گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دیوه استخباراتی ظهور دزوال پیل!
دیوه استخباراتی ظهور دزوال پیل!

دیوه استخباراتی ظهور دزوال پیل!

Nauandeshi Hekmatyar 14

ماتی خو درپاتی چی نوری نه شی ماتې !

لکه څرنګه چی اټکل کیده د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب او د ښاغلی عبدالهای ارغندیوال په مشری ددغه حزب یوه برخه چی له هم هغه پیله یی په ظاهره له حکمتیار سره چه د حامد کرزی په مشرۍ د افغانستان نوی اداره یی د امریکایانو اولویدیځ ښکیلاکګر لاس پوڅی شمیرل  خپلی اړیکی پری کړی وی او د افغانستان داسلامی حزب په نوم یی د هم هغه وخت په سیاسی تشکیلاتو کی ځان ځای پر ځای کړ .

د ښاغلی حکمتیار له پرله پسی شعارونو او  تبلیغاتو داسی انګیرل کیده چی ګنی حکمتیار به دمرګ تر وروستی سلګی هم د هغه څه په وړاندی چی ده پر افغانستان د ناتو او انډیوالانو یی بی شرمانه اشغال باله له تلاشه لاس په سرنه شی . خو په سیمه او نړۍ کی ځینی بدلونونه اود افغانستان پرټول  اسلامی  نهضت  اوپه ځانګړی توګه پرګلبدین  حکمتیار د یوه څرګند تحجر او ځان ِغوښتنی آغیز ددی سبب شول چی د ځان غوښتنی کرغیړن ویروس او جراثیم له پولو هغه لوری ته د حکمتیار او د هغه په څیر د ځینو نورو ځان غوښتونکو داقتدار په ورشوګانو کی ځالی جوړی کړی

دحزب اسلامی اعلامیه او د محمد خان له حزب څخه اخراج

او دوی ( حکمتیار او څه نور انډیوالان ) یی هم له ډیرو هلوځلو وروسته د یوی سیاسی خو استخباراتی معاملې په ترځ کی د ډالرو د یوی ناکامه  هیلی په لومه کی تر کابله راورسول 

حنیف اتمر و خندا با مرشد حکمتیار

که څه هم دافغانستان اسلامی حزب  چی په څلویښتمه  لسیزه کی یعنی هغه مهال چی افغانستان تازه له دموکراسۍ او اولسواکۍ سره آشنا شوی ؤ داسلام دمقدس دین پر بنسټ رامینځ ته شوخو لکه څنګه چی ژور فکر دیوه سیاسی تشکیلاتی بنسټ له لوازمو ګڼلای شی دغه حزب هم ونه کولای شول د یوه ژوراو په اجتماعی عقلانیت ولاړ  فکر له مخی د نورو کیڼو او ښیو جریانونوپه پر تله د اسلام  مقدس دین دیوی پرمختللی او  مترقی اجندا او دعمل دلاری دنقشی  په توګه خلکو او نړیوالو ته ور ؤپیژنی ، کله چی په افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد د پلویانو لخوا پر افغانستان د خشونت اورونه بل شول او زیاتره کیڼ او ښی خوځښتونو هیواد پریښود او نورو هیوادونو ته پرکډه کولو اړباسل شول نو دهغو هیوادونو استخباراتی چارواکو ته هم پکی د لاس وهنو پراخه زمینه برابره شوه چی دګلبدین حکمتیار په مشری اسلامی حزب ترټولوزیات د پاکستانی پوځ په لمن کی ولوید اوورځ په ورځ یی د ښاغلی  حکمتیارپه وجود کی دځان غوښتنی پر روحیه کارپیل کړ تردی چی د افغانستان او په ځانګړی توګه د اسلامی غورځنګ زیاتره په هیواد او دین مین لوی لوی څیری او شخصیتونه یی د ښاغلی حکمتیار په بړیڅو اوجنګیالیو تار ومار او په شهادت ورسول . په هرحال په پاکستان کی د ددغه محترم دیکتاتور کیسی او نکلونه ډیر دی او داچی دغه په سلفی او داعشی قرئت ولاړ محترم دیکتاتور ولی او څنګه د کنړ، نورستان او د لغمان  له غرونواو درو را کوزشو دا ځانته یوه جلا کیسه ده چی نه غواړو دلته دګرانو لوستونکو او لیدونکو پر متانت ولاړذهن له پراګنده ګۍ سره مخامخ کړو

امین کریم و حنیف اتمرخو دښاغلی حکمتیار په مشرې د اسلامی حزب ددغه دیکتاتورانه فرمان په لیدو ټولو په هیواد مینو احزابو او په  مدنی ټولنو کی راټولو توکمونو ته د ددغه تازه ظهوره مرشد د پخوانیو وینا ؤ ته په کتنه دغه پوښتنه ضرور رامینځ ته کیږی چی تاسو محترمو په وار وار په خپلو ویناؤ او خبری غونډو کی له حاکمی اداری سره دهیڅ شانی تړاؤ درلودل په کلکه ردول او ویل به یی چی موږ له حکومت سره هیڅ شانی سیاسی او مالی اړیکه نلرو او نه هم ددغه حکومت د شړیدلواو کمزورې  پړه پر غاړه آخلو . خو ددغه وروستنی اعلامیی خپرولودا ؤښوده چی هغه ټولی خبری پر دروغو او هسی لافو شافو ولاړی وی !! ځکه چی ښاغلی عبدالهادی ارغندیوال د افغانستان په وروستیو  ټولو حکومتونو کی  د وزیر تر کچی دندی ترسره کړی دی . ښاغلی انجنیر محمد خان هم چی د ملی وحدت د تش په نامه حکومت د اجرائیه رئیس د لومړی مرستیال دنده ترسره کوی همدا شان ډاکتر عبدالبصیر انور عدلیه وزیر چی څوکاله د پیښورپه شمشتوکیمپ  کی د حزب اسلامی د صحی کمیټی ریاست په غاړه درلود او وروسته د عبدالهادی ارغندیوال دافغانستان داسلامی حزب درئیس  په ټکټ تر عدلیه وزارته ورسید افغانستان کی د امریکا د متحدو ایالاتو د پخوانی خارجه وزیر په لاسونو د ملی وحدت د حکومت هغه برخه جوړوله چی د « اصلاحاتو او همگرائی » په نوم د عبدالله عبدالله په مشری د انتخاباتی ټیم یوه مهمه ضلع گڼلای شوه . نو ځکه خو په یقینی توګه ویلای شو چی تا سو دملی وحدت له حکومت سره نه یوازی چی د سولی تړون لاسلیک کړی دی بلکه ددغه ناکام حکومت د ناکامیو او ناخوالو د پړی مسؤلیت په غاړه لری .زیاته خنده وؤنکی خویی لاداده چی د حزب اسلامی په اعلامیه کی دغه د حزب اسلامی پر دغه له حزب څخه د نویو اخراج شویو کسانو یو تورهم له نورو ګوندونو او ډلو ټپلو سره د اړیکودرلودل دی . دچارو شنونکی چی د ښاغلی حکمتیار په قلم دغه لیکل شوی اعلامیه لولی نوپورتنی په ګوته  شوی متن نه یوازی د دموکراسی او ولسواکۍ سره په ښکاره ټکر کی بولی بلکی هغه په تشکیلاتی ژوند او سیاسی چوکاټ کی تر ټولو زیاته کرغیړنه برخه شمیری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا