گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ولس مشرغــنی او د بنــدرونـــو اوتــجارتی لاروغیرسیاسی کول !
ولس مشرغــنی او د بنــدرونـــو     اوتــجارتی لاروغیرسیاسی کول   !

ولس مشرغــنی او د بنــدرونـــو اوتــجارتی لاروغیرسیاسی کول !

د نواندیشی یادونه : هغه  د پښتو ژبی مشهور متل دی دی چی وائی ” مڼه دی وی که د ولې هم وی ” که څه هم دطالبانود متحجرانه واکمنې  له سقوط څخه څه دپاسه اؤه لس کاله تیریږی او د تروریزم په وړاندی د مبارزی او د افغانستان  دبیا رغونی په پلمه نړیوالو په سلګونو میلیارده  ډالری ولګولی خو افغانستان او په ځانګړی توګه د خوست   فرهنګی او اقتصادی چاپیریال  نه یوازی بدلون نه دی موندلی بلکه ګلالی خوست چی یووختی په طبیعی توګه کوچنی مسکو ګڼلای شوؤ د پرمختګ مخه ونیول شوه . نوځکه خوهم دغه مافیائی اداری د افغانستان په جګړه ځپلی بڼ کی دیوی داسی « ولی » سره تشبیه کیدای شی چی میوه نه ورکوی او مخ پر وچیدو او زړیدو وی  .

خو زموږ اولس د نورو اولسونو او ملتونو سره څنګ په څنګ د بنیادمو د ارادی پر خلاف په یو ویشتمه پیړئ کی ژوند کوی او ددی پیړی غوښتنه داده چی ژوندی ملتونه او قومونه که په ځینو ځانګړیو دلائیلو د لنډی مودی لپاره وغولول شی استعمار او بړیڅی یی نه شی کولای ولسونه د تل لپاره د فریب او مکر په جال کی په خپلو دجالی چلونو سره وساتی . داځکه چی دننی پیړې انسانان چی د کلی په څیر نړۍ کی   دځینو  حریصو او خود غرضه انسانانود خوښی او غوښتنی  پرخلاف ژوند کوی په دی هم پوهیږی چی زموږ د هیواد اقتصادی ، سیاسی  او عمومی ستونځی کومی دی او څنګه باید ددغه ستونزو د حل په موخه د لاری چاری وسنجول شی ؟ که څه هم حاکمه مافیأ دبل هروخت په پرتله زیات زموږ د میړنی اولس له فرهنګی او اقتصادی فقرچی یوه برخه یی په مصنوعی توګه د بیسوادې سره تړلی ده ناوړه ګټه آخلی . اوس پوښتنه داده چی کیدای شی ښاغلی محمد اشرف غنی به خوب لیدلی وی د خوست غیرتی اولس چی سهار له خوبه را پاڅی د هریوه د کور مخه پر شیشو پوښلی او د هریوه خوست میشته  وګړی  د کور مخی ته یوه عراده د ۲۰۱۸ کال په  آلمان کی جوړ د مرسدس بنز ولاړ وی خو دا به څنګه او پر کومو امکاناتوترسره کیږی  ؟ او آیا دغه شانی  د پرمختګ په نامه بابولالی ویل زموږ ددردیدلی اولس زخمونه دوا کولای شی ؟

او آیا یوه د خوست د هوائی ډګر په څیرعام المنفعه پروژه  په وار وار پرانیستل او هر ځل هم دهغی د افتتاح ته نوی نوی نومونه ورکول ددی په معنا نه دی چی ددغو پرانستلو څخه سیاسی ګټه آخیستلای شی ؟ په هرحال په غالب ګمان هغه وعدی او اولوظونه چی ښاغلی محمد اشرف غنی یی اولس ته ورکوی د خوستوالو په ګډون د افغان میړنی اولس سترګو ته خاوری اوایری ورشیندل دی . خو بیاهم هغه د پورتنی متل پر لیکه چی وائی : ” مڼه دی وی که د ولې هم وی ” مو ږ هم د افغان لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل هغه راپور چی خوست ته د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د مشر  محمد اشرف غنی  دتاریخی سفر په هکله یی ترتیب کړی دی د مشال رادیو او د ښاغلی الوخیل څخه په مننه تر تاسو دررسؤ . 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دوشنبې ورځې ماسپښین مهال افغان ولسمشر محمداشرف غنی د خوست له ځوانانو او مدنی فعالانو سره په ناسته کې وویل، چې د هېواد په ګمرکاتو کې د سیاسی او دولتی دستګاه د لاسوهنو د مخینوی لپاره یې یوه اساسی طرحه تر کار لاندې نیولې چې په درېیو اونیو کې به یې کارونه سرته ورسیږی.

ده وویل، غواړی د افغانستان ټولې ترانزیټی لارې غیر سیاسی شی او په سوداګریزو مسایلو کې سیاست داخل نه شی.ولسمشر وویل، چې داسې ترانزیټی لارې چې یوه ورځ خلاصه او شل ورځې وتړل شی افغانانو لپاره ګټه نه لری.نوموړی ښځو ته په خوست ښار کې د دوی د پارک د سپارلو په باب وویل، چې د پارک د انتقال ټول اسناد د ښځو ریاست ته وسپارل شول او په دې پارک کې به یوازې او یوازې متشبثې ښځې فعالیت ولری.ولسمشر وویل، چې تېره ورځ یې والی او ښاروال ته له پنځو تر لسو ساعتونو وخت ورکړی وو او که دا کار یې ترسره کړی نه وای، ښاروال یې له دندې ګوښه کاوه.ده د ښځو د دندو په باب وویل، چې د ښځو د ریاست سربیره به په څلورو ریاستونو کې ښځې وګمارل شی.ده د خوست د متون بابا د غونډیو د سلسلو په اړه چې شنې او ځنګلیزې ساحې دی وویل، چې د خوست څلور سوه کاله راتلونکی د څلور کسانو د خوشالو لپاره نشی قربانولی.

ولسمشر خوست والی ته لارښوونه وکړه، هر څوک چې د دې غونډیو د لاندې کولو هڅه کوی، عدلی او قضایی ارګانونو ته دې معرفی کړی.ولسمشر وویل، په خوست کې خلک په اداره کې اصلاحات غواړی ، نو ده له خلکو وغوښتل چې دې کار لپاره یو ګډ کمیسیون وټاکی او خپلې طرحې دې پدې باب ور سره شریکې کړی، چې په دوو میاشتو کې یې عملی کړی. محمداشرف غنی زیاته کړه، د خوست د ادارې هغه رییسان او مسوولین چې د څلورو کلونو څخه زیاته موده یې تېره کړې، هغوی به تبدیل شی.نوموړی په خوست کې د بیلابیلو قشرونو څخه د یوې ۱۵۰ کسیزې شورا د جوړیدو وړاندیز تائید کړ او له فعالانو یې وغوښتل چې شورا دې تشکیل کړی،

چې په هرو درېیو میاشتو کې ولسمشر سره کتنې ولری.ولسمشر خوست والی ته لارښوونه وکړه، چې د صنعتی پارک ستونزه هواره کړی، خوست راتلونکی لری او که کوم څوک پدې ځای کې د ځمکو شرعی اسناد لری، ودې ښیی.افغان ولسمشر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره خوست ته د دویمې درجې تشکیلات او امکانات ورکړی.ولسمشر غنی د اوبو مهارول هم د دولت له مهمو پالیسیو څخه وبلل او ویې ویل چې د خوست د بندونو د سروې او ارزونې لپاره به تخنیکی هیات وټاکی او هر ځای چې یاد ټیم د بند جوړول مناسب وبولی، تر یو کال پورې به ورته مالی امکانات برابر کړی.ولسمشر د خوستوالو د دې غوښتنې په ځواب کې چې د خوست تاریخی میخانیکی انسټیټوټ دې په میخانیکی پوهنتون بدل کړی وویل،

چې افغان حکومت غواړی د ټکنالوژۍ نړیوال پوهنتونونه جوړ کړی.ده وړاندې وویل، هر اړخیزه څېړنه روانه ده، تخنیکی او مسلکی معینت په ځانګړې ادارې باندې بدلیږی، تر هغه وروسته به د ټکنالوژۍ په پوهنتون د میخانیکی انسټیټوټ پر بدلولو کار وشی.ولسمشر وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به په هغو ۱۷ ولایتونو او ولسوالیو کې چې پخوا ورته نا امنه ویل کیدل او مخکې ورسره بې عدالتی شوې وه، د ښوونځیو د کمښت ستونزه هواره شی.

ولسمشر وویل، د دې پروګرامونو د عملی کیدو لپاره دې موقع ورکړی او که شپږ میاشتې وروسته چې خوست ته راځی او دا کارونه یې نه وو عملی کړی، نو بیا به خوستوالو ته ګرم او ملامته وی.افغان ولسمشر وویل، که مخکې د خوست مسالو ته نه دی رسیدلی لامل داوو چې مجبور وو چې بهرنی سیاست جوړ کړی، مجبور و، چې اردو په پښو ودروی او پخوا خو چا دا باور نه کاوه چې افغانستان به په خپلو اوبو پسې وګرځی.ولسمشر هیله وکړه چې خوست به نه یوازې د افغانستان په کچه بلکې د سیمې د هېوادونو په کچه یو وتلی ښار او ولایت تبدیل شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا