گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکمونــیزم طاغــوتی طلســم او دمجاهدینو دمیړانې:لمانځ غونډه !
دکمونــیزم طاغــوتی طلســم او   دمجاهدینو دمیړانې:لمانځ غونډه !

دکمونــیزم طاغــوتی طلســم او دمجاهدینو دمیړانې:لمانځ غونډه !

نن د ۱۳۹۷ کال د غوائی دمیاشتی  په شپږمه نیټه د ۱۳۷۱ هجری لمریز  کال د غوائی ۸ مه د مجاهدینو د بری ورځ د  حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان له لوری د کابل د اوومې ناحیې د چهلستون په عمومی سړک د تاج محل په تالار کې ونمانځل شوهپه دغه غونډه کې د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان امیر مولوی عبدالحکیم منیب، د حرکت د دارالانشاء رئیس مولوی رحمت الله واحدیار، د قیام ملی ګوند رئیس زمریالی احدی، د سولې عالی شورا مرستیال حاجی دین محمد، ، د حرکت ویاند وتلی دینی عالم مولوی سمیع الله ریحان، د کابل د ولایتی شورا استازو مولوی عطاء الله فیضانی، ملا محمد عمر تره خېل، د حرکت د سیاسی کمېټې مرستیال محمد مجاهد، سید محبوب پاچا، مولوی صاحب عارف، حاجی دوست محمد، وکیل فواد نسیمی، د اومې ناحیې او د کابل له مختلفو سیمو څخه ګڼو علماو، د رسنیو مسؤولینو، لیکوالانو، مدنی فعالانو او په زرګونو ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه ورپسې د حرکت د دارالانشاء رئیس مولوی رحمت الله واحدیار د غونډې د اجنډا سربېره د هرکلی وینا وکړه.ورپسې حاجی دوست محمد د ثور د اتمې په اړه او د مجاهدینو د بریا او د سنګر د خاطرو په اړه خپل د سترګو لیدلی حالات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ.ورپسې د حرکت ویاند وتلی ژبه ور دینی عالم مولوی سمیع الله ریحان په روان سیاسی وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د نظام مسؤولین دې علماوو ته پراخه ونډه ورکړی، نوموړی زیاته کړه چې غښتلی او پیاوړی نظامونه هغه دی چې تر څنګ یې علما ولاړ وی.ورپسې د حرکت د سیاسی کمېټې مرستیال محمد مجاهد خبرې وکړې اوزیاته یې کړه چې دثور اتمه د بریا،نېکمرغۍ اوخوشحالۍ ورځ ده اودغه ورځ زموږ په تاریخ کې یو روښانه باب دی،

نوموړی همدارنګه وویل چې حرکت هېڅکله هم په هېواد کې د تاوتریخوالی، جګړو او بحرانی وضعیت پلوی نه دی او له ښکېلو خواوو څخه غواړی چې سولې او د مذاکراتو میز ته کېنی، ترڅو په هېواد کې سرتاسری ارامی راشی.ورپسې مولوی عارف د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ولس دې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلی او د خپلې خوښې وړ نوماند ته دې رایه ورکړی.همدارنګه مولوی سید محبوب پاچا د جهاد د سپیڅلې لارې د شهیدانو او د جهاد د نه هېریدونکو خاطرو په اړه خبرې وکړې. ورپسې د قیام ملی ګوند رئیس زمریالی احدی د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند له ټولو سیاسی، ټولنیزو او فرهنګی فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې حرکت له پخوا هم د علماوو ګوند و او د دغه ګوند مشرانواوغړود دې مظلومو ولسونو د سرلوړۍ، پرمختګ او ابادۍ لپاره نه ستړی کېدونکی هلې ځلې کړی دی اودجهاد په سپیڅلې لاره کې یې دسر سړی قربانی کړی دی.

ورپسې مولوی عبدالمتین معتصم بالله په نظامونو کې د علماوو د ونډې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ملی وحدت حکومت مشران باید د هېواد علماوو ته ځانګړې پاملرنه وکړی او د دوی له سپیڅلو فکرونو او علمی استعدادونو څخه د نظام د ټېنګښت او پیاوړی کېدو کې کار واخلی.ورپسې د حرکت امیر مولوی عبدالحکیم منیب خبرې وکړې او د ثور اتمه یې د معاصر تاریخ یو ځلانده باب وباله.ښاغلی منیب وویل چې: پوره شپږوېشت کاله وړاندې، د غوایی پر اتمه مجاهدین کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې خپل بریالیتوب اعلان کړ.دا به یوه لویه جفا او د تاریخ د مسخ کولو هڅه وی، که څوک د مجاهدینو له قربانیو او سرښندنو سترګې پټې کړی. د روسی ښکېلاک او د خلق او پرچم د سړی خورو ګوندونو په وړاندې جهاد، پاڅون او مبارزه، یوه ملی او دینی وجیبه وه.

روسان په چک چکو او تشو سورو نارو نه دی وتلی؛ بلکې همدا د مجاهدینو د وینو او غازیانو د تورو شرنګ وو چې د کمونیزم طاغوتی طلسم مات شو، سره امپراطوری دړې وړې او انسانی ټولنه یې له شره خلاصه شوه؛ خو دا ویاړ یواځې د هغه مجاهد نه دی چې ټوپک په اوږه او په سنګر کې یې په وچه ډوډۍ شپه سبا کړې ده؛ بلکې هر چا چې د کمونستانو په خلاف که یواځې د مرده باد شعار هم ورکړی، د لوږې اعتصاب یې کړی، په سړک یې لاریون کړی، د خپل ولس د ملاتړ پخاطر یې یوه مقاله لیکلې او یا یې د کوم شهید د کونډې او یا مهاجر کیږدۍ ته سر ښکاره کړی، دوی ټول د دی افتخار وارثان ګڼل کېږی.د یو منلی اصل په توګه، د ثور اتمه زموږ د معاصر تاریخ یوه مهمه ورځ او د دې مسلمان او باتور ولس د شاهکاریو مظهر دی؛ خو له بده مرغه، د یو نیم ملیون پاکو شهیدانو د وینو په بیه ګټل شوی میدان د نړیوالې خطرناکې بلا په لمن کې پرېوت او دغه بلا مو اوس هم د تن وینې زبیښی.

نوموړی همدارنګه حرکت په کورنیو جګړو کې ښکېل ونه باله او وې ویل چې: ټولو جهادی او سیاسی ګوندونو او ټولو درنو ولسونو ته جوته ده چې حرکت انقلاب اسلامی په کورنیو جګړو کې برخه نه وه اخیستې او بیا به یې هم وانخلی؛ ځکه موږ له خدای جلاجلاله څخه ویرېدلو او ملی ارزښتونه او ملی ګټې راته مهم دی.همدارنګه حرکت انقلاب اسلامی ګوند د اسلام، هېواد او هېوادوالو د ګټو د خوندیتوب لپاره هر ډول قربانیو ته تیار دی؛ خو د اسلام، هېواد او هېوادوالو په زیان د یوه وړوکی قدم اوچتېدل هم نه غواړو او نه یې کوو.زموږ قهرمان او اتل هغه څوک دی چې له روانو بدمرغیو څخه مو خلاص کړی او هېواد د پرمختګ، ابادۍ او سولې په لور رهی کړی!زموږ دښمن ډېر ځیرک دی، موږ په یوه او بل نامه ټوټه کوی؛ خو که موږ اتفاق وکړو او یو بل ته د ورورولۍ کلک لاسونه ورکړو، نو بیا پر موږ د هېچا زور نه رسېږی او هر مغرض کس ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکولی شو. ورپسې د کابل د ولایتی شورا استازی مولوی عطاء الله فیضانی د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ولس دې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلی او د خپلې خوښې نوماند ته دې خپله رایه وکاروی.

ورپسې د اوومې ناحیې د ځوانانو مشر وکیل فواد نسیمی او د کابل د ولایتی شورا استازی ملا محمد عمر تره خېل په اوسنی وخت کې د ځوانانو پر وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ځوانان کولای شی چې هېواد او هېوادوال له روانو بدمرغیو څخه وژغوری.دوی وویل چې د پخوا په پرتله اوس په ځوانانو کې اسلامی او ملی روحیه تر بل هر وخت زیاته پیاوړې شوې ده او ځوانان کولای شی چې په دغه ځواک سره په ټولنه کې د اصلاح او پرمختګ لپاره نه ستړی کېدونکی ګامونه پورته کړی اوټولنه دپرمختګ ابادۍ اوسوکالۍ خواته بوځی.

ورپسې د سولې د عالی شورا مرستیال، جهادی مشر حاجی دین محمد د حرکت پر فعالیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې حرکت تل د علماوو په انسجام، ښې همغږۍ، د ولسونو په عامه پوهاوی لپاره نه ستړی کېدونکی هلې ځلې کړی دی او ټولې هڅې یې د ستاینې وړ دی.غونډه د محمد آصف صاحبزاده له لوری په دعائیه پای ته ورسېده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا