گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشهرناپرسان غندلۍ او فردوسۍ !
دشهرناپرسان غندلۍ او فردوسۍ !

دشهرناپرسان غندلۍ او فردوسۍ !

کاغذی پهلوانان اوکه دغورو پرواتلان!

شف،شف نه په ډانګ پییلی اوزغرده وایم چې سپینی ماڼۍ ډیر باتور! اوجسور! میړونه د افغان ولس د واګی په ګدۍ کینولی دی.یو په کیلوال او اصطلاح غلجیوال سپین څادر،سپین پټکی،سپینو کالیو اوسپینو تسپوکې غوسه ناک راڅرګند شی د غمجنو تراژیدیواوخونړیو ناورینونوکې د شهیدانو په اړه د جنت فردوس په غوښتنه خپل دېن ادا کړی.د ولس مشر پرځای که فردوس خان وباله شی زما په اند به غوره وی.

د سپیدار ماڼۍ جنټل مېن د هالیووډ دسینمایې ستوروپه څیر لوکسه نیکټایی اومدرنه دریشۍ کې په متبسمه څیره او د شپنیوبنډارونوله کبله په پړسیدلو سترګو کې په ډیرنرم اوښځینه غږووایې چې دا ډول خونړۍ پیښې په کلکو ټکو غندم. اوتش په همدغه ټکی ځان بری ذمه بولی.

اجرایه ریس له همدې کبله باید غندل خان وباله شی.ځکه یواځې په غندنه بسنه کوی.د فردوس خان اوغندل خان د شهر ناپرسان په پاچا هیوکې ورځ تربلې د هیواد په ټوله کچه د غمجنواو ویرجنوخونړیوپیښو ګراف مخ په لوړیدو دی.د ثورد لسمې نیټی د ژورنالیزم په تاریخ کې ستره تراژیدی اود ځوانو،هڅاندو،ژمنو،وطنپالواو مسلکی ژورنالیستانو ډله ییز شهادت نه یواځې افغان ملت بلکې د نړۍ بشریت ولړزاوه .

د جنګ جګړو اوباروتو په لوګیو کې د افغانستان ژورنالیستانوتل د خپل مظلوم اوټپی،ټپی ولس غږ،فریاد اوچیغی بې له ځنډه د خپلو اړوند ډله ییزو رسنیو له لارې د خپلوهیوادوالواو نړیوالوغوږونو ته رسولی او د دوښمنانو توری او کرغیړنې څیرې اود بهرنیوپیژندل شویوتوطیه ګرانو او دهغه په سر کې یې د تورپنجاب د دوزخی او لعنتی سازمان ای،اس،ای خبیثه او رذیله څیره په څرګندو ټکو کې رسوا اوپه ډاګه کړی ده.

دافغانستان ډله ییزی رسنۍ اوپه ټوله کې هیواد او ولس ته ژمن اوهوډمن ژورنالیستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه وغوړیدل او د ژورنالیزم په ارت آسمان کې لکه ستوری وځلیدل او همدا لامل دی چې بیلابیلې دوښمنې کړۍ د خپلو ځنځیری غلامانوطالبانواوداعشی سپیو په کارولواوځان مرګو بریدونو په وسیله د پرمخ تللی اوغوړیدلی ژورنالیزم د لا انکشاف مخه ډب کول غواړی چې په کندهارکې د پیاوړی اووطنپال ژورنالیست عبد المنان ارغند شهادت اوبیا په کابل کې د دوشنبې په توره خونړۍ ورځ د نهوتنو د تکړه فرهنګپالواومسلکی ژورنالیستانواو کمره مېنانوډله ییز شهادت او د خوست په ولایت کې د هڅاند،بشرپال اوولسپال شاه ځلمی ژورنالیست احمد شاه شهادت د کورنیواو بهرنیودوښمنانو د رذیلانه توطیو څرګنده بیلګه ده.

دافغانستان دوښمنان دسپورت په ډګرکې هم زموږداتلوشاه ځلمو لوبغاړواوطلایی مډال ګټونکوستورو په وړاندې ځانمرګی پیښې رامنځته کوی. د هلمند دلشکرګاه د سپورت په لوبغالی کې د موټر بم په چاودنه کې په لسګونو تنه زموږهلمندی وروڼه ځوانان اوماشومان شهیدان اوټپیان شول او همدارز د پکتیکا په ولایت کې ورته پیښه د پکتیکا د کریکیټ او والیبال په لوبغاړو ترسره او ستره مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.داډول پیښې د لوی نـنګرهاراولرغونی بغلان په ولایتونو کې د سپورت د لوبغاړو په وړاندې ترسره شوی دی. ځکه د افغانستان قسم خوړلی اورذیل دوښمنان په سر کې ای،اس،ای هیڅکله هم د افغانانو پرمختګ اولاسته راوړنې نه شی زغملی اودا لوبې د امریکا د متحده ایالاتواو دهغه دلویدیځ والوانډیوالو د سترګو په وړاندې تیریږی اولا تر اوسه یې د داعش،طالب اود هغه دروزونکی ترهګر پاکستان پرضد کوټلی اوغوڅ ګامونه نه دې پورته کړی دافغان جګړه ځپلی ولس سره د لیوه او د شپانه په دود چال چلند کوی اوپه دغه مذب ذب اوڅپ څپاند دریځ د خپلوسلګونومیلیاردونوډالرو لګښت او زرګونومړه شویو سرتیرو په وړاندې د سپینی ما ڼۍ د چارواکو بې پروایې اوحماقت په ډاګه کوی چې په لوی لاس افغانستان د پاکستان،ایران اوروس په لمنه کې ګوزارول اوسپارل غواړی.دامریکا جمهور ریس دونالد ټرمپ د امریکا پخوانی مشران احمق او ناپوه وبلل چې پاکستانی پوځی چارواکو د میلیاردونو ډالرواوعصری جنګی وسایلوپه لاسته راوړلوهغو تیرایستل او دادی اوس پاکستان د روس او ایران په لمنه کې د امریکا پرضد غورزې پرزې کوی.

زما په اند ټرمپ هم د ده په اصطلاح لوی احمق باله شی چې دمور بم یې د طالبی اوداعشی پاکستانی ترهګریزومرکزونوباندې نه بلکې دافغانستان په دنـنه کې ګوزار کړاوتراوسه یې د پاکستان په وړاندې هیڅ پوځی عملیات او کوټلی ګامونه نه دی پورته کړی. اود افغانستان پرضد دپاکستان پوځی تیریو په وړاندې چوپه خوله ناست دی.د فردوس خان،غندل خان اوټرومپیت په دوران کې به افغان ملت په اورکې سوځی چې دسونګ توکی یې بې وسه افغانان دی. 

       جاروطنه! دوښمنان دې ذلیل اونابود شه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا