گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحرکت انقلاب اسلامی گونـدلخوا ددوه اړخیزاوربنـددغځېدو غوښتنه!
دحرکت انقلاب اسلامی گونـدلخوا   ددوه اړخیزاوربنـددغځېدو غوښتنه!

دحرکت انقلاب اسلامی گونـدلخوا ددوه اړخیزاوربنـددغځېدو غوښتنه!

حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د دوه اړخیزه اوربند د هرکلی تر څنګ د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه او دغه اوربند یې په هېواد کې د سرتاسرۍ سولې او پخلاینې لپاره یوه بې بېلکې پیلامه وبلله.په دغې رسنیزه غونډه کې د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان امیر مولوی عبدالحکیم منیب، د حرکت اجرائیه شورا غړو، جهادی او قومی مشرانو، د هېواد جیدو علماوو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل ورپسې د حرکت امیر مولوی عبدالحکیم منیب په پیل کې له ولسمشر محمد اشرف غنی او د اسلامی دولت د رهبری شورا له غړو او ټولو مسؤولینو څخه مننه وکړه چې د هېوادوالو دغې غوښتنه ته یې لبیک وویلو او په هېواد کې یې د اوربند اعلان وکړ.ښاغلی منیب په خپلو کې له افغان دولت او د اسلامی امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د دغه اوربند موده وغځوی او همدارنګه د اوږدمهاله او دایمی سولې لپاره د مذاکراتو میز ته کېنی.

مولوی عبدالحکیم منیب په خپلو خبرو کې په دواړو خواو غږ وکړ چې په هېواد کې د سرتاسری سولې او پخلاینې لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی او کولای شی چې هېواد کې د جیدو علماوو په هڅو دغه اسلامی او ملی پروسه کامیابه او اوږدمهاله کړی.نوموړی همدارنګه پر دولت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې د دایمی سولې په اړه مذاکرات پیل کړی او له طالبانو سره سوله په هر قیمت ارزی.ده همدارنګه وویل چې په دې ملی پروسه کې دې اسلامی هېوادونه، سیمه ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه خپل اسلامی، ایمانی او انسانی مسؤولیت ادا کړی او په ریښتینی ډول دې د دې پروسې د کامیابېدو هڅې وکړی.نوموړی پر طالبانو غږ وکړ چې په پارلمانی او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې برخه واخلی او همدارنګه د اسلامی نظام د ټېنګېدو په پار د حکومت تر څنګ ودرېږی او د حکومت ملاتړ وکړی.ښاغلی منیب د خپلو خبرو په پای کې داعش پر وسله والو غږ وکړ چې د سولې او پخلاینې اسلامی لاره غوره کړی او له جګړې څخه لاس په سر شی، ځکه چې جګړه ناخوالې او ناورینونه زیږوی او ټولنه د تباهۍ کندې ته ټېل وهی.همدارنګه نوموړی په هېواد کې له سیاسی ګوندونو او هغو ډلو ټپلو څخه چې د سولې په لاره کې خنډ جوړوی هم غوښتنه وکړه چې د دغې ملی پروسې ملاتړ وکړی

او د دواړه اړخیزه اوربند د غځېدو غږ پورته کړی.ورپسې په ولسی جرګه کې د خلکو استازی عبیدالله بارکزی هم خبرې وکړې او د افغان حکومت او د اسلامی امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په هېواد کې یې د اوربند اعلان وکړ.نوموړی په خپلو خبرو کې له افغان حکومت او طالبانو څخه د درې ورځنی اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د دایمی او سرتاسری سولې لپاره د مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار وکړ.غونډه د مولوی جان اغا په دعائیه پای ته ورسېده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا