گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له شمشادسره دحکمتیاردمرکی په هنـداره کی دسولی دتړون برخلیک!
له شمشادسره دحکمتیاردمرکی په هنـداره کی دسولی دتړون برخلیک!

له شمشادسره دحکمتیاردمرکی په هنـداره کی دسولی دتړون برخلیک!

nauandeshi-kabul%d9%8e

ویل کیږی له کله نه چی  کابل ته د سولی  لپاره دآستول شوی  پلاوی  څخه ؤغوښتل شول چی نوردی نو لکه نور د افغانستان بیوزه وګړی د کابل سرینا هوټل پر ځای په یوه مناسب ځای کی داسی یو کور په کرایه ونیسی چی هم به یی لکه نور ګوندونه او دمافیا شریکان دورځنیو ناستو ولاړو لپاره پکاروی او هم به تری د یوه مجهز میلمستون کار آخستل کیږی .

%d8%b3%d8%b1%db%8c%d9%86%d8%a7-%d9%87%d9%88%d8%aa%d9%84-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84

دا ځکه چی ویل کیږی د کابل  سرینا هوټل لکه دیوی ۲۴ ساعته نظامی قشلی په بڼه  د مسجد ګرم ګدا آسوده !! د کابل ښار د ګدایانو د بنډار پرمیدانی  اړولی ؤ نوځکه خو د کریم آغاخان پر امضا   د افغانستان د امنیت له شورا څخه په رسمی بڼه غوښتل شوی ؤ چه نورنو دغه دسولی په نوم چی کوم کمیدی فیلم  په کابل سرینا هوټل کی ننداری ته ایښودل شوی دی ژر ترژره یی بند کړی نو دغه اقدام د سولی پر بهیر هم اثر پری ایښۍ دی او په دی توګه یی د مرشد غصه را پارولی وه او له شمشاد تلویزیون سره یی دزړه بړاس وایوست .  کیدای شی دحزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار ملاتړی او خوا خوږی به له شمشاد تلویزیونی چینل سره د ښاغلی حکمتیار مرکه چی  له شمشاد تلویزیون څخه په ژوندی بڼه خپریده  په لنډ مهاله توګه خوشحاله وساتی خو سیاسی کتونکی وایې چی دغه مرکه دتل په شانی د یوه کاغذی پړانګ یاد دی چی ښاغلی حکمتیاریی په خپلو څرګندونو کی زمزمه کوی .

او که د ښاغلی حکمتیار او د هغه دخیالی بړیڅو خیال وی چی وبه کولای شی اوسنې انسان به هم چی  د اوسنې نړی چه په ۲۱ مه پیړې کی ژوند کوی د ۲۰ می پیړی په څیر چی بی له شکه هغه اسلامی حزب چی ځوان حکمتیار یی مشری په غاړه درلوده تر ټولو ځواکمنه  پر افغانستان د پردیو کینول شویو حکومتونو مخالفه جبهه یی جوړولهخو ښاغلی حکمتیار بایده دی چی له یوه اوږده خوبه راپاڅی چی ګنی وبه کولای شی اوس هم لکه د اصحاب کهف دداستان د قهرمان ماکسیمیلیان او ملګروپه څیر چی  کم اوزیات ۳۰۰ کاله په اوږده خوبویده ؤ  چی راپورته شوی ؤ نو دهغوی سِکه ناچله ګڼلای شوه . داځکه چی  دوخت او تاریخ غوښتنه بل څه وه او څه دپاسه دری سوه کالو غوښتنه بل څه . !   په رښتیا که ښاغلی حکمتیار او یا هم بل هر سیاسی او مذهبی مشر د اولسونو د رهبریی او  مشرتابه هیله درلودای نو پکار ؤ چی باید ملتونه او را پاڅیدلی اولسونو نه یی دتاریخ په هره مرحله کی د ژوندانه د اړتیا ؤ په پام کی نیولودیوه عقلانی او خوځنده  اجتهاد په رسیو تړلی وای . خوپه ډیره خواشینې سره باید وویل شی چی د هغه د مشرتابه په ټوله دوره کی د ګوندی انتخاباتو او ټاکنوترنامه لاندی د حزبی دیکتاتورې  د یوه کرغیړن انځور په سترګوکیده اوپه  خوا شینې سره چی تراوسه هم  په سترګوکیږی .

ددی سره سره ښاغلی حکمتیار دافغانستان دسلامی حزب مشر یوځل بیا د شمشاد تلویزیون په پرده راښکاره شو او د شمشاد تلویزیون د خبریال ښاغلی میرویس ستانکزی پوښتنو ته یی په پارادٌکسیاله او متناقضه توګه ځواب ووایه . خو چاچی دښاغلی حکمتیار صاحب دغه مرکه اوریدلی او کتلی ده وایی چی هغوی پوه نه شول چی د حکمتیار صاحب له داسی خطبې موخه او هدف څه وی ؟ آیا د کابل  سرینا هوټل څخه د سولی د پلاوی شړل او هلته لیری ورته یو کور په کرایه نیول خو ددی ضدو نقیضی  مرکی د سرته رسولو موخه نه وه ؟ خو هیڅوګ پوه نه شول چی اوس به نو د سولی برخلیک څه کیږی ؟

serena-hotel-kabul

ځکه نن بیاهم مرشد په کیڼ اړخ راپورته شوی ؤ او دافغانستان په وروستی تاریخ کی ټولو سیاسی او ټولنیزو څیرو ته  د کرکجنوکلیماتو او کنایو په استعمال سره د سولی پر برخلیک په خپل لاس چاړه را کاګله . ځکه ښاغلی حکمتیارپه قول د طالبانو تحریک د امریکا – او پاکستان په لاس د ده یعنی ګلبدین حکمتیار د وژلو په موخه را جوړکړی ؤ . او د ملی وحدت دحکومت یو وزر یعنی د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خویی دهمدغه سولی دبهیر یو ښکاره دشمن ؤباله . نو اوس پوښتنه داده چی څنګه  کولای شی د ملی وحدت د حکومت سره مذاکرات ” بین الافغانی !” ؤبلل شی . داځکه چی یوازی ښاغلی حکمتیار او دهغه سیال دنړی دوهم متفکر محمد اشرف خان غنی احمدزی ددغه خاوری بچیان ؤ او له دی وروسته به هم دیوه فرمان پر دغه نسخه دتائید مهر لګولی شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا