گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستانی طالبانوته دهند مرستی!
پاکستانی طالبانوته دهند مرستی!

پاکستانی طالبانوته دهند مرستی!

لکه څنګه چی خبر یاست دوه ورځی وړاندی د پاکستان د سولی د دڅیړنو د انستیتوت PIPS لخوا د دولسم سیمینار په ترځ کی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پر پاکستانی طالبانو TTP تور پوری کړ چی هغوی په  افغانستان کی د ځانګړو کړیو له لوری د هند لخوا د نغدو پیسو په شمول مرستی ترلاسه کوی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، اسلام اباد داسې شواهد لري چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) له هند څخه د افغان پراکسيانو له لارې پیسې ترلاسه کوي، اټکل کوي چې د TTP له 5000 څخه تر 6000 پورې وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.ښاغلي دراني د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه د یوه فکري مرکز له خوا په جوړ شوي پروګرام کې د وینا پر مهال وویل:

“که موږ د دوی کورنۍ هم شاملې کړو، نو شمېر به ۷۰ زرو ته ورسېږي.”د “افغان سوله او پخلاینې: د پاکستان ګټې او د پالیسۍ اهرمونه ” په اړه مشوره د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) لخوا تنظیم شوي د بحثونو لړۍ کې 12مه ناسته وه.آصف درانی ونه ویل چی په افغانستان کی کومی کړۍ تحریک طالبان پاکستان TTP ته د هند د مرستو په رسولو تورنی دی . خو ویل کیږی چی داشرف غنی په مشری د رانسکوری شوی اداری د ملی امنیت شورا لخوا  تحریک طالبان پاکستان TTP ته د هند دسفارت لوری برابری شوی مرستی په خوست او ننګرهار ولایت کی ځای پر ځای شویو د تحریک طالبان پاکستان TTP ډلی جنګیالیو ته منظمی مرستی ورکول کیدی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا