گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » رادیو ستاسو ښوونځی !
رادیو ستاسو ښوونځی !

رادیو ستاسو ښوونځی !

چنار رادیو یو کال وړاندې پریکړه وکړه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د هغو هېوادوالو لپاره چې له لیک لوست محروم پاتې شوي او یا هم د یولړ دلایلو له امله پکې نجونې له دې نعمت بې برخې دي د ( رادیو ستاسو ښوونځی) لړۍ پیل کړه . دغه خپرونې لومړۍ په خوست او کابل کې پیل شوې خو وروسته مو چې د هېوادوالو مینه او غوښتنه ولیده نو اړ شوو چې خپلې خپرونې لوګر ، میدان وردګو، ننګرهار،کونړ،غزني ،اروزګان ، کندهار، زابل ،هلمند ،غور،سمنګان ،پروان اولغمان ولایتونو ته هم وغځوو ،

دمګړۍ په یادو ولایتونو کې مونږ تر ۲۰۰۰۰ شل زرو پورې زده کوونکي لرو . مونږ لومړی د پښتو ، انکیسي او دري کتابونه تدریسول چې تر دریم ټولګي مو ورسول او له دې وروسته اسلامیات ، طبیعي علوم او اسان طب پیلوو . هر ټولګی مو ۴۵ ورځې دوام کوي او فارغو زده کونکو ته ځانګړي شهادتنامې ورکوو، هڅه مو داده چې د ښوونې او روزنې وزارت قانع کړو چې زمونږ شهادتنامې په رسمي توګه و مني او دوی یې هم تصدیق کړي . ددغه ښوونځي لپاره چنار رادیو ځانګړي کتابونه او کاري کتابچې چاپوي او د استاد محمد عمر اندېش له خوا تدریسیږي. چنار رادیو یوه خپلواکه او نا پیېلې رادیو ده چې د لیکوال او ژورنالېست د پوځي او سیاسي علومو ماستر محمد غفور مهیدي له خوا په شخصي لګښت تاءسیس او د ژورنالیزم ماستر سباوون مهیدي تر ریاست لاندې فعالیت کوي ،په کابل کې پر۹۵،۱ اوخوست کې پر۸۹،۸ د FM پرڅپو له تېرو۱۱کالونوراهیسې نشراتي خدامات ترسره کوي .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا