گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وایی پکه دا دی بله سپکه !
وایی پکه دا دی بله سپکه !

وایی پکه دا دی بله سپکه !

لاتراوسه  د دری کالونو په تیریدو چی  د امیر المؤمنین ملا هیبت الله د فرمان پر بنسټ له شپږمه پورته نجونی نه شی کولای دزده کړو مرکزونو او دولتی او خصوصی پوهنتونونو کی زده کړی ترسره کړی او د طالبانو د لوړو زده کړو د چارواکی شیخ ندامحمد  ندیم لخوا چی دغه فرمان یی لاسلیک او خپورکړی دی دغه کار لنډمهال بلل شوی دی خو دتیر په څیرولیدل شول چی ددریو کالونو دتیریدو سره ، سره  دغه لنډ مهاله فرمان نه یوازی په اوږد مهال فرمان واؤښت بلکه ددی ترڅنګ طالبانو هڅه کړیده چی په لومړی سر کی د نجونولپاره دیوه سالم او شرعی چاپیریال په رامینځ ته کیدو او اوس د طالبانو د لوړو زده کړو د ویاند چی ځان حافظ ضیأالله هاشمی بولی په خپله ایکس پاڼه کی د طالبانو لخوا چی له شپږمه پورته نجونی نه شی کولای دزده کړو مرکزونو او دولتی او خصوصی پوهنتونونو کی زده کړی ترسره کړی یوه بله فتوی هم خپره کړیده چی په هغی کی یی د طالبانو له اصلی موخو څخه پرده پورته کړی او داسیی یی لیکلی دی : د شیخ الاسلام مفتی اعظم افغانستان مولانا عبدالعلي ديوبندي رحمه الله تعالی د ښځو د تعلیم په هکله مهمه فتوای

     د شیخ الاسلام مفتی اعظم افغانستان مولانا عبدالعلي ديوبندي رحمه الله تعالی د ښځو د تعلیم په هکله مهمه فتوای تر سر لیک لاندی کټ مټ د هغه دخبری را خیستی دی .   که څه هم موږ په وار ، وار ویلی دی چی په تاریخی شریعتمداره غیر اجتهادی مذهبی قرئت کی دښځو په ګډون بشری  حقونه ، د بیان آزادی ، ولسواکی ، انسانی کرامت اوداساسی قانون په شمول  نور مدنی قوانین هیڅ شانی ځای نلری خو دحیرانتیا وړ داده چی له دی سره ، سره ځینی سواد لرونکی عناصر چی ځانونه عقل کُل بولی له داسی بوی ناکی نظریی څخه پلوی کوی . خو وګورو چی داد طالبانو مفتی په خپله فتوی کی څه ویلی دی ؟ مفتی صاحب د یوه ویونکی ددی پوښتنی په با ب چی که سړۍ خپلې خور ، لور اویا وریری ته په کور کی خط ورزده کوی ترڅو په دینی کتابونو کی ښه مهارت پیداکړی نو دی واېی دا څه حکم لری ؟ مفتی مولانا عبدالعلی دیوبندی ددی پوښتنی په ځواب کی وایی : حضراتو دزنانو لپاره دا خط چی ور زده کوی د کتابت مادی د خط ورښول ، زموږ کتابونه چی راوړی او شیوخ د احادیثو مقدسه ؤ او بیا خصوص مرقاة شریف راوړی چی یوازی یوه بی بی چی هغه دمخه یا وروسته خط زده ؤوروسته حضرت عمر هغه بندی کړی او عائشه بی بی یی هم تصدیق کړی دی او ټول په دی متفق دی چی زنانی که ……خپله ده که پردی ده دا بنده ده له مسجده څخه د جماعت لمانځه ته نه شی تلای ځکه دا ذریعه د فساد ګرځی . وخت د فتنی دی او زمان فاسد دی نو ددغه قسمه خط زده کول زنانو ته که خط زده کوی دا ذریعه د فساد ګرځی . دا په دغه سره علاقی پیداکوی ، خلکو ته بیا خطونه آستوی لکه نن تلیفونونه په کورونو کی چی پراته دی زنانی په ذریعه دی هم دی تلفن غلط ، غلط روابط پیدا کوی …..نو خط زنانو ته په کور کی هم ناجائز دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا