څلور اړخیز سریز چې د خوست اېګلز کرکټ کلب، YAS کرکټ کلب، صیاد زلمی کرکټ کلب او ذهین سټار کرکټ کلب تر منځ جوړ شوی وو، پایلوبې ته یې د خوست اېګلز کرکټ کلب او صیاد زلمی کرکټ کلب لوبډلې وتلې وې، چې نن ورځ یې پایلوبه تر سره شوه.
د لوبې پچه یا (قرعه ) خوست اېګلز کرکټ کلب لوبډلی مشر وګټله، په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.خوست اېګلز د اتو لوبغاړو په سوځیدو په پوره شلو اورنو کې ۱۹۳ منډې ترسره کړې او صیاد زلمی لوبډلې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
د خوست اېګلز توپ وهنې برخه کې:
کوثر خان: ۶۲ منډې
افسر منګل: ۵۲ منډې
ذبیح الله سوله مل: ۲۸ ناسوځیدلی منډې
شفیق الله قدام: ۱۱ منډې
غازی نیازی: ۹ منډې
فاروق څاروان: ۹ منډې
ګوهر افغان: ۶ منډې
اکرم قانع: ۲ منډې
آصف هلال: دوه ناسوځیدلی منډې ترلاسه کړې
ورپسې صیاد زلمی په زړه پورې پیل ورکړ خو په وروستیو کې ټاکل شوی هدف ته د رسیدو لپاره له ستونزو سره مخ شول.د لوبې وروستی اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۹۱ منډې ترلاسه کړې او لوبه د خوست اېګلز کرکټ کلب په بریا پای ته ورسیده.د خوست اېګلز توپ اچوونې برخه کې:
شفیق الله قدام: درې ویکټې
ذبیح الله سوله مل: دوه ویکټې
طارق دانش: دوه ویکټې
سیدالرحمن: یوه ویکټ تر لاسه کړه
آصف هلال: یوه ویکټ
ګوهر افغان یوه ویکټ تر لاسه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شفیق الله قدام شو چې د درو ویکټو اخیستو تر څنګ یې ۱۱ منډې وکړې.د نواندیشی تربیون ددغه دوستانه بریالیتوب ترڅنګ چی د خوست ایګلز کرکټ کلب ټولو لوبغاړو او مینوالو ته یی مبارکی وائی د خوست په لرغونی اوزرغون ولایت کی ددا ډول لوبوترسره کول د ځوان کهول دغښتلتیا اوسلامتیا نښه بولی .