گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خپــل کاندیــد ښــه ؤپیژنی !
خپــل کاندیــد ښــه ؤپیژنی !

خپــل کاندیــد ښــه ؤپیژنی !

کاندیدان ملائیکی شی چی شروع شی کـمپائینونه

 یــوه ټوټه دشرافت شی هم ژوندی شی وجدانونه 

انـګازی د عدالت او دخدمـت خوری وری شی

 ته به وائی چی ملک جوړ شو نوربه نه وی تکلیفونه

کاندیدان شی په هرځای کی د پښو خاوری ؤهرچاته  

نوبه وائی چی بی شکه دوی به وکړی خدمتونه

چی بری شی ورپه برخه لاس تری مینځه مه یی وینه 

 نه لیدی نه ئـــی کتۍ شــــی نه دی اوری فریــــادونه  

 چی تور موټرکی سپورشی تکی توری یی ښیښی وی 

 د الفبآ (و) او( ج) چـــی مـــزئین شی پـــلیــــټـــونه

 راشه اوس یی ننداره کړه چی پیغام یی تاته څه دی ؟ 

نورمی مه مزاحم کیږه چی زه ډک کړم خپل جیبونه

دای وخت دی چی ټاکـــنه مو مټاکـــه نه شی وروره  

 که لږ فکر ورته وکـــړی بیا به نکړی ارمــــانونه  

  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا