گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکرکټ اتلانوبیا مومبارک شه!
دکرکټ اتلانوبیا مومبارک شه!

دکرکټ اتلانوبیا مومبارک شه!

لکه چی خبر یاست د افغانستان د کرکټ ملی ټیم لوبغاړو د اتو رنځونو په جوړولو د بنګله دیش هیواد د کرکټ ملی ټیم ته ماتی ورکړه او په دی توګه یی دافغانستان د ځوریدلی اولس پر شونډو یوه بله مسکا را ښکاره کړه . له هغه مهاله چی دافغانستان د کرکټ د ملی لوب ډلی اتلانو د استرالیا هیواد پروړاندی وځلیدل او د استرالیا هیواد ملی ټیم ته یی ماتی ورکړه نو طبیعی ده چی دهغوی روحیه اوچته شوه او په میړانه سره شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کی  د بنګله دیش هیواد له ملی ټیم سره د لوبو ډګر ته راووتل او دبنګله دیش هیواد ټیم ته یی ماتی ورکړه .

  دحیرانتیا وړ ده چی ددغه بریالیتوب په تر لاسه کولو امیر خان متقی چی ځان  د طالبانو خارجه وزیر بولی د تاریخی فقهی احکامو پر خلاف چی هر ډول لوبی او هنری ارزښتونه لهو لعب بولی ددغه لوبو د کپتان ښاغلی راشد خان سره یی دتلفن اړیکه ونیوه او هغه ته یی مبارکی وویله امیر خان متقی دخپل ویدیویی پیغام په ترځ کی زیاته کړه : له سلام وروسته : مبارک موشه راشد خان په ځواب کی ورته وویل چی تاسو ته دی مبارک وی زیاته او ټول هیواد ته دی دغه بریا مبارک وی امیر خان متقی دخپلو خبرو په ترځ کی وویل داچی په لومړی ځل سیمی فینل ته ووتو دا یوه لویه بریا ده دادنن بریا او دتیری ورځی بریا یو لوی زیرۍ دی  ……..     
.  زموږ خو دا سیاست او پالیسی ده چی لوبی باید له سیاست نه جلا وساتو او دتاسو دغه کامیابی د ټولو د خوشحالۍ سبب شوه . امیر خان متقی چی ځان د طالبانو د بهرنیو چارووزیر بولی هغه خواره کۍ په دی نه پوهیږی نو تاسو د طالبانو د باندنیو چارو د وزیر په توګه له   راشد خان سره اړیکه نیولی دا په خپله د سیاست یوه برخه ده . که یو ځواک چی په هرډول یی پر اولس قبضه کړی وی نو پکارده چی د اولس د ستونځو د حل لپاره به کوټلی ګامونه پورته کوی چی لوبی او ورزش پیاوړی کول او هغی ته پاملرنه  یی تر ټولو لویه دنده بللی شی چی دا ټول د سیاست برخه جوړوی . 
    په هرحال د نواندیشی تربیون په داسی حال کی چی زموږ د هیواد اتلو ځوانانو په ملی سمبولونولکه ملی  دری رنګه بیرغ او نشان  چی چی زموږ دهیواد او اولس په ملی وجدان بدل شوی سمبال ؤ دلوبو ډکر ته وردانګل او په میړانه سره یی د هیوادوالو پر شونډو مسکا را خوره کړه د افغانستان د کرکټ د ملی ټیم اتلانو او ټول افغان کړیدلی اولس ته مبارکی وایو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا