دنواندیشی یادونه : لکه چی ټولو د نواندیشی خواخوږو ته دا حقیقت دلمر په څیر څرګند دی چی نواندیشی د هیواد د هغو خوارو او مظلومو پرګنو د فریاد اونیمه خواه آوازمنبر دی چی نه شی کولای اوسنی د کلی په څیرکوچنی نړۍ کی اوسیدونکو بنیادمو غوږونو ته هم دخپلی خوښی فریاد او آواز ور ورسوی. کیدای شی دا زموږ د ټولنی دهغه متحجرانه او تمامیت خواه فرهنګ زیږنده وی چی زموږ د لرغونی تاریخ په ځانګړی توګه دافغانستان پر مدنیت یی له ډیره وخته را پدی خوا د مخالف فکر د نه منلو او نه زغم سیوری غوړولی دی
له بده مرغه کله چی په بشری ټولنو کی دا ډول چلند او راشه درشه د روشنفکرانو او درسخوانو کړیو دلاری پر نقشه بدله شی بیانو هرو مرو په دیوه عظیم اوسرلوړی ملت اوقوم د انهدام او تباهۍ سبب جوړیدای شی . نوځکه خو موږ ګورو چی زموږ د هیواد ګلالی او لرغونی مدنیت جنازه د نړی ترټولو لوی ښکیلاک ګر ځواک د پردی پالو بړیڅو پراوږو ایښی او د تاریخ په لویه هدیره کی د ښخولو مراسم نیسی . خو بیاهم ددغه لرغونی او غیرتی قوم په مینځ کی داسی ګمنامه او بی طمعی بچیان روزل شوی دی چی خپل ټول ژوند یی دوطن د مور په مینه کی د لوړ همت احساس ژوندی ساتلی اولاتراوسه هم ددغه وطنی جذباتو د غوټې کیدو په هیله ځوان کهول د شعر اوهنر په ژبه راویښوی . چی دادی دګران هیواد افغانستان له همدغو فرهنګی او سیاسی ګمنامه څیرو له ډلی یوهم استاد ګل شاه میر دی چی په دی توګه یی د شعر په ژبه
د فرق به څه وی؟ تر عنوان لاندی د خپل زړه بړاس را ایستلۍ دی او دادی د هیواد په ځانګړی توګه د خوست د میړنی اولس په خاورو کی پټ دغه لعل ته له لویه خدایه د لابریالیتوبونو غوښتنه کوؤ . دنواندیشی تربیون هم دغه د ګران او په هیواد مین استاد ګل شاه میرخان څخه په زیاته مننه دغه شعر ترتاسو دررسوی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
فرق به څه وی؟ ……………
انسانان،ٌ که د ملعون شیطان په خــــــوله وی
انسانانو، شیطانانو فــــــــــرق به څـــــه وی؟
چې دوستۍ کې دښمنی د چـــــــــا شعار وی
د پردیو او خپلوانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟
چې داړونکی، څېروونکی حیـــــــــوانات وی
د دې سپیو او لیوانو فـــــرق به څــــــه وی؟
څوګ چیچل کوی څوګ نېش وهی پردی وی
د لټکو، لړمــــــــانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟
د معدن واک شو د دوی ،وطن یې چــــور کړ
د پیریانو او دېوانو فـــــــرق به څـــــــه وی؟
بـــــــــــــې ګناه افغانان مـــــــــری په بمباریو
امریکا او یهودیانو فــــــــرق به څــــــــه وی؟
عالمان چـــــــې د پردیو نوکــــــــران شـــــــی
د جـــــــــاهلو، عالمانو فــــــرق به څـــــه وی؟
که ملت مو د غفلــــــت په خــــــوب ویده وی
نو د مړو او ژوندیانو فـــــــــــرق به څـــه وی؟
چې هیواد مې را ته ړنګې کنډوالــــې کــــــړی
پنجابیانو، د روســانو فــــــــرق به څـــــه وی؟
چې د ګران افغانستــــــان، افغان دښـــــمن وی
د کافــــــــــــرو، مســـــــلمانو فـرق به څه وی؟
چې په خپل وطن کې ژوند را باندې تریخ کړی
د دښمنو او دوستـــــانو فــــــرق به څـــــه وی؟
که خپل کــور کې واک و نه لــــــرم غـــــــلا وم
د آزادو، غــــــــلامــــــانو فــــرق به څــــــه وی؟
خپلواکی د ګران وطن چـــــــې را نه اخلــــــــی
میلمانو او غاصــــبانو فــــــــرق به څـــــــه وی؟
چې کشران او مشران دواړه خاینان شــــــــــــی
د کــــشرانو او مشـــــــرانو فـــــــرق به څه وی؟
که په خپل وطـــن ځانونه قـــــــربان نه کــــــړو
د جـــــــټانو، افغانانو فــــــرق به څــــــــــه وی؟
نه کوم نر، نه داسې سر وی، چې را جګ شـــــی
نو د ښځـــــــــــو او نــــــــــرانو فــــــرق به وی؟
که زمــــــــری د ګــــــــیدړانو نه ډاریــــــــــــږی
د ګیدړو، د زمــــــریانو فـــــــرق به څـــــه وی؟
که (معلم) د مسؤلیت احساس ونه کـــــــــړی
د پوهانو، ناپـــــــوهــــــــــانو فـــــــــرق به وی؟