گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » که څنګه ملا چرگک آخند ؟
که څنګه ملا چرگک آخند ؟

که څنګه ملا چرگک آخند ؟

که د ننی فساد په ضد مبارزه جهاد نه وی بیاخو نو د نورمحمد ترکی او حفیظ الله آمین په ضد قیام تر ټولو ستر فساد و ځکه د هغومرحومینو په دور کې د فساد ګراف کنټرول ؤ .

که د ننی اشغال په ضد جهاد فرض نه وی بیا خو د روسانو په ضد جهاد تر ټولو ستر حماقت ؤ ځکه روسان هغه خلک ول چی د افغانستان ټولی اقتصادی زیربناویې راته ورغولی چی دا کار به امریکایان په زرګونو کاله هم ونه کړی که بده خبره کوم ته ووایه ملا چرگک  اخند ؟ 

یاره مأمورصاحب په دوه ؤ کی دی راوستم ! زموږ په کلی چی کوچیان به راتلل نو یوه ورځ یی له کوچی چی ګلا خان نومیده او له پلار نیکه د پیرصاب آفندی جان آغا مرید ؤ چی  رمی او پسونه به یی  څرول  کلیوالو پوښتنه تری  وکړه چی هلکه ګلو خدای پاک ډیر درباندی ګران دی اوکه پیرصاب ؟

ګلو غاړه تازه کړه ویل یی  چی که ووایم چی خدای  راته ګران دی نوپیر صاب به خفه شی  چی هغه مبارک خو زموږ د پلاراود نیکه پیرخانه ده  او تراوسه یی هم میږې او پسونه  زموږ په رمو کی ترنورو پسونو زیات څاربه او نازولی  دی خو که ووایم چی پیر صاب راباندی ګران دی نو که څه هم ما په خپلو ګناهکارو سترګو لیدلی نه دی خو هغه ورځ یی چا راته د پیر صاب د کراماتو ذکرکاوه مریدا ن صاحبان د پیر صاب په مینه کی دومره غرق شوی ؤ

چی نا څاپه به یی له خولی دا لنډی راوتله ! که څوک جنت له خدایه غواړی نو د پیر ګل تر لمن وکاږئ لاسونه او سمدلاسه به په ځمکه پریؤت . یاره مأموره زه به څه ووایم ؟ چوپه خوله ښه ده چی د سړی خپله خوله هم کلا ده هم بلا !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا