گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نوازشریف دمحکــمی په حکم لــه سیاست څخه دتل لپاره ګوښه شو !
نوازشریف دمحکــمی په حکم لــه   سیاست څخه دتل لپاره ګوښه شو !

نوازشریف دمحکــمی په حکم لــه سیاست څخه دتل لپاره ګوښه شو !

لکه څرنګه چی اټکل کیده له هغه وروسته چی د پاکستان د ستری محکمی په حکم د محمد نوازشریف په مشری دهغه هیواد د حکومت تخته رانسکوره شوه  نو د  اساسی قانون  د ۶۲ مادی د تفسیر په موخه د هغه له لوری ستری محکمی ته یوه جلا غوښتن پاڼه وړاندی شو

چی د هغی د اوریدو لپاره محکمی د ۲۰۱۸ کال د آپریل ۱۳ مه ورځ وټاکله  چی نن د آپریل په ۱۳ مه یی د رأیو په اتفاق پریکړه وکړه چی د پاکستان د اساسی قانون د ۶۲ مادی  پر بنسټ څوګ چی د سیاست په ډګر کی نا اهل وګرځول شی د هغه د غه   نا اهلتیا دهغه  ټول عمر له سیاسی ډګر څخه د وتو په معنا ده .

همدا شان د پاکستان د غه محکمی ددی لپاره چی محکمه بیطرفه او د پوځ تر آغیزی لاندی ونه ښودل شی د عمران خان په مشری د تحریک انصاف دګوند یو مشر یی هم دهمدی مادی په حکم دتل لپاره له سیاسی ډګر څخه محروم کړ . که څه هم د محکمی دغه حکم له  انسانی  حقوقو څخه په سرغړاوی ولاړ دی خو کتونکی او د پاکستان د چارو پاکستان څیړونکی د  حکم د پوځ له لوری یوه قضاېی کودتا بولی . بل لوری ته د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند یوه مشر جهانګیر ترین چی  هغه هم د نوموړی محکمی له لوری دتل لپاره له سیاسی هلو ځلو محروم کړای شو ددغه حکم په غبرګون کی ویلی دی چی که څه هم هغه په دی باور دی چی د اساسی قانون ۶۲ ماده د عمری نا اهلی په معنی ده خودهغه موضوع د ښاغلی نوازشریف له دعوی سره بیخی توپیر لری

ځکه د هغه ټول جایداد د سپیناوی په موخه ثبت دی او د پاناما لیګ په څیر دعوی او دنګلې هم نلری . نوځکه زه یوځل بیا ستری محکمی ته ځانګړی غوښتن لیک وړاندی کوم چی زما پر کیس دی له سره کتنه وکړی . د کتونکو او شنونکو په باور دا ټول د پاکستان په سیاست کی د هغه هیواد د اصلی ساتونکی ځواک په توګه د پاکستان د پوځ پر زیاتیدونکی رول دلالت کوی چی غواړی دتش په نوم دموکراسی اوجمهوریت په جعلی نوم قضائی دستګاه هم دخپلو استراتیژیکواعمالوښکارکړی نوځکه خوویلی شوچی دپاکستان په ظاهره جمهوری نظام کی ټول واک دپوځ په ځانګړی توګه دپوځی استخباراتودجاسوسی دسازمان ISI په منګولوکی دی.

هرڅنګه چی ؤغواړی اودملکی حکومتونو په ګډون هره اداره په خپلو لاسونوڅرخولای شی . که څه هم د پاکستان شړل شوی صدراعظم محمد نوازشریف د همدی نظامی په ظاهره دموکراتیکی دیکتاتورۍ یوه بیلګه ده خو هغه وخت چی قدرت ته رسیدلې نه ؤ داخبره یی په ډیر دردؤنکی حال بیان کړی وه .هغه ویلی ؤ چی څوګ ویلای شی چی دغه منتخب پارلمان به چی د یوسلو شپیتو میلیونو وګړو استازیتوب کوی خپله قانونی موده سرته ورسوی ؟ زه په مسؤلیت سره وایم چی ددغه منتخب پارلمان کورته دلیږلو واک د دریو ستاره لرونکوجنرالانو په لاسو کی دی کوم  چی د پاکستان په امنیت شوری کی غړیتوب لری .

د حیرانتیا ځای دادی چی همدغه نوازشریف چی پنجابی او ددغه ځواک لویه برخه ده ددی پر ځای چی د عدالت غوښتنی پر بنسټ یوه داسی دلاری د نقشی د پلی کولو په موخه هلی ځلی وکړی چی هلته په انسانی بنسټونو ولاړه ولسواکی حاکمه وی د اولسونو سترګو ته په خاورو پاشلو بوخت اود خپلو شخصی ګټوپه فکر کی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا