گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اعلان:دبیکارۍؤبااوانتخاباتی لوبه!
اعلان:دبیکارۍؤبااوانتخاباتی لوبه!

اعلان:دبیکارۍؤبااوانتخاباتی لوبه!

ټولو هغو پخوانیو ټاکنیزو کمپاینرانو، کم خرچ بالا نشین روشنفکرانو، د بیکاری وبا وهلو رنځورانو، نیمه ویښ نیمه مخمور دیموکراتانو، له ولایت ریاست او مدیریت څخه بی برخی منتظرانو، د ډینګی غوماشو او مکروبی مچانو له لاسه نیم روغ نیم لیونیانو، د انصارو حلوا ته سترګې په لار مهاجرانو، د مایوسی په ټغره ناست سوداګرو، د پردیسی په بستره کې له سپږو سره لاس او پنجه نرموونکو، ته چې د مایوسی کچه یې له ښکنځلو اوښتې او زړه چاودون ته رسیدلی وی خبر ورکول کیږی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ښه درز او دروز سره راروانې دی.هلئ زرشئ. ځانونه په کابل او ولایاتو کې د خپلو او پردیو شیطانانو ځالو ته ورسوئ. د پروسې د لنډون په موخه د معاملاتو د لارښونې له دفترونو سره ژر تر ژره په اړیکه کې شئ. خدای مه کړه که تاسو د بریا چانس نه درلوده نو د لار ښونو دفتر به له بل نوماند سره د سوداګریزې معاملې لپاره اړینه مرسته وکړی.

شرائط:هر رقیب نوماند باندې به  تورونه لګوئ. د پسرلی د مچانو غوندې به  سپین سترګی اوسئ، خوله هر چا ته له خندا ډکه ساتل، دروغ خو د چا د پلار ملکیت نه ده. ښه ډیربه  یې وایاست. کله چې ساده ګانو ته د باغونو، بنګلو، روغتونونو، سرکونو او ښونځیو جوړولو ژمنې کوئ، نود ژبې ماشین  ته به اتلس منه شلشمی تیل ورکوئ چې بنده نشی.خداى مه کړه که بریالی شوئ، نو چړچې به کوئ، خو که بریالی نه شوئ هیڅ خبره نه ده. د کوم پاک، سپیڅلی، دین او ملی ګټو ته د متعهد نوماند مخه خو به ونیسئ. بس همدغه کفایت کوی.

یادونه : هسی ټوکه وه. جدی یې مه نیسئ. زه د پاکو او شفافو ټاکنو پلوی یم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا