گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مـــوږ او مــنظـــور پشـــتون !
مـــوږ او مــنظـــور پشـــتون !

مـــوږ او مــنظـــور پشـــتون !

منظور(پشتین) پشتون د پشتون تحفظ مومنت په نامه یو پرلت چه غوښتنه ای د پاکستان له  دولت څخه خپل” ائینی “یا قانونی حقوق ترلاسه کول دی په لاره واچوه  هغه هم د تعزیرات پاکستان تر قانون  لاندی ! دمنظور پشتون غورځنګ چی اوس یی د پښتون قوم  اوهغه تر څه حده خپل شرایط ای او غوښتنی  لیکلی چه پکار ده  زموږ دا پر حق غوښتنی  پاکستانی واکمنی  اداری ؤمنی . !

دغه راز د منظور پشتین پرلت همیشه دا وایی اواوس یی هم په زغرده په ډاګه کړی ده چه موږ به هله  پرلتونه پای ته ورسوؤ چی زموږ شرائط د پاکستان د اساسی قانون په رڼا کی حل شی   یعنی دا چه دوی پاکستان خپله داسی جغرافیا بولی  چی پلرونو او نیکونو یی دهغی په را مینځ ته کولو کی لویه ونډه آخیستی ده نوځکه خو ویلای شو چی د هغوی ټولی غوښتنی هم د پاکستان د اساسی  قانون سره سمی او د جمهوریت او دموکراسی سره په رڼا  کی خپل تر پښو لاندی شوی  حق بولی او دوی خپل حق بولی چی د هغی په رڼا کی خپل حقوق او غوښتنی  مطرح کړی .

دوی دهمدی اصلی موخی ته درسیدو لپاره مبارزه او تلاش کوی او کلک باور لری چی د دوی قانونی غوښتنی باید واوریدل شی !! داچی ددغه غورځنګ غوښتنی به کله او دپاکستان د تاریخ په کوم پړاؤ کی رنګ راوړی  دا هغه پوښتنه ده چی هیڅوګ ورته ځواب نه شی ورکولای ، زه د افغانستان خلقواو په ځانګړی توګه دپښتنو د حقوقو د تحفظ د غورځنګ نا لیدلیو مینانو او ملاتړو ملاتړ او خوا خوږۍ  ته هغه وخت هک پک او حیران شم چی  دوی د خپلی مبارزی او جدوجهد د ” سیأ ” سی  توجیه لپاره دهغوی غوښتنی  هم په جعلی توګه د خلکو او اولسونو ترغوږو رسوی .

په دی اړه می د یوه مرید د مرشد او یا پیر صاحب په وړاندی د ارادت کیسه را یاده شوه ، وایی یوه ورځ یوه مرید په ډیره دبدبه او شأن سره د خپل مرشد یا پیر د کرامات شمیرل او ویل یی چی زما مرشد دومره دکراماتواو معجزاتو  څښتن دی کله چی  په نیمه شپه کی د نفل لمانځه په موخه او هدف را  پورته شی نو له نفلو وروسته  د آسمانونو په سفر درومی  چی سهار شی نو بیا واپس ځمکی ته راګرځی !! خلکو چی ددغه چاپلوس مرید خبری او د خپل پیر او مرشد په هکله چی  ژوندی ؤ واوریدی نو وار له واره د مرشد د کور په لوری وخوځیدل او له ژوندی مرشد څخه یی د هغه د هغو معجزاتوپه هکله پوښتنه وکړه چی دهغه مرید له وړاندی د خپل مرشد په باب ویلی ؤ . مرشد په ډیره عاجزی سره وویل چی دا ټول هسی بی خونده او له خپله ځانه را جوړی  شوی افسانی دی هیڅ شانی د باور وړ نه دی . زه یو ساده  او خوار ګناهکاربنیادم  یم چی که خدای می توبه قبوله کړی زه به له خدایه ډیر راضی اوسم . کله چی د سیمی خلکو د نامتو مرشد او پیر خبری واوریدی نو یی سم دلاسه له سینه چاک مرید څخه ؤپوښتل نوهغه په ځواب کی وویل چی د هغه په ماغزو کی لږ څه خرابوالی راغلی دی .! زه پوهیږم که هغه خوار او کم عقل مرشد ؟ زه چی وایم دشپی له خوا د عبادت په موخه تر آسمان رسی نو هغه ضرور رسیږی . بس د هغه خوارکی دماغی حالت لږڅه خراب غوندی دی ولی تاسو د اولیاو الله کرامات نه منې ؟

تاسو ګوری چی څنګه د پاکستان پوځی کړۍ د جماعت اسلامی تر چتر لاندی غواړی ددغه ځوان  غورځنګ موخی لوټ کړی ؟

زموږ د افغانانو له پښتون تحفظ له غورځنګ څخه د ملاتړ داستان هم دهغه پیر او مرید ارادت ته ورته دی . دا ځکه چی هغوی خو هیڅکله هم دیوه آزاد هیواد د جوړیدو ناره نه ده اوچته کړی او هیڅکله یی هم له پاکستان څخه د جلاکیدو ډنډوره نه ده غږولی .!!  هغوی خو خپل د پاکستان قانون ته پوره تسلیم دی او خپل حق هم د خپل ملک د قانون په منشور کی غواړی او حق یی هم ورکړی او دا اوس هم د پاکستان په پارلمان کی بشپړه نمایندگی لری دا څه  گیلی او شکوی هم چی د پښتون د حقوقو دتحفظ غورځنګ په بڼه یی د خپل پوځ څخه لری او یو شمیر  وګړو  پر مظاهرو لاس پوری  کړی چه د تل لپاره ی ، شکوه او شکایت رفع شی .

منظور پشتون د هم دغه شانی  پرلت مشری کوی او د افغانانو مظاهری د دوی په دی غوښتنو چه د پاکستان له اساسی  قانون سره سمی یی غواړی او ددوی یو طبیعی او اساسی حق بللی شی د هغوی د سوله ایزو مبارزو او جد وجهد په لاره کی لوی خنډ جوړیدای شی . له پاکستان پوځ او دولت سره د هغوی د ستونزود حل  په موخه پرلتونه او غورځنګونه د هغوی طبیعی او قانونی حق بللی شی . موږ باید چی د انسانی او پښتنی  خواخوږۍ  پر بنسټ له هغوی څخه هیڅ شانی ملاتړ دریغ نکړو اوتل د ظلم پر وړاندی د مظلومو اولسونو د جدو جهد د جنډۍ ملاتړ وکړو .

کنه خدای مکړه موږ به د دی پر ځای چی په خپل ملاتړ د هغوی ملاورټینګه کړو د دغه ځوان غورځنګ د ماتی او زوال په رامینځ ته کولو کی په ناخبره توګه ونډه آخیستی وی .اودفارسی ژبی د مشهورشاعراو عارف د سعدی علیه رحمه ددغه بیت چی وایی:امیدوار بودآدمى به خیر کسان   مرا به خیر تو امید نیست، شر مـــرسان    نمونه او مثال وگرځو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا