گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » “سیأ” ست مدار به شی!
“سیأ” ست مدار به شی!

“سیأ” ست مدار به شی!

وایی چی یو خان وه، دری زامن یی درلوده،مشر زوی له پلار سره مرسته کوله او له خلکو سره یی اړیکی دیری ښی وی ،خان ډاډه وؤ چی مشر زوی به یی ځای ناستی وی ، دویم زوی یی له جومات او دینی کتابونو سره یی شوق وو ،

خان هیله من ؤ چی دویم زوی به یی ملا شی، د دریم زوی سر او بر یی معلوم نه وه، تل به دخپلو لوپرو  انډیوالانو سره ورک ؤو او کار و بار یی نه وو معلوم ،کله به په جومات کی وو او کله به یی هم په میاشتو لمونځ نه کاوه، کله به له  ملکانو سره گرځیده

او کله به یی هم  د غلوملا ورتړله ، له خان سره تل د کشری زوی د راتلونکی سودا وه، د خان صیب په کلی کی یو دینداره اوعابد  سړی اوسیدو چی تل یی خلکو ته نیکی مشوری ورکولی ،خان هم ورغې چی د خپل دریم زوی په اړه ورسره مشوره وکړی، عابد سړی خان ته مشوره ورکړه چی د دریم زوی د اوسیدو په کوټه کی قرآن کریم،یو بنډل پیسی او یو بوتل شراب کیږدی او له لیری یی په پټه  ننداره وکړی ، که یی قرآن کریم واخیست نو ملا به شی، که یی پیسی واخیستی نو سوداګر به شی او که یی بوتل واخیست نو لوپر به شی.خان کټ مټ همدغسی کړل، زوی یی چی کله خپلی  کوټی  ته ننوت او قرآن یی له پیسو او د شرابو د بوتل سره ولید نولومړې  یی قرآن کریم  ښکل  کړ او له تخرگ  لاندی یی ونیو  بیا یی  پیسی را واخیستی او په جیب یی ومنډلی او په آخره کی یی دشرابو  بوتل په سر واړاوه اوروان شو ،

خان چی دغه صحنه ولیده نو سمدستی هک پک پاتی شو په منډه منډه د عابد لوری ته ورغی او هغه ته یی د خپل زوی کیسه   کټ  مټ  ورته تیره کړه ددی تر څنګ یی د زوی د راتلونکی په هکله هم خپله اندیښنه څرګنده کړه !عابد او پرهیزګاره  سړی ورته وویل خان صیب ! ته فکر مه کوه زوی دی خپله لاره  پیدا کړه !خان ورته وویل ؛ چی ای د خدای دوسته ووایه چی د زوی برخلیک به  می څه وی ؟  عابد ورته وویل؛ چی هغه به ” سیأ ” ست مدار شی!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا