گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د تاریخ د یوه مظلوم شهید یاد!
د تاریخ د یوه مظلوم شهید یاد!

د تاریخ د یوه مظلوم شهید یاد!

د نواندیشی یادونه : ترهرڅه وړاندی باید د افغان لیکوال او د سولی د قافلی دلاروی ښاغلی وحید خان او همدا شان ددغه قافلی دیوه بل ستوری محترم سید خان پاچا روحانی صاحب څخه دزړه له کومی مننه وکړو چی زموږ پام یی دداسی مظلوم شهید یاد ته را وګرځاوه چی خپل ټول ژوند یی د صلحی او آزادی په لاره کی هلوځلو او جهاد ته وقف کړی ؤ او  دهغه د مظلومیت اوعملی ژوند دلاری نقشه نه یوازی د افغانستان د جګړه ځپلی اولس او ځوان نسل لپاره څراغ ګڼلای شو

بلکه په خپل ژور تدبر او متانت سره یی د نړی دستر فیلسوف او آزادی غوښتونکی  خدای بښلی سید جمال الدین افغان په څیر چی د افغانستان له یوی غرنې سیمی څخه راپورته او د آزادی غوښتنی داسی غږ  یی چی پر عدالت او سوله  ولاړ وی د نړې ګوټ ، ګوټ ته ورساوه نوځکه خو ویلای شو چی   خدای بښلی شهید مولوی  نصرالله منصور هم  د همدغه قافلی یوسپیڅلی او غښتلی لاروی ؤ  هغه د پخوانی اوننی استعمار په وړاندی چی د استحمارپه بڼه ملتونه او قومونه لوټی عملی مبارزه پیل کړه .

د خدای بښلی  افغان سید جمال الدین په څیریی د استعمار ټول نیرنګونه په ټولو بڼو پیژندلی ؤ نو ځکه خویی پر علم او حکمت باندی سنبالتیا د آزادی غوښتونکو غورځنګونو ترټولو مهمه وسله ګڼله . خدای بښلی نصرالله منصور مظلوم شهید ؤ دا ځکه چی هغه د استعمارد ټولو ناوړه ارادو په لاره کی  لوی خنډ ؤ له هغه وروسته چی دهغه خدای بښلی د بدن ټول رګونه او تارونه یی د امتیازاتو او مادیاتو په لابرتوار کی معاینه کړل او د مادیت پرستی آلوده جراثیمود روزنی  لپاره یی پکی هیڅ شانی ځای پیدانکړ او دایی هم په بربنډه توګه بیامونده چی نشی کولای د یوه استراتیژیک انډیوال په توګه لکه زیاتره نورد جهاد سرغندویه ټیکه داران چی د اوسنی نړیوال ښکیلاک د لاری سرغندویان او دملت پرستونی لومړنی غشی ویشتونکی دی تری کارواخلی  نو د خپلو داسی بړیڅو په وسیله یی دتل لپاره  خوله ور پټه کړه چی ظاهره یی دجهاد او دیانت سپیڅلی کالی ور آغوستی ؤ  . شهید مولوی نصرالله منصور ځکه مظلوم شهید دی چی نن ګورو دهغه په ژوند یی دهغه خدای بښلی نږدی لارویان د استخباراتی کړیوپه لاس کی لویدلی اود معاملی اوراکړه ورکړی بازاریی ګَرم ساتلی دی اودفارسی ژبی د نومیالی شاعر په قول چی :

امروز ، ما شکسته ، ما خسته ،

ای شما بجای ماپیروز ،

این شکست وپیروزی بکام تان خوش باد

هرچه می خندید،هرچه میزنید،می بندید،

هرچه می برید ، می بازید

داتل مظلوم شهیدنصرالله منصوریاددی تل پاته وی !

__________________________________________________________________________

مظلوم شهید خدای بښلۍ مولوی نصرالله منصور یادوم. نن مو یادیږی، نن یې ستایو او نن ورپسې اوښکې تویوو. ځکه چې هغوی د اعلا‌ء کلمه الله او وطن د ازادی لپاره دې سپیڅلی جهاد وکړ،نه یې په کورنئ جګړه کې ونډه درلوده، نه یې غصب وکړ او نه هم فساد، نه یې په ژوند کې د چا ځمکې لاندې کړې او نه یې هم له مرګه وروسته کومه تپه د ځان په نوم کړه.

نه یې چیرته ماڼئ اولادونو ته په میراث پریښوده او نه هم د بانک بیلانس. د افغانانو ترمینځ د جګړې د ختمولو په موخه یی هره هغه دروازه وټکوله چې په سوله کی یی مرسته کولای شوه. د پټ او ښکاره غلیم له ټولو هڅو سره سره د واک او ځواک په جګړه کې لتاړ نشو. نن یې په نه شتون کې ځان بیوسه او بی کسه احساسوم. خو خوښ یم چې چه د غلامی، چاپلوسی، پستی، غوړه مالی او مزدوری په دغه دوره کې په ابدی خوب ویده دی. هسې نه چه د عمرله زیاتوالی ستونځو او ناورینونو د زیاتوالی له امله یې د تاریخ جبر ته سرښکته کړی وای!خو نه، نه، نه، نه، نه!داسې شونې نه ده!

د هغوی همت شجاعت متانت او اصولو ته ژمنتیا مې د ایرانی ولسمشر رفسنجانی له خوا افغانانو ته د سپکاوی د کلماتو کارولو څخه سملاسی وروسته نوموړی ته د مخامخ ځواب ورکولو په مهال یاد ده.د پاکستانیانو د ناروا غوښتنو په وړاندې د هغه په کلک اسلامی اصولو او اصیل افغانی غرور ولاړ دریز مې لاهم ورباندې باور پیاوړۍ کوی. سر یې پرې شو خو د وخت فرعونیانو ته ښکته نشو.که یې پردیو ته سر ښکته کړی وای، نو نن به دې د کابل یوه غونډئ فتحه کړی وه، اولادونو به یې په هیواد او له هیواد څخه بهر بنګلې او ښیرازه ژوند درلوده.

پوهنتونونه څلور لارې به یې په نوم وېاو په دولتی اعزاز سره به یې د بیا خښولو تابیا کیده،خو نه، نه، نه، بیا هم نه. ښه ده چه نه قاتل نه غاصب او نه هم زورواکی وه.هغوی را ته د ننګونو او ستونځو په وړاندې د مقاومت کولو توصیه کړی وه، خو نه پوهیږم نن مونږ ټولو بیا وایم ټولو، په یو او بل ډول د تاریخ د جبر په وړاندې سرونه ټیټ کړی دی.هغوی لاړل او په مونږ کې هغه متانت او همت نشته چه سره راټول شو او له ناورین څخه د هغوی په شان د راوتلو باعزته لاره ولټوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا