گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانو رئیس الوزرأ ملاحسن آخندداماراتو دشیخ زاید په نظامی روغتون کی دشیخ زاید سره کتنه !
دطالبانو رئیس الوزرأ ملاحسن آخندداماراتو دشیخ زاید په نظامی روغتون کی دشیخ زاید سره کتنه !

دطالبانو رئیس الوزرأ ملاحسن آخندداماراتو دشیخ زاید په نظامی روغتون کی دشیخ زاید سره کتنه !

که څه هم ونه ویل شول چی کله د طالبانو رئیس الوزرأ د اماراتو په دوره تللی دی خو نن ناڅاپه دطالبانو تر ؤلکی لاندی تلویزیون د ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړچی ګنی د طالبانو رئیس الوزرأ د عربی متحده اماراتو په سفر تللی او ددغه هیواد په ابوظبی ښار کی یی د عربی اماراتو د امیر شیخ زائید النهیان سره کتلی دی ذبیح الله مجاهد په خپله  ایکس پاڼه کی لیکلی دی چی  د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند چې عربي متحده اماراتو ته د صحي معایناتو په موخه ورغلی و، د یاد هېواد د دولت رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان یې د روغتیا پوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې د کوربه هېواد ولسمشر د ا. ا. رئیس الوزراء د صحت د پوښتنې تر څنګ یاد هېواد ته د نوموړي د ورتګ له امله خوښي وښوده. هغه وویل چې متحده عربي امارت د ورور هېواد په توګه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی. د ا.ا. رئیس الوزراء د هغه د صحت د پوښتنې له امله مننه وکړه او د دواړو ملتونو اسلامي اخوت له مخې یې د لا نږدېوالي هیله وکړه. بل لورته د عربی اماراتو خبری آژانس د تیری جمعی په ورځ چی د ۲۰۲۴ کال د آګست میاشتی ۱۶ مه کیږی خبر ورکړی چی د عربی متحده اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان د رئیس لوزرأ ملا محمد حسن آخوند سره په داسی حال کی چی هغه په عربی متحده اماراتو کی ددرملنی په حال کی دی د هغه د روغتیأ پوښتنه وکړه . سیاسی او امنیتی د چارو څیړونکی وائی چی دغه سفر هم یوه شخصی بڼه لری چی د طالبانو د کورنیو چارو دوزارت د لوی سالاکار او د خلیفه سراج الدین حقانی د ورور انس حقانی په مرسته چی موریی یمنی الاصله او د عربی اماراتو د امیرله کورنې سره د خپلوې نږدې اړیکی لری برابر شوی دی . دیادولو وړده چی د  شیخ محمد بن زاید آل نهیان په نوم پوځی روغتون چی  په سیمه اونړی کی نوم لری خو  طالبان له کله هم  چی افغانستان یی په خپله ؤلکه کی نیولې دی ځانګړی راشه، درشه  هم طالبی او سیاسی په ځانګړی توګه د طالبانو د دیپلماسې  قدرت بولی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا