تیره ورځ په یاد ټورنمنټ کې خوست ایګلز کرکټ کلب لومړی بریا د جمیل کرکټ کلب پر وړاتدې خپله کړه:د لوبې پچه جمیل کرکټ کلب لوبډلمشر وګټله په خپله یې د توپ اچوونې پریکړه وکړه ،
خوست ایګلز کرکټ کلب په ټاکلی لس اورونو کې د نصیب الله مندوزی په ښایسته بیټنګ سره د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې او جمیل کرکټ کلب ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.ورپسې جمیل کرکټ کلب توپ وهنه پیل کړه، د خوست ایګلز کرکټ کلب بالرانو لخوا تر پایه ښې لوبې کولو ته پری نه ښودل شول او پوره لسو اورونو کې یې ۶۵ منډې ترسره کړې.
لوبه د خوست اېګلز کرکټ کلب د ۴۳ منډو په ټوپیر وګټله.د لوبې غوره لوبغاړی نصیب مندوزی شو چې ۶۰ چټکې منډې یې جوړې کړې وې.د خوست اېگلز کرکټ کلب ټولو لوبغاړو او مینوالو ته د مبارک وی.د یاونې وړ ده چې:د خوست ایگلز کرکټ کلب منندوی دی او ویاړی چې الحاج مظفرخان بابکرخیل یې سپانسر یا حمایه کوی