گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » استخباراتی ننواتې که ملی ذلت؟
استخباراتی ننواتې که ملی ذلت؟

استخباراتی ننواتې که ملی ذلت؟

ننواتی که د دروغی جوړی ذلیلانه دیپلماسی !؟

پخوا هم عجیبه شانی وختونه او زمانه وه دزورور اود کمزوری ترمینځ د یوی ننواتی واټن ؤ مانا داچی هرچا به د ذلت له ننواتی ګټه آخیسته او لوبه به یی پر مخ بیوه . دحیرانتیا وړ خو لا داده چی همدغه د جوړ جاړی ذلیلانه د  یپلوماسی د لنډه غرو چارواکو او دقدرت د تږیو د تندی په نشه کی تر یوویشتمی پیړې رارسیدلی او بیلګی یی د افغانستان د پردی پالو چارواکو په کړو وړو کی لیدلای شو .

چی څنګه هغوی د تشو بړاسونو په بدرګه دغه لرغونی دذلت او تسلیمی سیاست په ټولو هغو سیمو کی چی یا خویی  چاری تش په نوم د چارواکو تر نامه لاندی له کابل او ولایتی مرکزونو په انلائین توګه  پرمخ بیول کیږی او یاهم چارواکی دلنډی مودی  لپاره د حکومت مخالفینو ته په باج ورکولوپه نمائیشی بڼه د ولسوالې پرګدۍ کینی .

چی په دی صورت کی هم حکومت د رښتیانی مشروعیت څخه چی د اولس په استازیتوب او داولس په خوښه باید ترسره شی بی برخی کیږی .که څه هم دذلت دغه دیپلماسی د یوه کاذب او دروغجن مشروعیت پر لکړو او د درواغو او د اؤلس سترګو ته د خاورو اوایرو پر پاشلو پر مخ بیول کیږی خو په نتیجه کی نه شی کولای د تل لپاره دملتونو د عمومی پرمختګ په لاره کی خنډونه واچوی او یا هم ملتونه دیوی اوږدی مودی لپاره د فریب په لومو کی خښ کاندی .

د حیرانتیاوړ ده چی دننواتی دغه د ذلت دیپلوماسی ته د مافیائی چارواکو لخوا هغه مهال او هلته هوا ورکول کیږی چی دهیواد په لیری پرتو سیمو کی چی که دشپی  لخوا د مافیأ د مخالفو کړی د واک کونجیانی په خپل لاس کی آخلی نو د ورځی له خوا هم د حاکمی مافیا  کړی د مخالفو جګړه مارو ته په باج ورکولو یوازی د څو ساعتونو لپاره دولسوالیو پرمیزونو را څرخی. چی ښه مثال یی د پکتیا ولایت د لژی منګلوولسوالی  ده چی په لومړی ځل یی د حکومت مخالفو جنګیالیو ته په ننه واتی د ورتګ دود را ژوندی کړاو ویی پتیله چی په جرګه او ننواتی به په خپلو سیمو کی د طالبانو مرکزونو ته ورځی او په جرګه او ننواتی به له طالبانو غواړی چی جنګ بس دی سوله وکړې .

دغه استخباراتی ننواتی نه یوازی د پکتیا ولایت د لژی په ولسوالې کی تم نه شوه بلکه له هغه ځایه چی دغه ننواتی د یوی پروژی په څیر د مرکزی مافیا په غوښتنه ترتیب شوی وه په ټول هیواد کی په ځانګړی توګه په لیرو ولایاتو لکه په  بلخ او  هلمند کی هم د ملی ننواتی !! په توګه د څو ډالرو په بیه دننواتی سرکس ګرم وساتل شو .

د ننواتی په نوم ددغه استخباراتی سرکس څیره هغه وخت بربنډه شوه کله چی  په لرغونی او غیرتی هلمند کی یو شمیر کابل میشته هلمندیان په هلمند کی د طالبانو له لوری د موسی قلعه په لوری له تګ څخه دهغوی ممانعت شوی ؤ نو ژر یی تلویزیونی کامری را ؤغوښتی او د حکومت د مخالفینو په ځانګړی توګه د طالب جنګیالیو  په وړاندی یی له حاکمی مافیأ څخه د ملاتړ اعلام وکړ .

خو لکه څنګه چی ددغه استخباراتی پروژی طراحانو طمع درلوده دهغی پر خلاف  ددغه  پروژی له کرغیړنو موخوله منارو د نفرت او کرکی  لوخړی تر آسمانه ورسیدی . کتونکی او د چارو شنونکو له هم هغه لومړه سره اټکل کاوه چی ډیر ژر به ددغه استخباراتی پروژی له مخه هم پرده اوچته شی . داځکه چی حاکمه مافیأ له بل هروخت زیات بحران د مخالفینو په کړو وړو کی لټوی او هیڅکله هم په ټولنه کی د ژورو اصلاحاتو او بدلونونو اراده نلری .

وائی چی یوه قاچاق وړونکی هغه مهال چی باروت یی د سودا په موخه باندنیو هیوادونو ته لیږدول د پولیسو له لوری ودرول شو او د او د هغه په رنګ تورو پوډرو په باب یی تری وپوښتل،  چی دا دی څه بار کړی دی ؟ قاچاقبر په ډیره چالاکۍ او زړورتیا  سره وویل چی صاحب دا زیره ده !! پولیس وویل چی دا څنګه زیره ده ؟ پولیس  اورلګیت را واخیست قاچاق بر ته یی په لاس کی ورکړ تری وی غوښتل چی اور ورته کړی که په رښتیا هم زیره وی نو اوربه نه آخلی خو که باروت یا بل څه وی نو …قاچاق وړونکی چی تورو پوډروته اور ورته کړ نو د قاچاق وړونکی سترګو هم اور واخیست  او ددی ترڅنګ به یی دا خبره له خولی وتله چی نه می ویل چی زیره ده ؟ اوس چی د حکومت د ماتی او رسوائی طشت له هیچا پټ نه دی نو بیا هم غواړی په داسی لنډمهاله اقداماتو خپله دمشروعیت تله درنه کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا