گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دقریش سوره دسولې اوامنبت پایله
دقریش سوره دسولې اوامنبت پایله

دقریش سوره دسولې اوامنبت پایله

    د «قریش» سورت مکي دی (۴) آیتونه یوه رکوع لري په تلاوت کې (۱۰۶)، په نزول کې (۲۹) سورت دی. د «التین» له سورت څخه وروسته نازل شوی دی. ددې سورت نوم د هغه د لومړي آیت د «قریش» له لفظه اخېستل شوی دی دا سورت د مفسـرینو د ستر اکثریت لخوا مکي ګڼل شوی دی او د مکي والي لپاره يې پخپله د سورت د متن «رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ» لفظونه شهادت ورکوي. او له بلې خوا د «فیل» سورت له مضمون سره  ددې سورت د مضمون ژوره اړیکه هم ددې ملاتړ کوي، چې کېدای شي ددې نزول، په هغه پسې له لږ مهالني واټن وروسته شوی وي. د دواړو سورتونو تر منځ ددغه تړاو پر بنسټ په سلف کې ځېنو لویانو دا ګڼله چې دا دواړه په اصل کې یو سورت دی، او دې انګېرنې پر دې بنسټ ملاتړ موندلی چې د حضـرت ابی بن کعب په مصحف کې دا دواړه سورتونه یو ځای یو په بل پسې داسې لیکل شوي ول چې  د دواړو تر منځ «بسم الله..» لیکل شوې نه وه، او بله دا چې حضـرت عمر (رض) یو ځلې دواړه سورتونه يو ځای پرله پسې، له کوم بېلتون پرته په نمانځه کې تلاوت کړي ول، لیکن دا رایه له دې وجې د منلو وړ نه ده چې؛ کله حـضرت عثمان (رض) د اصحابو د ستر شمېر په مرسته په دولتي توګه چې کومې نسخې ترتیب، تنظیم او ولیکلې، او د اسلامي هیوادونو مرکزونو ته يې ولېږلې، په هغوې کې د دواړو سورتونو تر منځ [بسم الله] لېکلې وه او له هاغه مهاله تر اوسه د نړۍ په ټولو مصحفونو کې د بېلو بېلو سورتونو په توګه منل شوې او لیکل کيږي. سربېره پر دې د دواړو سورتونو د بیان انداز یو له بله دومره بېل دی چې په څرګنده توګه دوه بېل بېل سورتونه بریښي. د تلاوت په لړ کې له دې څخه مخکينی سورت «فیل» دی، له مخکيني سورت [فیل] سره ددې سورت اړیکه او ورته والی او د هغوی د مفهومونو او مضمونونو تر منځ تړاو تر دې بریده ژور او څرګند دی چې حتا ځېنو مفسرینو دا دواړه سورتونه، لکه د انشـراح او ضحی د سورتونو په څېر، د یوګوني سورت  په توګه ګڼلي، توصیه يې کړې ده چې په نمونځونو کې یو په بل پسې وویل شي. د ځېنو نورو په اعتقاد، د «لایلاف» کلیمه چې د قریش سورت په پیل کې راغلې ده، [چې د فیل سورت په یو له افعالو یا د هغه عمومي مضمون پورې اړه لري] دا رسوي چې له هاغه څه سره چې د «اصحاب فیل» پر سر راغلل، د «ایلاف قریش» سریزه او ډګر برابر شو. په هر حال کې هر دواړه سورتونه، مستقیم یا غیر مستقیم، د کعبې او قریشو د موقعیت او ځایګي پر چورليځ څرخېږي او ددې کور نقش او د راتلونکي لپاره د هغې د څارونکو او پاسوالانو دريځ څرګندوي. له تاریخي او ټولنپېژندنې لیده داسې برېښي چې د ابرهه د لښکر ناببره ماته او نشت کېدل، او په شاوخوا اطراف او چاپېریال کې يې د ماتې او نابودۍ د آوازې خپرېدل د کعبې د پوړ او قدر او د قرېشو د مقام او موقعیت د پورته کېدو لامل شو تر دې بریده چې له هغې وروسته ډېریو زیاتو زیارت کوونکو به چې د کعبي پر لور حرکت کاوه هغه يې د یو ټیکاو مرکزیت په توګه مونده او د هغه له امنیته، چې له ډار سره شامل درناوي له لامله رامنځته شوی وو، د لوټمارو قبیلو تر منځ تجارتي سفرونه شوني شول او داسې یو «الفت» څرګند او وپنځېد چې تر دې مخکې يې مخینه نه درلوده.د داسې یو تحول او اووښتون لپاره، د ځمکې او ډګر په برابرولو کې، د پالونکي څښتن د روزنې او تدبیر لاس دی چې د هغه نوم ددې اووښتون او تحول چورلیځ ګڼل کېږي. په زړه پورې دا چې د خدای تعالی د نېکو نومونو له منځه، یوازې د «رب» نوم په دې دوو سورتونو کې کارول شوی چې ددې کور د امنیت او حریم په ساتلو کې د انسانانو د «تربیت» او د هغوی د زړونو د تألیف په خاطر د هغه «ربوبیت» څرګند کړي؛ چې د بقره سورت په ۱۲۶ آیت کې او همدا راز له لږ توپیر سره د ابراهیم سورت په ۳۵ آیت کې تکرار شوی دی:    «وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ …» او [دریاد کړئ] هغه مهال، چې ابراهیم [د دعا په مقام کې] وویل: پالونکی څښتنه! دا [اوېجه، د دښمنو قبیلو له قتل او لوټمار څخه وساته او دا] د امن ښار کړه، او له اهل څخه يې هاغو کسانو ته چې پر الله او آخرت يې ایمان راوړی، له مېوې [او حاصلاتو] روزي ورکړه… هاغه اوېجه چې ابراهيم پکې دا کور بیا ودان کړ، د قرآن په تعبیر، «واد غیر ذی زرع» [د کرکیلي لپاره له استعداد او چمتووالي پرته وادي] ده. له «وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ …» آیت او له «وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ …» آیت څخه پوهېدی شو چې دې کور له پخوا څخه مخینه درلوده. [قصص ۸ (۲۸:۸) او  بقره ۱۲۷(۲:۱۲۷)]په داسې شرایطو کې چې د کرکیلې لپاره ناوړه او ناسم دي، یوشمېر خلکو د سختۍ او ستونزو په متن کې او د فقر او بېوزلۍ او محرومیت په انتها کې په لېرې پرتو خپرو او ګډو وډو قبیلو کې، له یو بل سره د دښمنۍ په حال کې ژوند کاوه او تل پر ګاونډیو او د څنګ او ګاونډ  پر سیمو له تیري سره د یو بل په قتل او لوټمار بوخت ول. د داسې خلکو په سرکښ طبیعت کې چې د چاپیریال د لاملونو له کبله په وحشت، بیدیا مېشتۍ او بیابان ګرځۍکې  پاتي شوي ول، د زړونو د تألیف او یووالي، مینې او محبت لپاره کومې ځمکې او ډګر شتون نه درلود، خو د ابراهیم او د هغه د زوی په لاس ددې کور له بیا ودانۍ سره او د هاغه حـضرت دعا چې د هغه د زوزات پر لور د خلکو د زړونو د څکولو او راتاوولو لپاره وه، د هغه زوزات ددې کور او د هغه د توحیدي ارزښت پاسوالان ول، په تدریجي توګه ورو ورو دا هیله يې پوره شوه او (د توحش او تنفر پر ځای) د مینې او محبت او الفت ځمکه او ډګر برابر شو او خلکو ددغه الهي څراغ د هدایت د رڼا په وړانګو کې یو تر بله پیوند وخوړ او یو ځای شول. د ابراهیم سورت ۳۷ آیت :«رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ  عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ» [ابراهیم ۳۷ (۱۴:۳۷)] پالونکی څښتنه، ما [هاجر او یو] له خپل زوزاته په یوه داسې دره کې چې د کر کېلې وړتیا نه لرې [= بې اوبو او بې وښو ده]، ستا د بیت الحرام تر څنګ مېشت کړي دي؛ پالونکی څښتنه، چې صلات [= له شرکه لېري خدای پلټنه او توحیدي مخ کونه]  قایم [او اوچت] کړي؛ نو د یو شمېر خلکو زړونه ددوی لور ته راتاو او لیوال کړه  او [په داسې یوه وچه او شاړه اوېجه کې] له محصولاتو څخه ورته روزي وروبښه، چې د نعمت منندوی  شي.هاغه پېښه چې د ابراهیم د بشپړترین زوزات له زېږېدنې سره هم مهاله وه، چې د هغه د شریعت بشپړونکی او دهغه د هیلو پایلامه وو، د الهي امن پر حرم د تیریګرو [اصحاب فیل] له نشتېدو سره پایته ورسېده او ددې کور پر ارزښت، موقعیت او مرکزیت له پخوا لا نوره زیاتونه وشوه، او د بې رحمو، بې عاطفې ترېدلو وګړو تر منځ يې د الفت او تړون لپاره ډېرې ځمکې او ډګرونه برابر کړل. د بقره سورت ۱۲۹ آیت: «رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ» [بقره۱۲۹(۲:۱۲۹)] پالونکی څښتنه، او د هغوی [= الهي ربوبیت ته تسلیم شوو کسانو] په منځ کې له هغوی یو استازی غوره کړه چې ستا آیتونه هغوی ته ولولي او کتاب او حکمت هغوی ته ور زده کړي  او [له ناولتوبه يې] سپېڅلي کړي، چې همدا ته، یوازې ته عزتمن حکیم يې.ګواکې د قریش سورت په پای کې له لوږې څخه د مړښت او له ډار څخه د امنیت نغوته «الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ» د کور د لومړي بنسټګر د هماغې دعا منل کېدل دي چې ددې کور د اهل لپاره يې هېله او آرزو کړې وه.ددې کور اړوند، د حضرت ابراهيم په دعاګانو کې، په یو شان (د الله پر ځای) د «رب» نوم تکرار شوی دی. په دې دوو سورتونو کې هم د «رب» نوم ته ځانګړې پاملرنه شوې ده:(أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ)     (فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ).     [ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا، رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ،   رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ،   رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ، رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ …]لکه څنګه چې وویل شول د پالونکي څښتن حکیمانه تدبیر دا راز اقتضا کوله چې د هغه د «ربوبیت» په سیوري کې او د امن و امان په حریم کې چې هغه ګومارلی دی، بې فرهنګه، بې ایمانه او بې ادبه خلک «تربیت» شي [وروزل شي] او د مثبتو صفتونو لکه غیرت، سخاوت، مروت، شجاعت، صراحت او… له پانګې سره [چې د صحرا په سختو شرایطو کې يې د فقر او محرومیت په شتون کې له ژونده لاسته راوړي دي] الفت ومومي، له شرک او وهمونو څخه آزاد شي، او نورو بندګانو ته د داسې رسالت پیغام راوړونکي او مبلغین شي.نو په تیر سورت کې يې دا خبره څرګنده کړې ده چې په دې اوېجه کې چې کوم امن و امان شتون لري ددغې کور له برکت او لامله دی او په دې سورت کې يې  دا موضوع څرګنده کړي ده چې؛ په دې اوېجه کې چې د رزق، شتمنۍاو سوکالۍ کومې وسیلې شتون لري، د هغې لارې او دړې هم ددې کور له برکته پرانېستل شوي دي. نو له همدې کبله حق خو دادی چې ددې کور د پالونکي څښتن عبادت وکړل شي او د پالونکي څښتن [ربّ] په دې حق کې نور شریک نکړل شي.  له یوه ښه نظام او اداري سیستم څخه چې کوم برکتونه او سوکالي ښاریانو ته په برخه کېږي دا دوه څيزونه يې د لړلیک په سر کې دي: امنیت او رزق. د مکې په اوېجه کې دا دواړه برکتونه د ابراهیم (ع) د دعا په برکت د بیت الله تر بیا ودانولو وروسته قریشو ته حاصل شول. نو ددې فطري حق دا وو چې په ټوله کې د هغوی تړاو د واحد او لاشریک خدای سره وای، خو قریش په شرک کې مبتلا شول او د ابراهیم (ع) په لاس بیا ودان شوی کور يې له بو تانو ډک کړ. هغوی ته وايي چې له دې کور سره د خپل تړاو ډول او بڼه مه هیروئ. دا کور هغوی ته خدای تعالی د امانت په توګه ورکړی وو، چې له برکته يې هغوی په امن کې شول او د رزق او روزۍ لارې ورته پرانېستل شوې، چې په پایله کې يې رزق او روزي پراخه شوه. که هغوی ددې کورد پالونکي څښتن [ربّ] نا شکري وکړه تاسو یاد ساتئ چې ددې کور د پاسوالۍ او څارنې شرف به له لاسه ورکړي اوله دې سره به هم ټول روحاني اومادي برکتونه چې ددې کورله برکته حاصل شوي پای ته ورسېږي.په دې سورت کې یې لومړی ددغه تړاود ځانګړي ډول لور ته نغوته کړې چې قریشو ته د مکې داوېجې او بیت الله سره لاسته ورغلی وو، بیا يې له تجارتي سفرونو سره د هغوی تړاو ته اشاره کړې ده چې په دوبي او ژمي کې هغوی مجبورول، هرو مرو يې سر ته ورسوي او د هغوی د ژوند ټولو مادي سوکالیو ورپورې تړاو درلود، د هغوی په اقتصادي ژوند کې د ویني بهیر له همدې تجارتي سفرونو څخه وو، چې د بریالیتوب تضمین يې د بیت الله د تولیّت له لامله ورته حاصل شوی وو، چې له دې شرفه د محرومیّت په حالت کې يې دا درجه حاصلولی نه شوه، کومې لارې چې د نورو لپاره محفوظې نه وې او نور به تل د لوټمار او تالان سره مخامخ ول، اوتل به په وېره او ډار له دې لارو تېرېدل، خو د قرېشو د تجارتي قافلو د ساتنې او حفاظت لپاره به پر لارې پرتو قبیلو ورته بدرګه برابروله. اوس چې خدای تعالی داسې خلکو ته له سختې او وژونکي لوږي اود عمومي ناامنۍ څخه ددې «بیت» [کور] په برکتناک سیوري کې نجات ورکړی دی، تردې بریده چې په ژمي او دوبي کې د عربستان ختيځ او لويديځ ته د تجارت لپاره آزادانه سفر وکړي، ښايي چې د هغه «ربوبیت» ته [نه دنیايي راز رازاربابانو ته] غاړه کېږدي اود هغه په نسبت تسلیم اوتعبد ولري «فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ». د مفسرینو په وینا، قریشو په ژمي کې د یمن لورته او په اوړي کې د شام لورته (په لويديځ کې) خپل تجارتي کاروانونه رهي کول. باید پاملرنه ولرل شي چې د پيغمبرهم مهالي مشـرکین، لکه د نوروانبیائو د هم مهالومشرکینو په څېر،له «الله» منکرنه ول، بلکې له ربوبیت او رحمانیت څخه يې انکارکاوه.آیا په اوسنۍ زمانه کې له مسلمانانو څخه په عمومي توګه اوددې کورله متولیانوڅخه چې د زبرځواکو ولایت ته يې غاړه ایښې وي، په خاصه توګه دا ډول انتظارنه شي کېدای؟

لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾  د قریشو [= د مکې خلک/ د پیغمبر کورنئ] تر منځ د تړون [او مینې د شکرانې] لپاره(۱)إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ﴿۲﴾د هغوی الفت [او تړون چې] د ژمني او دوبني کوچ [او لېږد] سره دی(۲) [چې د سوداګرئ لپاره یا د سختې تودوخې څخه د تېښتې له کبله له ګډوډۍ سره مخامخ ول]، ۱ ـ ګډ ارمان، او مشترکه موخه او هدف د قوم او ملت د وګړو تر منځ  د یووالي او تړون لامل ګڼل کېږي. د عربستان په ټاپووزمه کې سر تر سره ګډې وډې او خپرې قبېلې پرله پسې تل په خپلو کې له یو بل سره په جنګ او یرغل او قتل او لوټمار کې وې، د مکې له حریم پرته چې د کعبې په حرمت او د هغې د امنیّت په سېوري کي، پخوانیو دښمنانو کولی شو د یو بل په څنګ کې په ډاډه توګه په راکړې ورکړې او عبادت بوخت شي پاملرنه او غور ورته وکړي او په امنیت کې تجارت او عبادت وکړي.د اسلام د پيغمبر له ظهور او د قرآن له نزول سره سم هاغه الفت او تړاو چې قریشو او د مکې محدود حریم ته ځانګړی وو، په تدریج ورو ورو عمومیت او پراختیا وموندله او د ټولې ټاپووزمې دښمنې قبیلې يې له یو بل سره ونښلولې او د اسلام د سولې او پوخلاېنې آیین په نعمت یو له بل سره ورونه شول [آل عمران ۱۰۳(۳:۱۰۳)]، داسې یوه ورورولي او الفت چې د ځمکې د ټولو شتمنیو په بیه هم کېدونی نه وو: «وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ …»[انفال ۶۳(۸:۶۳)].د دوست او دښمن تر منځ د داسې یووالي او الفت د تداوم او غځونې لپاره، خدای تعالی د ملي بودجې [بیت المال] د اته ګونو موردونو څخه یو يې د زړونو څکونې او تالیف ته ځانګړی کړی دی. «مُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ» [توبه۶۰(۹:۶۰)] په عربي ژبه کې زر «اَلْف» نومول کېږي چې د یویزونو تر منځ د اُلفت انځور دی!۲ ـ د مکې ډبریني ځمکې، سوزوونکي هوا او تنګې درې ددې سیمې له خلکو څخه د کرکيلې او څارویو روزنې د کیدون وړتیا اخېستی وه او ژمني او دوبني کوچ او لېږدېدنې ته د تجارت لپاره د شام په لور [په لویدیزکې] یا یمن ته [په ختیز کې] مجبورول. او په سختو شرایطو کې به يې کورنۍ معتدلو سیمو ته ایلبندونو او بانډو ته یا د اطرافو آبادیو ته لېږلې. ګاونډیانو هم کعبې ته د درناوي په پاس پر مکې له یرغل اود ښارله لوټ کولواودهغوی پرتجارتي کاروانونو له داړو اچولوڅخه معمولاً ځان ساته.لکه څنګه چې مخکې مو نغوته وکړه د «قریش» سورة، له دې څخه د مخکې سورة [«فیل»] سره ډېره ظریفه اړیکه لري. د «فیل» په سورة کې د «اصحاب فیل» پېښه نقل شوې ده چې په جوته توګه له کعبې او د قریش له قوم سره اړیکه لري، او د «قریش» په سورة کې بیا هم خبره له همدغه قوم څخه ده. لکه څنګه چې مو مخکې هم ویلي، د قرآن سورتونه د غاړکۍ د کړیو په څېر، یو تر بله اړیکه لري. په دې سورة کې بحث دادی چې کوم لامل سبب شو چې قریش قوم پخپلو کې الفت وموند.  دا سورت پر قریشو د ښېګڼې او لورېنې یادونه کوي چې خدای تعالی په دې توګه د یوې دفاع په توسه چې له مکې څخه يې وکړه تاسو يې د نورو په نظرونو کې د درناوي او قدر وړ وګرځولئ چې له بشپړ امنیت سره، پرته له دې چې د لارې شوکوونکي پر تاسو ډاکه وغورځوي، وکولی شئ د تجارت په موخې دوبنۍ او ژمنۍ کوچېدنې سرته ورسوئ، او ورپسې د «بيت» د پالونکي څښتن عبادت او نمانځنې او توحید ته بلنه ورکوي.   لکه څنګه چې مو مخکې نغوته کړې؛ په عربستان کې مېشت لوټمار قومونه تل له یو بل سره د جنګ په حالت کې ول؛ خو د ابراهیم او زوی په توسه يې د توحید د مکتب د بنسټ ایښوونې له مهاله او له هغه څخه په وروسته نسلونو کې يې، دا توحیدي مرکز، د پيړیو په اوږدو کې، د ښاغلو او مخورو وګړو په همت چې د آيين او پخوانیو مناسکو څارونکي او پاسوالان ول، د عربو وحشـي او بیدیامېشتو قبیلو ته د منلو او درناوي وړ وګرځېد او ورو ورو په مکه کې یو امنیت رامنځته شو چې هغه ځای يې په اقتصادي پَلځای او مرکز تبدیل کړ، په داسې ډول چې له اطرافو او شاوخوا څخه به، سوداګر هلته راتلل او راکړه ورکړه به يې کوله. یوه له قبیلو چې په مکه کې يې بڼه ونيوله، قریش ول. قریش د کسب په معنا دی؛ څرنګه چې قریش د نضـر بن کنانه له نژاده ول او په کسب او تجارت کې يې ژوند کاوه،  چې د پیغمبر د ستر نیکه قُصَیّ بن کلاب تر زمانې پورې په حجاز کې خپاره ول. په لومړي ځل قُصی هغوی په مکه کې راټول کړل او د «بیت الله» تولیّت او پالنه ددې قبېلې په لاس کې ورغله. نو پر دې بنا يې قُصَیّ ته د مُجَمِّع (راټولوونکي) لقب ورکړی؛ نوموړي د خپل اوچت درایت او تدبر په توسه په مکه کې د یو ښاري نظام بنسټ کېښود، او د عربو له ټولو لورو څخه د راتلونکو حاجیانو د چوپړ او خدمت لپاره يې بهترین انتظام وکړ، چې له اغېزې يې د عربو د ټولو قبیلو په منځ کې او په ټولو سیمو کې د قریشو اثر او مخورتیا ورو ورو مخ په زیاتېدو شوه؛له قصی وروسته يې د هغه د زامنو [عبدمناف او عبدالدار] تر منځ د مکې د نظام منصبونه وویشل شو، خو په دوی دواړو کې «عبدمناف» چې لا د خپل پلار له زمانې نومیالی او مخور شوی وو او په عربو کې د هغه شرف او مخورتیا ورځ تر بلې زیاته منل کېده. عبد مناف څلور زامن درلودل؛ «هاشم»، «عبدشمس»، «مطلب» او «نوفل».  له دوی څخه «هاشم» چې د «عبدالمطلب» پلار او د پیغمبر غور نیکه وو؛ تر نورو ټولو مخکې په دې فکر کې شو چې په نړیوال تجارت او سوداګرۍ کې برخه واخلي، د عربو قبیلې چې د لوېدیځ پر لور د شام او مـصر پر لارو پرتې وې؛ د هغوی لپاره به يې د نورو سوداګریزو توکو تر څنګ ددې قبیلو د ضرورت وړ توکي هم راوړل چې پر لارو پرتو قبیلو ترې پېرودل، او د مکې په دنني منډوي کې هم سوداګرو د توکو د پېرودلو لپاره راتګ پیل کړ. دا هاغه زمانه وه چې د ایران ساساني حکومت پر هاغه نړیوال تجارت چې د شمالي سیمو او فارس خلیج له لارو د رومي سلطنت او شرقي هیوادونو تر منځ کېده، خپلې منګولې خښې کړې وې، نو ځکه له جنوبي عربو څخه د احمر بحيرې ساحل په څنګ څنګ کې کومه تجارتي لار چې د شام او مصـر پر لور تلله، په دې لارلیکه، چې تجارت او کاروبار ډېر ګټور او ځلېدلی وو؛د نورو عربو قبیلو پرتله قریش له دې اسانتیا برخمن ول چې په لارو کې ټولو عربو قبیلو د بیت الله د چوپړتيا او خدمت کولو له کبله د هغوی ډېر عزت او درناوی کاوه، د حج پر مهال چې د قریشو وګړو په ډېره مهربانه او عزتمنه بڼه په ډېر اخلاص او آزاد لاس د حاجیانو خدمت کاوه، له دې لامله ټول عرب يې احسانمن او منندوی ول. د قریشو تجارتي قافلې له دې اړخه ډېرې ډاډه وې، چې ګوندې په لاره کې به پرې څوک ډاکه واچوي او یا به يې لوټ کړي، په لاره کې پرتو قبیلو به ترې د لار تېرېدنې مالیه هم نه اخېسته، سره ددې چې له نورو قبیلو څخه به يې ډېره درنه مالیه اخېسته. هاشم له دې موقعیته په ګټې اخېستو خپل تجارت پراخ کړ، او خپل نور ورونه يې هم په دې تجارتي پروژې کې شامل کړل، او هر یو له شاوخوا هیوادونو سره تجارتي اړیکي ټینګې کړې، او په دې توګه ددې خلکو تجارت په ډېره بیړه پرمختګ وکړ، له همدې کبله دا څلور ورونه د متجّرین [سوداګرو] په نامه مشهور شول او کومې اړیکي او تړاوونه يې چې د ګرد چاپېره قبیلو او هیوادونو سره ټينګ کړي ول د هغې له کبله يې هغوی ته «اصحاب الایلاف» هم ویل؛ چې معنايې ده [الفت پیدا کوونکي].د دغې کاروبار او تجارت له امله قریشو وګړو ته د شام، مـصر، عراق، ایران، یمن، او حبشې له هیوادونو سره د اړیکو او تړاوونو ډېرې زمېنې او ډګرونه برابر شول، او د مختلفو هیوادونو له کولتور او تهذیب سره د نېغ په نېغه مخينې د پیدا کېدو له امله د هغوی د لید معیار او انډول دومره اوچت لاړ چې د عربو کومې بلې قبیلې ورسره سیالي نه شوه کولی. د مال او شتمنیو په اعتبار هم هغوی په عربو کې پر ټولو بر ول او مکه د عربي ټاپووزمې تر ټولو مهم تجارتي مرکز شو. ددې نړیوالو اړیکو یو ستره فایده دا هم وه چې دې خلکو له عراقه هاغه رسم الخط [لیک بڼه] راوړ[ه]، چې وروسته د قرآن مجید د لیکلو لپاره استعمال شو[ه]. د عربو په کومې بلې قبېلې کې دومره زیات لیکونکي لوستونکي خلک نه ول، څومره چې په قریشو کې ول. لنډه داچې د «عبد مناف» په زامنو کې تر ټولو نومیالی، مشهور او مخور همدا «هاشم» وو چې د حاجیانو د خدمت او چوپړ سره سره ډېر سخاوتمن او زړه سواندی سړی وو؛ کوم کال چې په مکه کې ډېره سخته قحطي شوه، همدې «هاشم» چې تر ټولو بډای سړی وو، خپله ټوله شتمني د خلکو تر منځ وویشله؛ چې له دې وروسته د هغه او د قریش کورنۍ د کرامت، سخاوت او بښنګرۍ آوازه په ټول عربستان کې خپره او وپیچل شوه. په واقعیت کې، له همدې ميني، محبت او انسانیت څرګندونې له لامله قریش معروف او مشهور شول.په دې ترتیب قریش ورځ تر بلې د خلکو تر منځ د ځانګړي اعتبار څښتنان شول تر هاشم وروسته دا اعتبار د هغه زوزات ته ولېږدېده او عبدالمطلب د حـضرت رسول نيکه تر ټولو مخور او مشهور وو او د نورو ټولو تر منځ د ځانګړي مقام څښتن وو، د همدې مهال سره سم، چې قریش د شهرت او اعتبار په لوړه څوکه کې ول، پر مکه د ابرهه د یرغل پېښه رامنځته شوه. تاسو ته څرګنده ده چې ابرهه غوښتل پر مکه یرغل وکړي او کعبه ړنګه کړي، او یو ستر لښکر يې له ځانګړي ساز او سامان سره له پیلانو سره مل د مکي پر لور مارش کړ، چې په دې ترتیب د کعبې تقدس او د قریشو اعتبار له منځه یوسي او همدا راز  د شام او مکې تر منځ تجارتي لار هم په خپله ولکه کې واخلي. خو الله تعالی د هغوی کید او چل ول خنثی او ناکام کړ، او ابرهه يې، د هغه له ستر لښکر او پیلانو سره یو ځای د اورشیندي د لاوا په توسه له منځه یوړل، او لکه د ژوول شوو بوسو او وښو په څېر شول چې داستان يې په مخکیني سورت کې تشریح شوی دی. خو ولي د عربو مختلفو څانګو او دړو له یو بل سره الفت پیدا کړ او څنګه وشول چې په دې ټاپووزمه کې، چې ټول د جنګ او لوټمار په حال کې ول، یوځلې ناببره اختلافونه يې له منځه ولاړل او د سولې لارې ته سم شول؟ … پوهېږو چې اصلاً د قبیلوي ژوند ذات او طبیعت د جنګ تقاضا لري. عربو ملیت نه درلود او هيڅکله يې د حکومت په نامه ځواک تجربه کړی نه وو او د هغوی تر منځ د دولت بنسټ نه وو اېښوول شوی، هغوی اصلاً پانګه نه درلوده. پر دې بنا په دې نظام کې، هاغه چا کولی شو ژوند ته پایښت ورکړي چې قبیلوي نظامونو پورې تړاو ولري. لازمي وه چې د خپلې قبيلې په نسبت تعصب وپالي؛ باید له ځانه يې غیرت او مېړانه ښوولی، چون ټولې قبیلې پرله پسې یو تر بله د جنګ په حالت کې وې، او د هغوی تر منځ د یووالي او الفت لپاره هيڅ لامل شتون نه درلود.اوس له دې مخیني سره، فرمايي: لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ. د لِإِيلَافِ دا «لام» مخکیني سورت او د «اصحاب فیل» هغه داستان ته ورګرځي. یعنې لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ. د مخکیني سورت په یو له افعالو پورې اړوند دی ـ  أَلَمْ تَرَ، کَیْفَ فَعَلَ، اَلَمْ یَجْعَلْ، فَاَرْسَلَ، فَجَعَلَهُمْ، یا ددې افعالو څخه د اخېستل شوي مضمون په یو پورې اړه لري. نو پر دې بنا د ایلاف فاعل هماغه ددې افعالو فاعل [ربک] دی، او قریش مضاف الیه او د ایلاف مفعول دی. او د [لایلاف] لام هاغه پایله او نتیجه څرګندوي چې له دې فعلونو څخه لاسته راځي [لدې سره سره، اصلي موخه يې یوازې همدا نتیجه نه ده ـ  لکه: «فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا …» [قصص۸(۲۸:۸)] «نو (د نیل په رود کې د موسی له خوشې کولو وروسته) کله چې فرعونیانو هغه (له اوبو) ونيو چې (پرته له دې چې هغوی متوجه شي) د هغوی د دښمنۍ او اندېښنو سرچینه شي»].ستا پالونکي څښتن هم د «اصحاب فیل» سره همداسې وکړل او د هغوی چل ول او نیرنګ يې ګډوډ او ناکام کړ او د سجیل په توسه يې نشت او نابود کړل، خو خدای تعالی ولې د «فیل اصحاب» نشت او نابود کړل او د هغوی کید او چل ول يې خنثی کړ، د څه لپاره؟ لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ. د قریشو تر منځ د الفت، او همدا راز د قریشو او نورو تر منځ د الفت او پيوند د رامنځته کولو لپاره. په واقعیت کې همدا د قریشو الفت د قبیله يي ژوند په هاغو سختو او لواړو شرایطو او اوصافو کې، پخپله د عادت پر خلاف او لکه د معجزې په څېر وو، ځکه؛ په هاغو شرایطو کې چې د حجاز عربو ژوند کاوه، د ژوند اساس او پایښت يې  پر طایفه، قوم او قبیله او د هغه په نسبت د تعصب پر بنسټ ولاړ وو.  د هرې طایفې او ورپسې د هرې قبیلې خلک باید په خپلو کې الفت ولري او د خپلې قبیلې په نسبت متعصب اوسي او له نورو قبیلو سره خپل ځان ناآشنا او پردی وګڼي چې وکولی شي خپل ځان او خپله قبیله وژغوري. دا د قبیلوي او بیدیايې ژوند ټولیزه او عموي طریقه ده، په داسې ډول چې که کله کومې قبیلې یا طایفې به له کومې بلې قبیلې یا طایفې سره تړون کاوه او یو تر بله به يې کوم الفت څرګنداوه، ددغو دواړو قبیلو سره ددرېمې او دښمنې قبیلي د وحشت او جنګ له لامله وو، او همدا چې د دواړو شریک دښمن به له منځه تله، همدا دواړه قبیلې به په خپلو کې وحشت او دښمنۍ ته بیرته ستنېدلې. د بیدیايي قبیلو تر منځ د دښمنۍ او وحشت خوی، د هغوی د ژوند له وضعي او د توکو او شتمنیو له کمښته سرچينه نيسـي، ځکه د دا راز قبیلو د ژوند تېرولو سرچینه په مختلفو نقطو کې محدود څړځایونه دي چې د موسمي اورښتونو په توسه هلته ګیاه ګانې ټوکيږي، او ډيری وختونو به همدا څړځایونو د وچکالۍ له اغېزې د هغوی د څارویو د روزۍ لپاره بسنه نه کوله، له همدې لامله د خپل ځان او څارویو د ژوند لپاره يې باید پرله پسې له یوه ځایه بل ځای ته کوچ کاوه او په مناسبو او وړ سیمو کې د ځای نیولو لپاره باید د جنګ، یرغل او لوټمار په حالت کې يې ژوند کاوه، او تل د مختلفو سیمو د دفاع یا لوټمار او یرغل لپاره خپل ځان باید چمتو وساتي.پر دې بنا لوټماري او توحش د بیدیاوي ژوند له توکو او ضرورتونو څخه دی او ددې خوی د پلي کولو او د ژوند غځېدو لپاره باید په بدني ځواک او غیرت او د خپلې قبیلې په نسبت پر تعصب تکیه وکړي، او تل د خپل چاپیریال په اړه هوښیار او د لوټمارۍ یا دفاع لپاره چمتو اوسي. او څرنګه چې د دا راز ژوند له توکو او اغیزو څخه، آزادي، شجاعت، زړورتیا، صراحت، څرګندتیا، سوچه والی او ميړنتوب دی، په داسې چاپيریال کې د هغه په تولیدي او اقتصادي ډګر او ځمکه کې، دولت د هغه په عمومي مفهوم نه ټوکيږي، ځکه دداسې خلکو د آزادګۍاو سرکښۍ خوی د حکومت او قانون د منلو زغم نلري او هم، دا چې د مالي ادارې او د مالیاتو ورکولو لپاره د حاصلاتو، تولیداتو او لاسته راوړنو سرچینه نلري. او څرنګه چې  عربو قبیلو په وچو، بې اوبو او بې وښو ځمکو کې يې ژوند کاوه، په دوی کې سرکښ طبیعت او قبیلوي تعصب دومره سخت تر او ټیکاو وو، چې د هغوی په منځ کې د ایلاف او ائتلاف لپاره هيڅ ډول ځمکه او لاره نه وه. دا د پالونکي څښتن ځانګړی نظر او حکیمانه اراده وه چې باید د عربو خپرو او بیدیاوي قبیلو په منځ کې  د ابراهیم خلیل او د هغه د زوی په لاس یو کور او عبادتځای ودان کړي، چې بیا به د هغوی زوزات د سترې او مخورې قبیلې زڼی او سرچینه شي چې نورې عربي قبیلې له هماغه بیاباني او بیدیاوي سپېڅلي فطرت او خوی، زغم او میړانې او د بشري حکومت له بندونو څخه له آزادۍ سره، ددې کور ګردچاپېره او له هغه څخه د حاصل شوي امنیت له لامله له قریشو سره او هم په خپلو کې، یو بل ته ومنل شي، روږدي شي، تالیف شي، او یو له بل سره الفت ومومي او د اصحاب فیل له داستان وروسته هغوی په خپلو کې لا زیات الفت ومومي او دداسې یو آسماني رسالت ابلاغ او د هغه په توسه د خلکو هدایت ته چمتو شي. إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ. د هغوی د تړون لپاره [چې] د ژمني او دوبني کوچ او لېږد له لامله له ګډوډۍ او خپراوي سره  مخامخ ول. «ایلافهم» د «لایلافهم قریش» انډول دی او تکرار يې د ځانګړونې لپاره دی. چې موخه يې د «قریشو» او نورو خلکو تر منځ ددغو دوو سفرونو په اوږدو کې د الفت پنځول دي، ځکه چې د «ابرهه» له داستان وروسته خلکو هغوی ته په بله سترګه کتل، او د «قریشو» کاروان ته په ځانګړي درناوي، اهمیت او امنیت قایل ول. «قریشو» هم د لارې په اوږدو کې امنیت ته اړتیا درلوده، او هم يې د «مکې» په اوېجه کې امنیت ته اړتیا وه، او خدای تعالی د «ابرهه» د لښکر د ماتې په سېوري کې هر دواړه امنیتونه وروبښل. او الله ددغې بښنې او لو رينې یادونه ورته کوي. «رحلة» په اصل کې د [رَحْل] له ریښې د هاغه پوښښ او کتې په معنا ده چې پر مرکب [لېږدوونکي] د پاسه يې د سپرېدو لپاره اېږدي، چې وروسته له همدې يې د هغه مناسبت خپله له اوښ او یا له هاغو مسافرتونو سره چې د هغه په توسه یا د کومې بلې وسیلې په توسه سر ته رسيږي، اطلاق کړی دی. له دوو رحلو څخه موخه ــ لکه څنګه چې ځینو ویلي دوه کوچېدنې دي چې قریشیانو د ژمي په فصل کې یمن ته او د اوړي په فصل کې شام ته درلودلې او خپل تجارتي مالونه به يې د اوښانو په توسه دې دوو هیوادونو رسول. ګواکې له دې لامله ددې دوو لېږدېدنو یادونه شوي ده چې د حجاز په دوو اوږدو او متقابلو لورو کې وې او د عربو د مختلفو قبیلو او طایفو له منځه تېرېدلې او د ایلاف او امنیت له نه شتون سره د هغوی له منځه تېرېدل ناشوني ول. نو قریشو چې په ژمو کې په ختیز کې یمن او جنوبي سیمو ته کوچ کاوه، او اوړی به د شمال ایلبندي سیمو، او په لوېدیز کې شامات ته تلل او په دې سیمو کې به يې راکړه ورکړه کوله. یعنې دوی به تل د یون او سفر په حالت کې ول؛ لکه زموږ د خپلو کوچیانو په څېر چې یو ثابت او جوت ځای نه لرې. قریشو، زموږ د کوچیانو په څېر، ډېر سخت او ستونزمن ژوند درلود خو هغوی به د ډېر ستونزمن ژوند له کبله یو پر بل یرغل کاوه او یو تر بله به يې لوټل. ځکه چې د هغوی د ژوند سختۍ او ستونزې لا ډېرې زیاتې وي. که یو کال به اورښت نه کېده او وچکالي به خپرېده، یو شمېر به له لوږې مړه کېدل. پر دې بنا داسې لامل چې د هغوی تر منځ الفت رامنځته کړي شتون نه درلود، همدا لامل وو چې د هغوی ژمني او دوبني کوچېدنې او لېږدېدنې، تل د نورو قبیلو له یرغل سره مخامخ کېدلې او همدا مسئله مکې ته د ابرهه د لښکرکښۍاهمیت څرګندوي او معلومېږي چې خدای تعالی څه ډول له همدې پېښې سره، د هغوی تر منځه الفت لا وپنځاوه او د یو د بل له ځورونې، رنځ او آزاره يې په امن کې کړل.او ورپسې دا نتیجه اخلي چې: «قریش» له دې ټولو الهي نعمتونو سره چې د کعبې له برکته يې موندلي دي «باید ددې کور د پالونکي څښتن نمانځنه وکړي»  فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ﴿۳﴾نو باید ددې کور [= کعبه/ د یووالي او امنیّت لامل] د پالونکي څښتن نمانځنه وکړي (۳) [نه د بې شمېره او راز راز بوتانو].   الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ﴿۴﴾هاغه چې [د ټولنیز امنیّت په سیوري کې له اقتصادي ودې سره] هغوی ته يې له لوږي [نجات او] روزي ورکړه او له ویرې [= د لوټمار او نا امنۍ او جنګ له خطره] يې و رته امنیت [ډاډینه او ژغورنه] وروبښله. (۴) ـ۳ ـ مېړه یا د کور څښتن ته په عربي ژبه کې «ربّ البیت» ویل کېده، هماغه مفهموم چې ارباب او د واک او اختیار څښتن يې زموږ په ژبه کې لري. د عربو قبایل چې د حج تمتّع یا عمرې په مهال کې مکې ته رهي کېدل په کعبې کې د دننه ځوړندو بوتانو په درشل کې به يې خپلې قربانۍ او نذرونه وړاندې کول. ددې آیت توصیه د بوتانو د تعبد او بنده ګۍ نفې کول او د عبادت انحصار او ځانګړي کول د کعبې د اختیار څښتن او خاوند ته دی. ۴ ـ امنیّت او اقتصاد یو له بل سره لازم او ملزوم دي؛ د آزادۍ او امنیّت په سیوري کې او له هغې څخه د پنځېدلي سوکالۍ په برکت اقتصادي پراخوالی او د هغه وده او غوړیدا تحقق مومي. د کعبې مرکزیت دا ډول یو امنیّت رامنځته کړ چې عربو دښمنو قبیلو د هغه په حریم کې د عمل او عبادت آزادي وموندله او د مکې ښار ډېر ژر په مکاره بازار [د راکړې ورکړې منډوي] او د کالو او غلو دانو د بدلېدا په ستان او مکان تبدیل شو او د هغه د کښښ په وړانګو کې د هغوی دنیا او دین رونق وموند. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. فرمايي: نو باید ددې کور خاوند او ربّ ونمانځي، عبادت يې وکړي او یاد يې وکړي، هاغه چې ددې لامل شو؛ هغوی چې له پېړیو پېړیو راهيسې یو د بل دښمنان ول او یو د بل وينې يې تویولې له دې وروسته یو له بل سره الفت مومي او یو د بل تر څنګ ودرېږي. یو له بل سره راکړه ورکړه او هوسا ژوند کوي، او پخپلو کې د دوستۍ پیوند او تړاو رامنځته کوي. فرمايي اوس که غواړئ ستاسو تر منځ دا الفت تلپاتي شي او وغځېږي، تاریخي ريښه يې ووینئ چې څه ډول يې ستاسو تر منځ جګړه پای ته ورسوله. په واقعیت کې، د خدای تعالی عبادت او معنویت ددِې الفت د بقا او تلپاتېتوب لپاره تومنه او سرچینه شوه، لکه د ساختماني مصالح او ګډولې په څېر چې د یوې ودانۍ ډبرې او خښتې یو تر بله نښلوي او له هغوی یوه کلکه او ټیکاو ودانۍ جوړوي.  نو د خدای تعالی [ددې کور د خاوند او څښتن] عبادت او معنویت هاغه څه ول چې دې قبیلو ته يې یو تر بله پیوند او تړاو ورکړ او د هغوی تر منځ يې یووالی او یو ټوکرتوب رامنځته کړ. [رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ.]  دلته «ربّ»، «بیت» ته وراضافه شوی دی. مخکې مو ویلي چې د قرآن په هیڅ آیت کې د «رب» کلیمه له مضافٌ الیه یا کوم بل اړوند څخه پرته نه ده راغلې. د «الله» د جلالة کليمې پر خلاف چې پر کومې بلې کليمې نه اضافه کېږي او تل یوازې کارول کېږي. له ۹۸۵ ځلو څخه چې د «ربّ» نوم په قرآن کې کارول شوی دی، هیڅکله دا کليمه غیر مضاعف واقع شوې نه ده او تل د اضافه شوې په بڼه ده. لکه: ربّكم، ربّنا، ربّه، ربّ السّماوات والاَرض، ربّ العالمین او له دې جملې، «ربّ هذا البيت» یعنی ددې کور پالونکی څښتن. یعنې کعبه هم ارباب او خاوند لري او دا کور بې څښتنه نه دی: یو ربوبیت، اراده، مشیّت، قانون او رضائيت پرې واکمن دی. «ربّ» هماغه د واک او اختیار خاوند او ارباب دی،او مضاف واقع کېدل يې له دې څرګندونه او نښاني ده چې پر هر څيز او هر چا د حق ربوبیت شامل دی. په بل عبارت، دا اضافه کېدل له مقدور سره د قادر او له مربوب سره د ربّ پر نسبت دلالت کوي؛ خو «الله»، خدای تعالی ته پر توجه او مخ کونې، دلالت کوي، صرف نظر له دې چې نسبت يې له مخلوق سره وي. پیغام يې دادی چې ددې بیت ربّ ونمانځئ او عبادت يې وکړئ، چې تاسو ته يې هم امنیت راوړی او هم رزق او روزي، او ددغه مکان د حرمت په ساتلو کې اهتمام او پاملرنه وکړئ. لکه څنګه چې الله تعالی د نمل سورت په ۹۱ آیت کې هم فرمايي: إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ [نمل ۹۱ (۲۷:۹۱)] [ای پیغمبره ووایه:] ماته امر شوی، چې ددې ښار [= مکې] پالونکی څښتن ونمانځم، هماغه څوک چې ددې لپاره يې د امن حرم ګومارلی، او ټول څيزونه یوازې هغه [الله] ته ځانګړي دي! او ماته حکم شوی چې [هغه ته] له تسلیم شوو اوسم.  ورپسې فرمايي؛ ددې کور هاغه پالونکی څښتن چا چې د لوږي په وخت کې روزي درکړه او له ويرې او خوف يې په امن کې کړئ. د هغه په عبادت کې ستر او کوچني شریکان مه ګومارئ، هر هغه څوک چې د خدای تعالی دا حکم پر ځای کړي نو هغه به د دنیا له دې امن سره سره د آخرت  په ورځ هم په امن او امان کې وي او له نافرمانۍ کولو څخه به يې دا امن هم پر بې امنۍ واوړي او د آخرت امن به یې هم له وېرې او ډار سره په سختې ناهیلۍ بدل شي؛ لکه څنګه چې الله تعالی د نحل سورت په ۱۱۲ آیت کې فرمايي: وَ ضَرَبَ اللَّهُ  مَثَلًا  قَرْيَةً  كَانَتْ  آمِنَةً  مُطْمَئِنَّةً  يَأْتِيهـَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ [نحل۱۱۲(۱۶:۱۱۲)].الله [د نا شکرانو د عبرت لپاره] د یو ښار مثال وهي چې [خلک يې] په بشپړ امنیت او آرامۍ کې ول [چې] له هر لورې پریمانه روزي وررسېده؛ خو هغوی [د شکر پر ځای، له غرور او سر غړونې سره] د الله د نعمتونو ناشکري وکړه، په پایله کې الله د هغوی د [ریاکارانه] چلن  له لامله د نغاړونکې لوږې او ډار [= ناامني] خوند وروڅاکه.  نو نه ښايي ددې کور له رب پرته بل څوک یا څيز ونمانځئ ځکه چې: الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ. هاغه رب او پالونکی څښتن چې هغوی يې له لوږې وساتل اوروزي يې ورکړه او همدا راز، آمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ. او هم له ډار او ناامنۍ يې راوایستل او هغوی ته يې امنیت او پناه ورکړه. دا آیت څرګندې لورونې ته نغوته کوي چې د دوو رحلو [کوچېدنو] په ایلاف کې شتون لري، او څرګند او ښکاره  نعمت چې انکار ترې نشې کېدی، او هغه د قریشو د معاش او د هغوی د امنیت خوندي کول دي، چې په داسې اوېجه کې يې ژوند کاوه چې نه د هغوی روزي خوندي وه او نه د هغوی ځان، او نه ښیرازه او سمسوره سیمه وه چې نور هلته راشي، او نه د نورو ځان هلته خوندي کېده نو باید داسې یو پالونکی څښتن ونمانځي چې په بهترینه توګه يې چارې تدبیر او سمې شي، او هغه همدا ددې کور پالونکی څښتن دی.     په دې آیت کې د «مِنْ» لفظ سببیه دی او د «جوع» او «خوف» لفظونه د ځانګړي مفهوم لپاره کارول شوي دي؛ له «جوع» څخه مطلب د کومې سیمې هاغه ځانګړی حالت دی چې د غذايي توکو او څيزونو د لږوالي او نه شتون څخه رامنځته کېږي. همدا راز له «خوف» څخه مطلب هاغه حالت دی چې د امن و امان له نشتوالي او د ځان او مال د نه خوندیتوب په حالت کې څرګندېږي. دا دواړه لفظونه په قرآن مجید کې په همدې ځانګړي مفهوم کې په نورو ځایونو کې هم کارول شوي د ي د بېلګې په توګه:«وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّـرِ الصَّابِرِينَ» [بقره ۱۵۵(۲:۱۵۵)].  او هرومرو به موږ تاسو په يو څه څيز [د دښمن د یرغل او جنګ] له ويرې او لوږي او د مالونو او ځانونو او محصولاتو په نقصان ازمایو او صبرکوونکو [او د زغم خاوندانو] ته زېری ورکړه.   دا سیمه چې د بیت الله حرم پکې موقعیّت لري، د حضرت ابراهیم  له راتګ او د «بیت الله» له بیا ودانولو مخکې هم له امن او غذايي توکو څخه محرومه وه، الله تعالی دا سیمه د بیت الله له برکته، له دواړو نعمتونو څخه برخمنه کړه؛ په قرآن کې ددې ذکر ځای پر ځای پر قریشو د احسان په توګه شوی دی:«… أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا …» [قصص۵۷(۲۸:۵۷)]  … آیا له دې پرته دی چې موږ د هغوی لپاره یو د امن حریم [= مکه] ګومارلی دی چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر راز محصولات، ورته لېږل کېږي؟ [په مکه کې برخمنتیا او اقتصادي وده چې له تجارت او د توکو له تبادلې څخه رامنځته شوې وه، د مکې له امنیته يې سرچینه نېولې]….د عنکبوت په سورت کې فرمايي: « أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ …» [عنکبوت ۶۷(۲۹:۶۷)]آیا [همدې ستر نعمت ته]  نه ویني چې بې له شکه موږ د امن یو حرم [=دمکې لپاره امنیتي حریم] ګومارلی دی، په داسې حال کې چې د هغه په شا و خوا کې خلک تښتول کېږي [= د هغوی ځان و مال د قتل او لوټمار او نا امنۍ سره مخامخ دی]؟… همدغه خبره يې په دې سورة کې  په بشپړو او جامعو لفظونو کې فرمایلې ده چې هغوی ددې کور د پالونکي څښتن عبادت وکړي، چا چې د غذايي توکو د نه شتون له پلوه د هغوی د غذايي توکو د اړتیاو د لېرې کولو سامان برابر کړ او د ځان او مال د نه خوندیتوب له کبله يې هغوی ته د امن و امان ځمکه او ډګر برابر کړ. مقصد دا چې په دې اوېجه کې که دا څیزونه چمتو شوي دي د الله تعالی د لوروني پر بنسټ لاسته راغلي دي. له دې کبله په استکبار کې د اخته کېدو پر ځای پر هغوی د خپل رب شکر واجب دی، او د شکر تقاضا د رب بندګي او اطاعت دی، نه دا چې نافرماني او سرکښي وکړي.   مخکې مو وویل هغه مهال چې حـضرت ابراهیم د مدیترانې له شاوخوا زرغونو او سمسورو سیمو څخه د دنیا له تر ټولو وچو اوشاړو سیمو څخه یوې ته، کوچ کوي، خدای تعالی ته عرض کوي:  رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ،  ای زما د اختیار څښتنه، ما خپل زوزات په یوه وچه او شاړه وادي کې ستا پرتمین کور ته نېژدې مېشت کړل، رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ، چې تاته په  مخ کونې او پاملرنې ستا د یاد له اوچتولو او لوړاوي سره د توحید توغ نیغ او رپاند وساتي. «اقامه» یعنې پر پښو درول او نیغول دي. څه څیز پر پښو ودروي؟ څه څيز اوچت کړي؟ صلاة. یعنې خدای ته مخ کونه، یعنې چې په دې مرکز کې خالصه او نګه خدای نمانځنه او خدای غوښتنه ژوندۍ او احیا شي. فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُون. [ابراهيم ۳۷ (۱۴:۳۷)] خدایه، د یو شمېر خلکو زړونه ددې کور لور ته لېوال او راتاو کړه او د ېیبرو او ثمراتو څخه ورته روزي وکړه چې ددې توحیدی مرکز هوا او چاپېریال په امنیت او سو کالۍ کې تلپاتې شي، او خلک ورته میل او رغبت پیدا کړي. او موږ هم وینو چې د ابراهیم دعا منل کېږي او مکه ورو ورو د ښاریت او یو مدنیت بڼه مومي او د زمزم څاه پکې خوټېږي. مکه یوه وچه او بې اوبو دره وه، خو ورو ورو په تدریج تر دېرشو کړیو څاه ګانې پکې کېندل کېږي.د ابراهیم بله دعا دا وه چې: رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا. [ابراهيم۳۵(۱۴:۳۵)] خدایه! دا ښار له امنیته برخمن کړه، او ورپسې: وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ. کله چې امنیت وي، اقتصاد هم رونق پیدا کوي، کله چې اقتصاد رونق وموند، خلک فراغت او راحت ژوند مومي. او بیا په اخلاقي ارزښتونو او ایمان پسې ځي، او دا درې اصله یو تر بله اړیکه لري. لومړی ګيډه يې باید مړه وي. ځکه خو يې ویلي دي: مَن لا مَعاشَ لَهُ لا مَعادَ لَهُ، هاغه څوک چې د شپې ډوډۍ ته اړ دی، له هغه نباید د آخرت تمه ولرل شي. لومړی باید خپله وږې ګېډه مړه کړي چې د راتلونکي لپاره فکر وکړي. لومړنی څيز چې د مدنیت لپاره ضرورت دی، امنیت دی. امنیت چې وي کېدی شي کار او تجارت وشي او ژوند ته سینګار ورکړل شي. کوم مهال چې انسان په ژوندانه کې سوکالي ومونده، هاغه مهال مجال مومي چې هنر ته ورسيږي، علم ته ورسېږي، ایمان ته او ټولو انساني ارزښتونو ته ځان ورسوي. د قریش سورة ددې سریزو د بیان په مقام کې دی چې خدای تعالی څه ډول ستاسو ګېده مَړه کړه او تاسو ته يې امنیّت درکړ چې یو تجارت مو پر لار واچوه او دا ټول یوه سریزه شوه د ورپسې پړاوونو لپاره. نو، ليدل کيږي چې په ډېره یوه وچه سیمه کې چې له طبیعي پېرزوینو او لوروونو محرومه وه، د ابراهیم (ع) هجرت د داسې یو مرکزیت لامل شوه چې تصور او انګېرنه يې نه کېده. حـضرت علي د نهج البلاغه په ۱۹۲ خطبه «قاصعه» کې، چې یوه برخه يې د مکې په اړه ده، په تفصیل شرح ورکوي چې خدای تعالی کولی شو خپل کور په زرغونه، ښېرازه سمسوره سیمه کې؛ د بېلګې په توګه د دریاب پر غاړه یا د ځنګل په منځ کې یا د ښار تر څنګه رامنځته کړي، کولی يې شو هغه د زمرد او یاقوت له ډبرو جوړ کړي، له داسې ځلېدونکي ګوهره چې وړانګې يې له لېرې واټنه خلک خپل لور ته وڅکوي، خو هغه يې په داسې وادي کې چې د کرکیلي استعداد يې نه درلود له تورو ډبرو څخه په ډېره ساده بڼه بنا کړ. ورپسې وايي: په هاغه صورت کې به ټولو پرې هجوم وروړ. هم د فال او هم د نندارې لپاره! ښه، که د خدای کور مثلاً د مدیترانې په ساحل کې وای، د ټولو به خوښېدای یو سیاحتي او زیارتي سفر ولري؛ او منت يې هم پر خدای کېږدي. خو کعبه داسې یو ځای کې بنا شوه چې لا تراوسه هم سفر کول ورته ستونزمن دي. نو وینو چې څه ډول دا مکتب ورو ورو پرله پسې جوړېږي او راپورته کېږي او لوړتیا مومي.اوس د پند او عبرت دې نغوتې ته پاملرنه وکړو چې پیغمبر (ص) په «عام الفیل» کې زېږېدلی دی. ددې دوو پېښو هم مهال والی او تقارن ډېر په زړه پورې او هېښوونکی دی، سمدم لکه د هاغو دوو خبرونو په څېر چې پرښتو ابراهیم ته راوړل؛ یو د لوط د قوم نژدې پېښېدونکی عذاب، او بل، د ابراهیم (ع) د زوی پلار کېدل؛ یعنې د اسماعیل (ع) بشارت او زېری ورکول. دا دوه موضوع ګانې تل له یو بل سره دي؛ لکه څنګه چې بڼوال ددې لپاره چې ګلان وکري، بېکاره او هرزه ګیاه ګانې لېرې کوي. نو الله تعالی داسې مقدر کړې وه چې د حضرت رسول اکرم د بعثت لپاره د ځمکې او ډګر د برابرولو لپاره د مکې ګرداګرد تر لېري بریدونو پورې يې د دښمنو قبیلو تر منځ امنیت برقرار کړ او هلته يې د پرګنو لپاره د برکتناکې روزۍ وسایل برابر کړل او د حضرت رسول د زېږېدو پر کال يې د ابرهه شوم پلانونه خنثی او ناکام کړل، چې د کعبې، قریشو او مکې اعتبار يې د خلکو په منځ کې لا زیات کړ، او په دې ترتیب يې د نبوت د ګلبڼ د ښیرازه کولو او سمسورتیا لپاره ټول اغزي او هرزه ګیاه ګانې لېرې کړې، چې څلوېښت کاله وروسته په دې ګلبڼ کې د نبوت ګلان وټوکېدل، او د دروېشتو کلونو په اوږدو کې دا بڼ بشپړ او تکمیل شو او الله تعالی د دين د ګلبڼ مالیارانو ته د خپل نعمت د اتمام او بشپړ کېدو خبر ورکړ.«…الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا…» [مائده ۳ (۵ :۳)] …نن ورځ مې ستاسو دين ستاسو لپاره تکمیل [او بشپړ] کړ  او خپله لورېنه مې درباندې تمامه کړه او [د خدای په وړاندې] تسلیم مې ستاسو لپاره د دين په توګه غوره کړ…. الله تعالی د قریش په سورت کې د دوو نعمتونو یادونه کوي چې قریشو ته ورکړل شوي ول [معاش او امنیت]، ګوندي وي چې هغوی ایمان راوړي.سربیره پر دې دا سورت دوه بنسټیز پیغامونه د هر مهال او هر مکان لپاره لري: لومړی: ددې لپاره چې ولسونه او پرګنې توحید او د یو الله نمانځنې ته وبلل شي، دا بهتره ده چې له هاغو نعمتونو څخه چې خدای تعالی هغوی ته ورکړي دي، یادونه ترې وشي او په دې توګه هغوی اندنې او تدبر ته وهڅول شي.دویم: د یوې ټولني د تغیر او د تو حید په لباس کې يې د نغاړلو لپاره که د ټولنې نخبه او مخور کسان وړ او مؤحد وګړي وي د بلنې په کار کې آسانتیا رامنځته کېږي او د ټولنې ستونزې په آسانۍ حل کېږي او ټولنه د سوکالۍ لور ته رهي کېږي، همدا لامل وو چې رسول اکرم تر نورو ټولو مخکې قریش توحید ته راوبلل. ددې نکتې ذکرول هم اړين دي چې: د حـضر محمد (ص) نېکه عبدالمطلب، پر مکې د ابرهه د یرغل پر مهال د مکې د ښار مشر او تر ټولو مخور وګړی وو، څرنګه چې عبدالمطلب یو مؤحد انسان وو او یو هوښیار او مدبر مشر او سروال وو، چې د ابرهه سره تر ملاقات وروسته د کعبې مخې ته راغی او د پالونکي څښتن په درشل کې يې د کعبې د ژغورنې لپاره په اخلاص دعاګانې وکړې چې تفصیل يې په تېر سورت کې ویل شوی دی، چې دعاګانې يې د رب په درشل کې ومنل شوې او ابرهه او لښکر يې د الله په امر د اورشیندي دلاوا په توسه نشت او نابود شول او له منځه ولاړل، چې په دې توګه په ټوله ټاپوزمه کې د کعبې درناوی او د قریشو اعتبار او مخورتیا لا زیاته شوه او پراختیا يې مومي. خو کله چې محمد(ص) اته کلنۍ ته ورسېد، عبدالمطلب له دنیا ولاړ او د مکې د ښار ریاست ابوسفیان او د هغه هم اندو ته ورسېد او د مکې ډېریو مشـرانو او مخورو د حضرت محمد رسول الله (ص) پیغام و نه مانه او له پیغمبر سره يې دښمني وکړه، البته د ابوطالب په څېر ستر شخصیت چې د پیغمبر تره وو له هغه ملاتړ وکړ، خو هغه یو کس وو، دلته خبره د مکې د ښار د اکثریت مشـرانو وه، هغوی د پیغمبر خبره و نه منله او له هغه او د هغه له پلیونانو سره يې دښمني وکړه ټولنه او د ټولنې وګړي يې له ستونزو سره مخامخ کړل چې په پای کې پیغمبر مجبور شو د مکې ښار پرېږدي او یثرب ته هجرت وکړي. د یثرب مشـرانو او مخورو په پیغمبر ایمان راوړ او هغه ته يې بلنه ورکړه چې د هغوی ښار ته راشي، کله چې د یثرب مخورو او نخبګانو ایمان راوړ، د یثرب خلک ډلې ډلې مسلمانان شول. دا د پیغمبر د بریالیتوب راز په مدینه کې وو. یثرب په مدینةالنبي بدل شو او د ستر توحیدي تمدن بنسټ کېښوول شو. د ټولنې مخور او نخبګان د ټولنې په نېکمرغۍ او بدمرغۍ کې ډېر زیات ژور اغېز او نقش لري او باید د هغوی نقش او اغېز په پام کې ونېول شي. نو په هاغه کال کې د پیغمبر زېږد د غور وړ دی. په رښتیا چې، د پیغمبر د زېږېدو او  د ابرهه د لښکر د نشت کېدو تر منځ، چې  په یو ځلي يې کعبه او قریش په ټوله ټاپووزمه کې معروف او پېژاندي کړل،  هممهال والی او تقارن يې  ډېر هېښوونکی دی. د ابرهه لښکر، چې ټولو قبیلو ته يې ماتې ورکړې وه، د یادولو وړ هيڅ نښتې او مقاومت پرته مکې ته رسېږي او هلته په یو ځلي د یو اورشيندي د لاوا په توسه له منځه ځي او نشت کېږي. سمدم لکه د هاغو چورلکو په څېر چې په طبس کې يې سقوط وکړ او راوپرځېدې، او دې پېښې ایران ته ټیکاو او یو اعتبار وباښه، هغه هم د ایران د انقلاب په پیل کې چې لا ایران ګډوډ او سیستم يې شیندلی وو، زوړ رژیم له منځه تللی وو او نوی رژیم لا په پخپلو پښو ولاړ نه وو. یا پر افغانستان د مختلفو استکباري زبرځواکونو د یرغلونو په نتیجه کې د هغوی د ماتو مثالونه ورکولی شو، دا که سکندر وو که چنګيز،که روس دی یا انګریز، چې له ټولو سیمو په اسانۍ راتېريږي او هر یو تر دې سیمي فاتحانه رارسېږي، او د لارې په اوږدو کې ټولې سیمي ورته تسلیمیږي خو چې کله د غرونو، دې غریبو پوونده تش لاسو خلکو سره مخامخ کېږي، دا زبرځواکونه هر یو چې د خپلې زمانې کبرجن او مغرور خلک ول د یو موټي تش لاسو ګډو وډو غرنیو خلکو پر وړاندي په ګونډو کېږي او له خپل ټول غرور او تکبر سره نسکورېږي او په مقابل کې يې یو موټی تشلاسي پوونده بې نومه خلک فاتح او نومیالي کېږي.  د ابرهه د لښکر له ماتې وروسته هم د قریشو په نسبت د کعبې د متولیانو او ساتونکو په عنوان، د عربستان په ټوله ټاپووزمه کې د پرتم او دبدبې سره  يو درناوی د خلکو په زړونه کې رامنځته شو او دا پېښه په ښکاره توګه د اسلام د رسالت لپاره ځمکه او ډګر شو او د مکې د قبیلو تر منځ يې داسې یو چمتووالی رامنځته کړ چې له بعثت وروسته په لنډه موده کې د عربستان ټولې ټاپووزمې ایمان راوړ او له هغې وروسته، له پنځوسو کالو څخه په لږه موده کې، د هغې مهال متمدنې نړۍ د اسلام نوم واورېد او اسلام د فرانسې تر زړه [د ګُل د قوم ټاټوبی] او نورو ځایونو ته مخکې ولاړ. او تر څلورمې او پنځمې لېږديزې پېړۍ پورې اسلامي نړۍ د فرهنګ او تمدن له حیثه د نړۍ تر هر ځایه لوړه او اوچته وه. اتفاقاً د اسلام دتمدن ځواک او پرتم په اروپا کې د منځنیو پیړیو له پَیر سره هم مهالی او مقارن وو چې نه يې د روغتیا کوم سیستم درلود او نه پوهنتون او نه يې له پرمختللي تمدن څخه کومه نښه نښان درلود. په اروپا کې، کابو تر شپږو پېړیو پورې د ابن سینا او رازي کتابونه تدریس کېدل او په همدې انډول، له اسلامي فرهنګ او تمدنه برخمنتیا سر ته رسېدله.  پر دې ترتیب، په ډېرو پخوانیو پيړیو کې، د نړۍ په دې لور کې، د نړۍ په یوې له ډېرو وروسته پاتې او محرومو سیمو کې، ابراهیم خلیل یوه مدرسه بنا کړه چې د هغه د زوزات [د اسلام د پیغمبر] تر مهاله يې دوام وکړ او د هغه د پلیونانو او پیروانو په توسه د هغې له پراختیا سره، په جهان کې د هاغې زمانې تر ټولو ستر تمدن رامنځته شو، که څه هم له بده مرغه، له پنځمې او شپږمې لېږدیزې پيړۍ وروسته، بهیر بدل شو او موږ د غفلت په خوب کې لاړو او هغوی چې وروسته پاتې ول، رونسانس [Renaissance] يعنې د غورځنګ او قیام عـصر پیل کړ، ژوند ته يې له سره پاملرنه وکړه او په اصطلاح تجدید حیات يې وکړ، چې دا پخپله له سترو تاریخي مسئلو څخه ده. نو موږ دعا کوو او له فکري او عملي بېلاریو او لټۍ له شره چې اسلامي ټولنې يې پر ځان اخته کړي دي الله ته پناه وروړو. له پالونکي څښتنه غواړو چې زموږ د بصیرت سترګې د تاریخي پېښو سمو لیدلو ته پرانېزي او پوه شو چې که د اسلام سرلوړي او برلاسی او پرتم غواړو، هغه ته د رسیدو لار ددې کور پالونکي څښتن [ربّ] ته له مخ کولو پرته بله نه ده: فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ.    لویه خدایه! موږ ته ستا  د عبادت او بندګۍ او د نعمتونو د شکر، او ستا د  ستر کور [بیت الله] د پاسوالۍ توفیق را ډالۍ کړه!پالونکی څښتنه! دا ستر اسلامي مرکز ورځ تر بلې ځلاند تر او پرتمین تر، او د نړۍ د مسلمانانو د پیوستون د مرکز او کړۍ په توګه وګوماره!الها! د ټولو داړونکو او ویني بهوونکو دښمنانو لاسونه او هم د هغوی لاسونه چې له دې مرکزه ناوړه ګټه اخلي لنډ کړه. ددې کور ساتونکو او څارونکو ته هم؛ [ چې خپل ځانونه د حَرَمَیْنِ شریفیْن متولیان بولي او آمریکا او انګليستان پورې تړاو لري او جاهل او وروسته پاتې دي او لکه د خپسکې په څېر د توحید پر دې کور پرېوتي دي]، باید وویل شي چې: فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. اوسني مسلمانان چې، لکه د جاهلیت د دوران په څیر قبیله قبیله شوي دي او ټول یو د بل په نشتون پسې دي او د هغوی تر منځ ګډوډي بې اتفاقي، ډلې ټپلې کېدل ورځ تر بلې زیاتېږي، یوازينۍ لار يې یووالي او سولې ته د رسېدو لپاره، د توحیدي یو ګوني اصل ته ستنېدل، یعنې د رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ نمانځنه ده. که داسې يې وکړل، په هماغه مهال کې به سمدلاسه ددې وسه او ځواک ومومي چې پر خپلو پښو ودرېږي او خپله سر لوړي وساتي، او یو ځل بیا د علم او پوهي، پرمختګ او تمدن سرلاري شي.  د هاغې ورځې په هیله چې که څه هم زموږ په عصر او نسل کې بڼه وننيسي په جوته توګه انشاءالله په راتلونکې کې به تحقق ومومي.   

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: ددې تشرېح د ليکلو پر مهال لاندينیو سرچينو ته هم مراجعه شوې ده:

۱ ــ  نظم قرآن      ــ   د عبدالعلي بازرګان  لېکنه

۲ ــ  آشنايي با قرآن  ــ   د مرتضی مطهري  ليکنه

۳ ــ في ظلال القرآن ــ   د   سيد قطب  لېکنه

۴ ــ  تفهیم القرآن  ــ   د مولانا سید ابوالاعلی مودودي ليکنه

۵ ــ تدبر قرآن ــ د مولانا امین احسن اصلاحي لیکنه

۶ ــ قرآن حکیم [ترجمه و توضیحات فارسي]  ــ عبدالعلي بازرګان

۷ ــ المیزان في تفسيرالقرآن ــ  د سید محمدحسين طباطبائي ليکنه

۸ ــ کابلي تفسير [قرآن کريم ترجمه او تفسير ــ مولانا محمود الحسن ديوبندي او علامه شبیراحمد عثماني ] پښتو کوونکي : د عالمانو يوه ډله

۹ ــ پرتوی از قرآن ــ د سید محمود طالقاني ليکنه

۱۰ ــ تفسير نمونه ــ د آیت الله مکارم شيرازي او ورسره د علماو د پلاوي ليکنه

۱۱ ــ  تفسير نور ــ د مصطفی خرمدل ليکنه

۱۲ ــ تابشې از قرآن ــ د  سید ابوالفضل ابن الرضا برقعي قمي ليکنه

۱۳ ــ تفسير باران ــ د دکتور مهدي خُدّاميان آراني ليکنه

۱۴ ــ ترجمه تفسير طبري ــ د حبيب یغمائی په اهتمام او تصحيح 

۱۵ ــ تفسير ابن کثير [حافظ عمادالدین ابوالفدا اسمعیل بن عمر ابن کثير الدمشقي]  اردو ته ژباړه : مولا محمد جوناګړهي

۱۶ ــ معارف القرآن ـــ  د مولانا مفتي محمد شفیع ليکنه

۱۷ ــ تفسير مصباحين (اردو) ترجمه و شرح تفسیر جلالين ــ ليکونکي : جلال الدين محلي او

جلال الدين سيوطي ــ اردو ته ژباړه او شرح: محمد لیاقت علي رضوي

۱۸ ــ تفسير کمالین د جلالین تفسیر اردو شرح د : مولانا محمد نعیم دیوبندی

۱۹ ــ د قرآن عظیم الشان پښتو ژباړه ــ مولوي قیام الدين کشاف

۲۰ ــ عزيزالتفاسير ــ د قرآن کريم پښتو ترجمه او تفسير ــ مولوي سلطان عزيز (عزيز)

۲۱ ــ صفوةالتفاسير ــ د محمدعلي الصابوني ليکنه ــ ژباړونکی: مولوي شمس الله کمال زاده

۲۲ ــ د قرآن پلوشې ــ د ګلب الدين حکمتیار لېکنه

۲۳ ــ تفسير دېوبندي ــ  د مولوي عبدالحنان لېکنه

۲۴ ــ حکمة القرآن ــ د مولوي امين الله پېښاوری لېکنه

۲۵ ــ تفسير ایوبي حنفي ــ د مولانا محمد عبیدالله ایوبي لېکنه  

۲۶ ــ تفسير احسن الکلام ــ د مولوي عبدالسلام رستمي ليکنه

۲۷ ــ قرآن کريم په پښتو ــ د اجرالدين اقبال ژباړه

۲۸ــ شرحې بر سوره های قرآن ـ عبدالعلي بازرګان ـ د عبدالعلي بازرګان وېب پاڼه [[bazargan.com

۲۹ ــ تفسیر روح القرآن ــ مؤلف ډاکتر مولانا محمد اسلم صدیقي.

۳۰ ــ د قرآن ټکی په ټکی او روانه ترجمه ــ مولوي جانباز سرفراز

۳۱ ــ روح المعاني فی تفسیرالقرآن العظيم والسبع المثانی ــ العلامه ابی الفضل  شهاب الدین محمودالالوسی البغدادي

۳۲ ــ تفسیر جواهرالقرآن ــ مولانا حسین علي

۳۳ ــ تفسیر روح البیان ــ شيخ اسماعیل حقی البروسوی

۳۴ ـ «کنزالایمان او تفسیر نورالعرفان»ترجمه احمد رضاخان بریلوي، تفسیر احمد یارخان نعيمي

۳۵ ــ کشف الاسرار و عُدة الابرار ــ [د قرآنکریم ادبي او عرفاني تفسير] خواجه عبدالله انصاري

۳۶ ــ د قرآن رڼا [د قرآن پښتو معنا او لنډ تفسیر] مولوی محمد ظاهر اسدالله مکي

۳۷ ــ تفسیر الفخرالرّازی المشهور بالتفسیرالکبیر و مفاتیح الغیب، امام محمد الرازی فخرالدین

۳۸ ــ التّفسیرالمبین ــ  دوکتور عبدالرحمن بن حسن النّفیسه

۳۹ ــ تفسیر قرطبی ــ محمد بن احمد بن ابوبکر قرطبي، ترجمه اردو: پیرمحمد کرم شاه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا