گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکوټی شوری!په وینولړلی بوټان !
دکوټی شوری!په وینولړلی بوټان !

دکوټی شوری!په وینولړلی بوټان !

یاره جلندریه دا طالبان خوهم ډیر عجیبه شانی  مخلوق دی .!  څنګه کرًمیه  ؟ ودی نه لیدل چی د جګړی  وزارت ویاند څه فرمائیل ؟ دجګړی او جنګ انلائین ویاند ؤفرمائیل چی زموږ چورلکو یا هیلیکوپترو د طالب دښمن او په ځانګړی توګه د کوټی شوری هغه پروګرام ورشنډ کړ

چی غوښتل یی پرکندز او د ارچی  ولسوالی په مرکز دبرید پلان جوړکړی نو ځکه یی پخوا له دی چی دوی پر کندز برید وکړی زموږ چورلکو دهغوی نامتو قوماندانان او مشران په نښه کړل او له مینځه مو یوړل .!!

بس جلندریه تاته دی وویل شی طالبانو په ټوله دنیا کی وا ویلا پیل کړه چی ګنی افغان حکومت  او د جګړی او جنګ وزارت دوه چورلکوزموږ تر ؤلکی لاندی سیمه کی د پګړۍ تړلو پر یوه غونډه برید وکړ او د تنکیو ماشومانو په ګډون یی څو درځنه ولسی وګړی په وحشیانه توګه په شهادت ورسول .

بس ده بس کرمیه ! واوره چی د هغی غونډی د یوه مظلوم د خولی کیسه ده.راشه دا هم واوره چی هلته له څوکالو راهیسی سم یاغستان دی نو طالبانو ته چی ښه موقع په لاس ورغلی ده اوهغه څه چی دوی یی غواړی پر خلکو عملی کوی او هرڅنګه چی یی خوښه وی زموږ پر مظلوم اولس یی داسلام د سپیڅلی دین اود محمدی شریعت ترنامه لاندی د کوتک په زور پر خلکو منی .!

دا زړه بوګنونکو عملیات دی ته ورته دی چی د یوچا د ماشومانو په ګډون نارینه اوښځینه دهغه د بی کفایتی له لامله د ځناور په منګولو کی یرغمال وی اوهغه ددی پر ځای چی ماشومان ، ښځی او نارینه له یرغماله وژغوری ټَول یرغمال شوی کوچنیان په ډزو ووژنی !بل لورته ځینی  راپورونه دا هم وایی چی همدغه د هاشمیه ، عمریه مدرسه د حکومت له لوری د ښونی او روزنی د تعلیمی نصاب په  منلو دیوی رسمی مدرسی په توګه بودجه ترلاسه کوله . بس الله دی په دی قوم ورحمیږی موږ ټول د نویو استخباراتی موخو ښکاریو .

بس جلندریه کیسه می په طالبانو او د جګړی او جنګ وزارت د ویاند دانشی  په درواغو پسی وکړه . او هغه د ماشومو شهیدانو زاړه او شلیدلی بوټان می تر سترګوشول چی څنګه د جګړی او ملی مصیبت ویاند هغه دکوټی شوری بلله ، آخیر انصاف هم ښه څیز دی !                

 څه پوه شوی جلندریه ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا