نن د خوست ښار د یعقوبیوهډې په یوه مسجد کی د ماین چاودنی د یوه خونړی جنایت له لامله ۱۷ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون په شهادت رسیدلی او ۳۴ ټپیان شوی دی.
د خوست سرپرست امینه قوماندان سمنوال عبدالحنان ددغه جنایت د سرته رسولو په موخه وویل نن د یکشنبې د ورځې (مۍ۶) د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې، د یوه ماین د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ تنه شهیدان او ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دی.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد چی له وینو او وژلوسره ځانګړی مینه لری داځل یی د خپل ټویټر په پاڼه لیکلی چې دا برید د دغې ډلې کار نه وواو داډول چاودنی یو بدنامؤنکې عمل دی .
بل لوری ته سمنوال عبدالحنان وویل، ناپیژاندو کسانو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د مامورینو د یو میز لاندې ماین ځای پرځای کړی و، چې له غرمې وروسته یې چاودنه وکړه. په وژل شوواو او ټپیانو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبت مامورین هم شامل دی. کتونکی واېی چی دا ډول په رڼا ورځ جنایات ترسره کول د ټاکنواو ولسواکی سره د خونړۍ دښمنی په معنا دی چی د انسان د آزآدۍ او سوله ناک ژوند سره د یوی وینه بهوونکی دښمنې تسلسل بللی شی .
نواندیشیاوددغه تربیون سرپرست دغه چاودنه په کلکه غندی او زیاتوی چی دا شانی کرغیړن جنایات ترسره کول به تر هغی دوام مومی ترڅو چی زموږ په ټولنه کی د مخالف پر وژلو باور ژوندی وی .