گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ارواښاد عبدالله ګل ریان داسلامی نهضــــت فرهنګـــی اتل !
ارواښاد عبدالله ګل ریان داسلامی نهضــــت فرهنګـــی اتل !

ارواښاد عبدالله ګل ریان داسلامی نهضــــت فرهنګـــی اتل !

زه عبدالله گل نومیږم، په لیکنو کې ریان تخلص کوم. د پلار نوم مې عبدالظاهر دی. دغزني ولايت، د قره باغ  ولسوالي په محمد نعيم کلي کې زېږېدلی یم. د تذکرې په اساس مې د پیدایښت کال  ۱۳۳۲ هـ .ش  دی.په ١٣٤٠ هـ ش کال، د قره باغ ولسوالي اړوند د سلطان ابراهیم لومړنۍ ښوونځي ته شامل شوم  او په همدې کال مې پلار  وفات شو.په ١٣٤٥ هـ ش کال، د یاد ښوونځي له شپږم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوم. په۱۳۴۶هـ ش کال د سلطان محمود غزنوي لېسې په اووم ټولګي کې شامل شوم. له همدې لېسې څخه په ١٣٥١ هـ ش کال، په لومړنۍ دوره کې د ټولې لېسې په کچه په لومړۍ درجه فارغ شوم. د زده کړې په دوره کې د لېسې کنفرانسونو عمومي مسئول او د کمونیزم په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د لېسې د مبارزو زده کوونکو مشر وم . په همدې کال د کانکور په ازموينه کې دخپل ولايت د ټولو لېسو په زده کوونکو کې په لومړۍ درجه بريالى شوم او د خپل لومړني انتخاب سره سم، دکابل پوهنتون  د انجنيري پوهنځي ته شامل شوم.دښوونځي او پوهنتون د زده کړو ترڅنګ مې ديني زده کړې هم تر سره کړېدي.د کمونستانو په دوره کې دوه ځلې:(۴/چنګاښ- ۲/لړم/ ۱۳۵۷) او( ۴/غبرګولي – ۲۱ مرغومي/۱۳۵۸) بندي شوی یم. کله چې دوهم ځل بندی شوم د کمونستانو له لورې په اعدام محکوم شوم، خو کله چې د روسانو له لوري ببرک راوستل شو او سیاسي بندیان یې خلاصول، زه  هم د همدې بندیانو په لړ کې ازاد شوم.له  ١٣٥٩ تر١٣٧١هـ ش کال پورې دهجرت په نړۍ( پېښور، پاکستان) کې هستوګن وم.کله ناکله به مې د جهادي جبهاتو د لیدلو په موخه  د هیواد داخل ته  هم سفرونه کول. د هجرت په نړۍ کې مې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم  د دعوت او تنظیم کمېټې د منشي، د فرهنګي کمېټې د غړي، مرستیال او  رئیس، د مجاهدینو د اوه ګوني اتحاد د مطبعې د مسئول، د مجاهدینو د عبوري دولت د تاریخ د انجمن او راډیو د ریاست  د غړي، د خدام الفرقان تنظیم  د بیا احیاء  او انسجام د کمېسیون د غړي او په ایران هیواد کې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم د فرهنګي مسئول په توګه دندې اجراء کړېدي. له رسمي دندو سره، سره  مې جهادي خپرونو ته لیکنې هم کولې، کتابونه مې هم لیکل او ژباړل او که به مې وخت درلود، په کور او مدرسه کې به مې تدریس  هم کاوه .په ۱۳۶۹ هـ ش کال د مجاهدینو دعبوري دولت له لوري رسما د فرهنګي او مطبوعاتي مرکزونو د لیدلو په موخه د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر لاړم،  له یاد سفر څخه له  را ستنېدلو څخه وروسته مې  یوه رساله  ولیکله چې سرلیک یې وو: ما هم امریکا ولیدله.

د مجاهدینو په اسلامي دولت کې مې دمهاجرينو د بیا راستنیدلو په وزارت کې د ارشاد او تبلیغ د رئیس او اداري رئیس په توګه دنده درلوده. په دې موده کې یو ځل په ایران هیواد کې د افغان مهاجرینو دستونزو د حل په موخه د یاد وزارت له لوري ایران هیواد ته په رسمي سفر لاړم، له بیرته راستنېدلو څخه وروسته مې یوکتاب ولیکه چې عنوان یې وو: پرېږده چې پردیس ومرم.وروسته مې د سرې مياشتې په ټولنه کې د پلان د رئيس په توګه دنده درلوده. وروسته د ښار جوړولو وزارت د معین په توګه وټاکل شوم، خو د کابل د داخلي جګړو له امله مې دا دنده اشغال نه کړه.په کابل کې دخپل منځي جګړو په مهال مې د مجاهدینو په دولت کې دنده پرېښودله او په ٧٣- ١٣٧٤ هـ کلونوکې مې د نورالمدارس په مدرسه کې د استاد په توګه  دنده درلوده .د ١٣٧٤ هـ ش کال په پاى کې کندهار ته لاړم، هلته مې د طالبانو د اسلامي تحریک په چوکاټ کې د خلافت  او کندهار مجلو، د طلوع افغان جریدې او د کندهار راډیو ته لیکنې کولې او بیا د کندهار پوهنتون  د رئيس په توګه وټاکل شوم. په ۱۳۷۶هـ ش کال د کابل پوهنتون  دطب د انستيتيوت ریاست را ته وسپارل شو. وروسته یوځل بیا د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه وګمارل شوم، چې ورسره مې د طب په پوهنځۍ کې (د اسلامي نړۍ لید) د مضمون درس هم  ورکاوه.په کندهار کې د هستوګنې په مهال مې د عامې روغتیا د ریاست له لوري د فارمسستانو لپاره په دایر شوي کورس کې د انګریزي ژبې او د یونیکال له لوري د حرفوي زده کړو
لپاره په دایر شوي کورس کې د انګریزي او ریاضي مضامینو د استاد په توګه هم دنده درلوده.په ۱۳۷۹هـ ش کال، د امیرالمؤمنین  مرحوم ملامحمد عمر مجاهد په حکم، د اسلامي امارت په چوکاټ کې د بشري حقونو د نوې جوړیدونکې مستقلې ادارې د عمومي رئیس  په توګه وټاکل شوم، خو د ځینو ستونزو له امله دا دفتر  معلق پاته شو.وروسته، دبهرنيو چارو په وزارت کې د څلورم سیاسي ریاست (امریکا او اروپا د چارو)  د رئیس په توګه وګمارل شوم .د امریکایانو له لوري د ګران هیواد تر اشغال وروسته یو ځل بیا د هجرت په شرف مشرف شوم.د دوهم ځل هجرت په اوږدو کې مې د اسلامي امارت په چوکاټ د عزم (د امریکا په وړاندې لومړنۍ جهادي خپرونه) مجلې د تحریر د هیئت د غړي، د څرک مجلې د قلمي همکار، د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمېسیون د غړي، د تعلیمي نصاب جوړولو کمېټې د غړي اود لوړو زده کړود چارو د عمومي مسئول په  توګه  دنده اجراء کړېده .په ١٣٥٩ هـ کال مې لومړنى مضمون او لومړنۍ رساله (شمۀ از شکنجه های مشهود درمحابس افغانستان) چاپ شول. تر اوسه مې په ٣۵ ډول، ډول خپرونوکې په سلګونو مضامین خپاره شوي دي.ځیني مضامین مې د امنیتي ملحوظاتو اویا په یوه ګڼه نشریه کې د مضامینو د ډېروالي له امله په مستعارو نومونو هم خپاره شوي دي .
تر۳۵ ټوکه ډېرليکل شوي او يا ژباړل شوي کتابونه مې چاپ شویدي.  ۱۵  ټوکه کتابونه مې چاپ ته تيار دي.د حنیف نشراتي ادارې، کرامت مجلې، ريان ويب پاڼې، الحکیم تعلیمي مرکز  او دارالحکمة مدرسې، د تاسيس  اوامتياز وياړ لرم .په ليکنه کې پښتو او دري ژبې راته بې توپيره دي. له عربي، اردو او انګریزي ژبو په  ژباړه لاس برى  يم.هغه خپرونې چې زما مضامین پکې خپاره شویدي:

الف – د لومړي هجرت په مهال (۵۹- ۱۳۷۱هـ ش):

۱- هدایت الاسلام جریده.(حرکت انقلاب اسلامي افغانستان)

۲- بشارت مجله.

۳- ندای حق  جریده.(حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور)

۴- بصیرت  جریده.

۵-خدام الفرقان مجله.

۶-ندای حق  جریده.(مولوي عبدالستار صدیقي شخصي خپروله)

۷-قلم مجله.(ازاده، د ډاکټر فاروق اعظم په مالي مرسته خپرېدله).

۸- قیام حق مجله. (د مجاهدینواوه ګونی اتحاد)

۹- حق پاڅون. (اتحاد، استادسیاف)

۱۰- اتحاد.//

۱۱- ارشاد. (دمجاهدینو عبوري دولت)

۱۲- صبح پیروزی. //

۱۳-محاذ مجله.(اسلامي ملي محاذ)

۱۴- محاذجریده.//

۱۵-دمجاهدینو د عبوري دولت راډیو ته مې مضمونونه لیکل او په خپله  مې لوستل.

ب- په هیوادکې د مجاهدینو د اسلامي دولت  په مهال(۷۱- ۱۳۷۲هـ ش):

۱۵- د مهاجرینو د وزارت اړوند جریده.(د هجرت کاروان)

۱۶- د پوهنې وزارت اړوند مجله.(معارف)

۱۷ – د حج  اواوقافو وزارت اړوند مجله.(ارشاد)

۱۸- د سرې  میاشتې اړوند مجله.(سره میاشت)

۱۹- مجاهد اخبار.(دجمعیت اسلامي اړوند)

۲۰ –نورالجرائدجریده (له نورالمدارس مدرسې څخه خپریدله)

ج- داسلامي امارت په مهال(۱۳۷۴- ۱۳۸۰هـ ش):

۲۱- خلافت مجله.(د اسلامي امارت اړوند)

۲۲- کندهار مجله.

۲۳- طلوع افغان جریده.

۲۴- انیس ورځپاڼه.

۲۵- هیواد ورځپاڼه. 

۲۶- د اسلامي امارت د واکمني په مهال  مې د کندهار شریعت غږ  راډیو ته مضامین لیکل او په خپله لوستل. لاندې خپرونې مې په خپله چمتو کولې، په خپل غږ ثبتولې او وړاندې کولې: سیاسي او ټولنیز تحلیلونه، مونږ او زمونږ هیواد، مسلمانه میرمن  او پوهنه رڼا ده.

د- ددوهم هجرت په مهال(۱۳۸۱هـ ش-     ):

۲۷-عزم مجله.(ازاده)

۲۸- نوښت مجله.

۲۹-وقارمجله.۳۰- بزم قرآن مجله //.  زما د نبوي ژوند کتاب پکې مسلسل خپرېده.

۳۱- څرک مجله.( د اسلامي امارت اړوند)

۳۲- دکرامت مجله.(زه يې مؤسس او چلوونکی وم)

۳۳- ریان ویب پاڼه.(مایې اساس کښېښود)

۳۴- ټول افغان ویب پاڼه .

۳۵- اذان مجله.(ازاده)

۳۶- توره بوړه مجله.//

۳۷-دنورو لیکوالانو یا ژباړونکو په (۱۹ټوکه) اثارو مې سریزې  يا تقریظونه  هم  لیکلي  دي.

١- شمۀ ازشکنجه های مشهود درمحابس افغانستان. (١٣٥۹هـ ش،په خپله مې چاپ کړ).

٢- مارکسستها چه کردند؟ (په خپله )

٣- چې ومو ليدل، نو ومومنل. //

٤-اسلامي علمي نهضت. //

٥- نبوي ژوند.(لومړى ځل مولوي رحمت الله کاکازاده په کراچۍ کې، دوهم ځل صديقيه کتابخانې  په کویټه کې چاپ کړ)

٦- زرينه لړۍ .(په خپله )

٧- د ژوند راز  او د خاطراتوجهان .” (اهتمام، په خپله)

٨- مسلمان ساينس پوهان .( ١٣٩٠ هـ ش ، صدیقیه کتابخانه)

٩- څرنګه مطالعه وکړو؟ (۱۳۹۱هـ ش، صدیقیه کتابخانه)

١٠- څرنګه امتحان ورکړو؟ (له څرنګه مطالعه وکړو) سره يوځاى چاپ شو.

١١-خورې مه ژاړه! (له فارسي شعر څخه-په خپله )

١٢-داخترونومسئلې(له اردوڅخه-رشيديه کتابخانه،  کويټه).

١٣- د جمعې دلمانځه مسائل.(له اردوڅخه-رشيديه، کويټه)

١٤-د مسجدونومسئلې.(له اردوڅخه، رشيديه کويټه)

١٥-  دموزو مسئلې.(له اردوڅخه،رشيديه، کويټه)

١٦-دماثوره خطبو ټولګه.(له اردوڅخه،رشيديه، کويټه)

١٧-دشرک او بدعت مسئلې.(له اردوڅخه-رشيديه، کويټه)

١٨- نن الله تعالى ناراضه دى. (له اردوڅخه-مجروح، کویټه)

١٩- د قرآن اولمانځه  برکتونه. (له اردوڅخه-مجروح، کویټه)

٢٠-دصهيـونيـزم دروغجنه ډرامه”هلوکاسټ”(له انګریزي  څخه-اسلامي مرکز،پيښور). دا کتاب زما په مستعار نوم (عصمت بشیر) خپور شو.

٢١- په تصوف کښې څولارښوونې.(له اردو څخه، ١٣٨٨ هـ ش -حقانيه ،چمن)

٢٢ – دغسل مسائل. (له اردوڅخه،١٣٨٨هـ ش، حقانيه، چمن)

٢٣-د اوداسه مسائل.(له اردوڅخه،١٣٨٨هـ ش، حقانيه، چمن)

٢٤-عقيده، عبادت اوسلوک.(له فارسي څخه، ١٣٨٨ هـ ش-صداقت کتاب پلورنځی،کندهار)

٢٥- تحفة النکاح.(فارسي ته -١٣٨٨هـ ش،رحيميه، کويټه)

٢٦-مسائل عمره.(له اردوڅخه، ١٣٨٩ قوس، رشيديه، کویټه)

٢٧-دميرمنو دحج مسائل.(له اردوڅخه، ١٣٨٩هـ ش، رشيديه، کویټه)

٢٨-مسائل ميت.(له اردوڅخه، ١٣٨٩،رشيديه، کویټه)

٢٩-دسفرمسئلې.(له اردوڅخه، ١٣٨٩ هـ ش، رشيديه، کویټه)

٣٠-آسانه لمونځ.(له اردو څخه، صداقت کتاب پلورنځی، کندهار)

٣١-تصوف اوسلوک.(له اردوڅخه، دسید محمد شريف  آغا په شخصي غوښتنه  وژباړل شو)

٣٢-سيرالقمر وعيدالفطر.(له اردوڅخه، د مسلمان ساينس پوهانو له  کتاب سره يوځاى چاپ شو)

۳۳- مسنونې  دعاوې.

٣۴- دمور او پلار نافرماني.(له فارسي څخه، صداقت کتاب پلورنځی،کندهار)

٣۵- دجنت ستاينه. (له فارسي څخه، صداقت)

٣۶- علاج باقرآن .(فارسي ته، صداقت)

٣۷- د ګران نبي خوږې دعاګانې.(له اردو څخه، صداقت)

چاپ ته تيارکتابونه:

٣۸- مسلمانه ميرمن.(ليکنه)

٣۹- فلسطين دتاريخ په اوږدوکې.(ليکنه)

۴۰- طالبان دافکاروپه تله کې.(ليکنه)

٤۱- دنيکمرغۍ لټون. (ژباړه)

٤۲- ليدلې نړۍ”جهانِ ديده”. (  ژباړه)

٤۳- دبري اوماتي لاملونه.(سرطان ١٣٨٩هـ ش، غوراوى او ژباړه)

٤۴- ټوټه وړه ده، خو د سرو زرو تکړه ده.(له اردوڅخه غوراوى او ژباړه)

٤۵- خلاف يا اختلاف.(له عربي څخه ژباړه)

٤۶- علوم القرآن .(له اردو څخه ژباړه ،١٣٨٨عقرب)

٤۷ – روح او روحيات.( تاليف-١٣٨٩ جدي، څو برخې یې په آذان مجله کې خپرې شوې)

۴۸-زه، زما په قلم.(زما ژوند لیک)

۴۹-هغه څوک چې تر خپل ژوند ورته زما ژوند خوږ وو.

۵۰-اسلام و نظریات سیاسی( له اردو څخه فارسي ته ژباړه) څه برخې یې په حقیقت مجله کې خپرې شوې دي.

۵۱-نبوي سیاست

۵۲- نبوي دعوت

۵۳- مسلمانه میرمن

۵۴- څرنګه وینا وکړو؟

۵۵- څرنګه لیکنه وکړو؟

دا هغه آثار دي چې د مجاهدینو د واکمني  په مهال، ما د کوم  دوست  په کور کې امانت ایښي وو، چې بیا د کابل په داخلي جګړو کې ضایع شول:

۵۰-سیاست او په افغانستان کې سیاسي غورځنګونه. (څه برخې یې  په بصیرت جریده کې خپرې شویدي).

۵۱-په غزني کې د جهاد په هکله.(څه برخې یې په جهادي نشراتو کې خپرې شویدي).

۵۲-مبارزه .

۵۳-له کفر څخه تر شهادته.(ناول)

۵۴-پرېږده چې پردیس ومرم .(د ایران یونلیک)

ددې کتاب یو نقل مې ښاغلي محمدعارف غروال ته واستاوه تر څو یې په محاذ جریده کې خپور کړي ، بل نقل یې را نه ورک شو.

۵۵-ما هم امریکا ولیدله.(د امریکا یونلیک)

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا