلي توکو د اورښت په نسبت پخوانۍ اندنه او مخکینۍ آشنايي درلوده، چې نیغ په نیغه يې [د«اصحاب الفیل» په پېښه کې] هغه په خپلو سترګو ليدلي او یا يې په غیر مستقیمه توګه د پلرونو له لارې [د لوط د قوم په پېښه کې] ددې مسئلې په اړه علم موندلی وو، په داسې ډول چې د وحی او کتاب په دروغ ګڼلو کې يې څرګنداوه، خدایا که دا هماغه حق ستا له لورې وي نو پر موږ تيږي و اوروه.«وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِنْ كَانَ هَذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ» [انفال ۳۲(۸:۳۲)].او [دریاد کړه] هاغه مهال چې دوی وویل: ای خدایه! که دا [=قرآن] هماغه حق ستا له لورې دی، نو په دې توګه پر موږ د کاڼو [= د اورشیندو ویلو توکو] اورښت و ووروه! یا کوم دردناک عذاب راباندې راوله.د مکې د چاپېریال اوېجه لکه څنګه چې له بره، له آسمانه ننداره کېږي، له یوې مخې د اورشيندو له تور رنګو ډبرو سره پوښل شوی ده چې د پخوانیو اورشیندو ویلي توکو له بهیره يې بڼه نېولي ده. چې ددې اورشیندو چاودونکې بڼه د ځمکې باندینۍ سطحې ته نژدې له دننیو غازونو سرچینه نیسي.لکه څنګه چې مخکې وویل شول دا غازونه له ویلي شوو توکو توليدېږي د پاسني پوړ پرده په پرده کې را ټولېږي او له ګډون او تپل کېدو وروسته، د وتلو او آزادېدو لپاره د لارې په لټه کې، په ناڅاپي توګه بهرنی نازک پوښ اخوا کوي او له چاودنې اوسخت او شدید خروش سره د خوشي کېدو په توسه ځمکه لاندې باندې کوي [فجعلنا عالیها سافلها].هاغه څه چې آسمان ته توغول شوی [سجیل]، له خوځنده وريځو د ډېرۍ په بڼه [طیراً] چې په وار وار، جوپه جوپه، ډلې ډلې او غونډ غونډ  [ابابیل] توغول کېږي، په ټاکلو واټنونو کې د پېښې د داغو او سوځوونکو تیږو د غوزارونو تر ضربې لاندې د خوړل شوې او ژوول شوې غذا، وښو او پروړې په څېر واړه او اوړه کېږي. «فجعلهم کعصف مأکول»[هاغه څه چې په دې سورت کې، «اصحاب الفیل» ته د پېښېدو په اړه راغلي دي، په ټوله کې د ښاغلي جناب دوکتور یدالله سحابي له نظریاتو اخېستل شوی دی چې له قرآنه د خپلې ژورې پوهې او آګاهۍ په ډاډ او هاغه تبحر او تخصص چې د ځمکپېژندنې په علم کې لري، په دې اړه يې ارزښتمن تحقیقات کړي.]  کومه پېښه چې د لوط له قوم او «اصحاب الفیل» په اړه رامخته شوې ده، سره له دې چې په جوته توګه او د اوسنیو علومو له لیده د توجیه وړ ده او تاریخ هم زیاتې نمونې او ګواهۍ د پمپۍ، وزو، هرکولانا … او نورو ښارونو کې څرګندې کړي دي، خو هاغه څه چې دلته تر پام لاندې دي ددې پېښو اړیکه له پورتنیو قومونو د کړنو او لاسته راوړنو سره ده. دا سمه ده چې دا ډول پېښې په عادي توګه تل د نړۍ په ګوټونو او اړخونو کې پېښېږي خو له دې انکار نشو کولی چې د هستۍ په جهان کې د هغه له پېچلي او هېښوونکي نظام سره ټولې برخې او اجزاء یو پر بل متقابل آغېز لري او لکه د یو ماشین د اجزاؤ په څېر د یوې برنامې او موخې په چوپړ کې دي. په داسې ډول چې د ماشین د یوې وړې برخې خرابېدل کېدی شي د ټول ماشین د درېدو لامل شي.د قرآن د ښوونو پر بنسټ، د انسان عملونه او کړنې خارجي آغېزې لري چې په ځمکه او آسمان کې د انډولتیا او تعادل د له منځه تګ او فساد لامل کېږي. زموږ په خاورینه ځمکه کې میلیونونو لاملونو یو بل ته په لاس ورکولو او هم غږي کېدلو د انسان د ژوند غځېدو او تداوم ته ډګر برابر کړی دی. له پورتنیو لاملونو څخه د هر یو له ټاکلي او مقدر شوي همغږي چورليځ څخه په وتلو، په سیستم کې یو اختلال رامنځته کېږي. دا اختلال هماغه عذاب دی چې د هغې اصلي علت او انګيزه انسان دی. پر دې بنا د هر اختلال او عذاب ځمکه او ډګر په طبیعت کې شتون لري خو د هغوی راپاڅونه [بعثت]  د انسان په عمل پورې تړلی دی: « قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا…» [انعام ۶۵(۶:۶۵)] ووایه هغه قادر دی چې پر تاسو یو عذاب ستاسو له پاسه یا ستاسو د پښو له لاندی راوپاروي، یا تاسو تاسو ته د بیلتون اغوستن درواغوندي ….. داسې برېښي چې د «ابرهه» د لښکر استکبار [سرغړاوی] او استعلا [لوړاوی] د حبشې د ټولواک او د روم د ټولواکمن له پراختیا غوښتنونکو ښکېلاکګرو موخو او برنامو سره، د مکې د سیمې له دا ډول چمتووالي او استعداد سره همغږی او هممهالی وو. هاغه چې «ابرهه» د خپلو جنګي پیلانو په ډاډ د انسانانو د ژوند په لغتولو او چيتولو او د خدای د بندګانو د کور کوډلو په ویجاړولو سر ته رسولی وو، د داسې ډګر د پيليز برابروونکی شو او دا ډول عذاب يې راوپاروو او لکه څنګه چې هر فعل چې په ځمکه او اسمان کې   رامخته کېږي اصلي فاعل يې خدای دی، دا ډول عمل يې ځان ته نسبت ورکړی او فرماییلې يې دي: « الم ترکیف فعل ربک باصحاب الفیل».پاکه ربه موږ د داسې کړنو له پایلې بچ وساته چې په دنیا او آخرت کې د عذاب د پارولو لامل کېږي. [ربنا انّنا امنّا فاغفرلنا ذنوبنا و قِنا عذاب النار….] 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا