گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خبریال احمدشاه هم ځوانیمرګ شو
خبریال احمدشاه هم ځوانیمرګ شو

خبریال احمدشاه هم ځوانیمرګ شو

د بی بی سی د ځوانیمرګ خبریال احمدشاه جنازه دسه شنبی په ورځ  د خوست په متون کې د ارواښاد په پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شوه. احمدشاه تېره ورځ خوست ښار ته نژدې ناپېژانده وسله والو وواژه.

د نوموړی مړی د متون په ابش خېلو هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.د نوموړی د جنازې په مراسمو کې د دوه زرو په شاوخوا کې کسانو ګډون کړی و چې فرهنګیان، لیکوالان، ژورنالستان او د نوموړی د کورنۍ غړی او خواخوږی وو.

په خوست کې خبریال سردار شفیق وایی، احمدشاه په خپلو راپورونو کې بې پرې توب او معیار ته ډېر پام کاوه او د ده په خبره، د ده وژنه به د بیان ازادۍ مخه ډپ‎ نه کړی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې د بی بی سی خبریال احمدشاه په وژنه کې دوی لاس نه درلود او پر دې پېښه خوابدی دی.احمدشاه له تېر څه باندې یو کال راهیسې له بی بی سی پښتو سره دنده درلوده

او د همکارانو په وینا یې، ډېر مسلکی او با استعداده خبریال و، چې د سیمې له حالاتو او پېښو یې کره او بې پرې رپوټونه ورکول.د ارواښاد په جنازه کې د بی بی سی د ډاډګیرنې او خواشینۍ پیغام د لیکوال سپین روان نورزی له خوا ولوستل شو.نواندیشی او دهغی سرپرست مشرهم  دغه خونړۍ جنایت په کلکه غندی اوځوانیمرګ احمدشاه ته د لوی خدای له درباره جنتونه همدا شان  د خدای بښلی  کورنی او دخوست ټولو لیکوالانو او د مدنی ټولنو استازو ته  د صبر او زغم  غوښتنه کوی . 

دغه راپور د کابل د BBC دفتر په مرسته خپریدو ته چمتوشوی دی چی ترینه خورا زیاته مننه کوو :

یک نظر

  1. بهروز خان بورکی

    د خبریال یا ازاد صحافت کونکی مرگ د حقایقو مرگ دی . ایا د حق ویل هم نن سبا جرم دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا