اشرفه مخ دی د کتلو نه دی
دا تش دباو دی د زغملو ندی
عبدالله جان سره سینگار مزه کا
عورت د باندی د وتلو ندی
چیرته جولا وه پارلمان ته راغلل
گوره جولا د وده ولو ندی
دا رهبرانو خو اسلام تباه کړ
نشته په دوی چی د وژلو ندی
تاویل چی باز دی خو مورچل یی پریښود
نور دا ټپوس د پریښودلو نه دی
دومره مفتیان دی په پیسو واخستل
چی یو په مفته د تړلو نه دۍ
دا کابینه ده که د لټانو دیره؟
دسپی کاسه ده د څټلو ندی
په اور کی درومی او رڼا لټوی
د اور پرتوگ د اغستلو ندی
چا درته وَیْل چی مفکر یی گله
هسی دا ټوکه د منلـــو ندی
شهابه نوره لوڅ لپړ گرزمه
څیری گریوان می د گڼدلو نه دی