گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تشه لاسه ته مو دښمن یی !
تشه لاسه ته مو دښمن یی !

تشه لاسه ته مو دښمن یی !

دنواندیشی یادونه : په خوست ولایت پوری تړلی د ځاځی میدان ولسوالی دغیرت او ملی برم داسی تاریخی سمبول دی چی ددی سیمی ټول تاریخ یی د عزت او میړانی په اوبو خړوب کړی دی . داسی چی دوی تل د وخت ټولو مشروعو او نا مشروعو حکومتونو ته آبرو ور بښلی ده .

دغه ولسوالی چی له پاکستان سره په پوله پرته ده دهغی جغرافیاوی مؤقیعت ددی سبب شوی دی بی له دی چی حکومتونو ته یی د امنیت د را ټینګولو سترګی نیولی وی ددی سیمی امنیت یی پخپله میړانه او دود دستور را ټینګ کړی دی .باید د ټول  افغانستان د جګړی ځپلی هیواد ټول وګړی پری وؤیاړی . داچی هلته څنګه امنیت راغلی دی او دامنیت ساتل یی څنګه په قومی مینه ټینګ ساتلۍ او دغه مینه یی څنګه په یوه داسی سنت آړولی ده چی نه یوازی په  افغانستان کی د قومونو اووروڼو ملیتونو لپاره دلاری نقشه جوړیدای شی بلکه په اوسنی نړۍ کی د سیمی د زیاتره قومونو او میشته اولسونو لپاره د مزل وهلو اوپه ځانګړی توګه د امنیت په ساتلو کی دروڼ مشال په څیر ځلیدای شی .

خو پوښتنه داده چی دغه میړنې اولس څنګه وکولای شول چی دهر ځواک په وړاندی که بهرنی وی او د کورپه دننه چارواکی  دغه د برم او میړانی مرغلره وساتی ؟ موږ په کلکه باور لرو چی که دټولنی هر وګړۍ په ځانګړی ډول د قناعت او نورو ته د درناوی په لاره کی د قربانی او سرښندنی جوهر چی د ټولنی د هر وګړی په ژوند کی د یوه سپیڅلی بغاوت یا عصیان جوهر په بالقوه توګه موجود دی خو ځینو وګړو د ټولنیز ژوند په اوږدو کی د دیوه سالم عقلانیت پوقانه دثروت او قدرت په نشه کی الوزولی ده چی له نیکه مرغه د ځاځی میدان غیرتی او میړنی اولس د غه د نه ویلو او ” نه غوښتلو ”   جوهر د سترګو د لیمو په څیر ساتلی دی . نوځکه خویی تل حکومتونو او پر سرنوشت حاکمو ځواکونو ته آبرو وربښلی ده .دادی کله هم چی د گاونډی هیواد پاکستان ځواکونو د څولکه پوځ په مټو ددغه ولسوالی یرغـــل وکـــړ نو سم دواره یی د “نه ویلو او نه غوښتلو “ د ګوهر په مرسته بی له دی چی د وخت د حکومت څخه د مرستی غوښتنه وکړی په تش لاس پری ورودنګل او دپاکستانی غلیم ته یی غاښ متونکی ځواب ورکړ . دلته د پښتو هغه مشهور متل چی وایی ” تشه لاسه ته می دښمن یی !” پوره لیدلی شی .  که څه هم دغه راپور چی افغان لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل خپریدو ته چمتو کړی کیدای شی په دی راپور کی به ددغه غیرتی په ځان ډاډمن اولس ځینو تاریخی کارناموته اشاره نه وی شوی خود نواندیشی تربیون یی له نوموړی  لیکوال اوژورنالیست څخه همدا شان دآزادی رادیو څخه په مننه تر تاسو دررسوی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خوست امنیتی چارواکی وایی چې نن د یکشنبې په ورځ سهار خواوشا اته نیمې بجې د پاکستانیو ملېشو له‎خوا د ځاځی میدان ولسوالۍ د جنډو او نازو پر غرونو چې افغان امنیتی ځواکونه په‎کې مېشت دی، د درنو او سپکو وسلو برید شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ ازادی راډیو ته وویل چې د ځاځی میدان قومی خلکو او په دواړو غونډیو کې مېشتو سرحدی پولیسو د پاکستانیو ملېشو د وړاندې تګ مخه نیولې ده.د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼده وویل چې په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده:

بدبختانه به ووایم چې نن سهار اته او ۲۰ دقیقې پاکستانۍ ملېشه وې، د ځاځی میدان د جنډو غره او د نازو غره سرونو ته راپورته شوې وې چې په مقابل کې قومی خلکو ممانعت وکړ، همدارنګه زموږ امنیتی پوستې چې دی، هغوی هم ممانعت وکړ، په پیل کې د پاکستانی ملېشې له لوری د ثقیله او خفیفه وسلو په واسطه ډزې پیل شوې او په مقابل کې یې زموږ پرسونل هم جوابیه ځواب ورکړی، تر اوسه دا جګړه دوام لری.”

بل لوری ته د ځاځی میدان یو اوسیدونکی د نوم د نه ښودولو په شرط ازادی راډیو ته وویل چې د ځاځی میدان ولسوالۍ د الګاډې، اکا کلی، میدان، اسکندرې، ډېری میلې او نورو سیمو خواوشا زر قومی ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، د افغان ځواکونو په ملاتړ دواړه غرونو ته ختلی او اوس هم، د ځوانانو ورتګ روان دی.

    وائی چی جنګ سوړ شو میرۍ تود شو!

له دې وړاندې هم څو ځلی د ځاځی میدان پر غرونو او د سرحدی پولیسو پر مورچلو بریدونه شوی چې د ځایی خلکو په ملاتړ پر شاه تمبول شوی دی.تېرکال د دولت وسله‎والو مخالفینو هم پر ځاځی میدان له څو سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په ځوابی عمل کې لسګونه وسله‎وال ووژل شول چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوی وو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا