کاکا غمخور ویل: مامورصاب امریکایان زموږ په ویران شده ( افغانستان) کې څه بلا غواړی چی اړولی یې دی ؟.ترما مخکې منیجر ځواب ورکړ ویل: ته خو ساده بی سواده سړی یې له سادګانو د همداسی پوښتنی طمعه کیدای سی امریکان وروڼه له موږ سره د مرستی په موخه راغلی د ملی نوامیسو سا تکو ملکی مامورینو مصارف همدا امریکایې دوستان را کوی
د دې ترڅنګ د بیا ودانولو چاری یې هم په غاړه اخیستی او له ترورېستانو او تندلارو څخه مو هم ساتی زه او ته باید د دې فداکارو دوستانو ممنون و اوسو .کاکا خپلی شونډی بوڅی کړې ویل : امریکایې دوستانو ته ضرورت نشته دا دخیرښیګړی کارونه خوزه هم کولی شم که څنګه مامورصاب ؟.منیجر ویل : هغه څنګه ؟ کاکا ویل: ته ما ته د خپل کور واک راکړه زه ستا د کورټول مصارف په غاړه اخلم له تربرو دی ساتم لوړ ماډل موټر هم درته رانیسم غوړې څڼی په باغوکې د ترخو اوبو مېلې کوه . د منیجر تندی دکاکا غمخور ددی خبرو په اوریدو سره ورین شو ویل: را کړه لاس … موږ ته یې مخ را واړا وه او ویل: تاسی دی شاهدان یاست چی کاکا زما د کور مصارف ټول پرغاړه واخیستل .ګارد پرې راغږ کړ ویل : منیجر صاب پام کوه کاکا غمخورستا کونډی مور ته سترګې پټی کړی .
منیجر په غیرتی لهجه وویل: کاکا ! ګارد څه وایې ؟.کاکا په ساده کلیماتو ځواب ورکړ : ګارد سم وایې تا تر اوسه داسی خربډای لیدلی چی د یو چا په کورکې مفته سرمایه ګذاری وکړی دنیا خو د معاملې ځای دی ! زه به له پیسو پکې تریږم ته به له خپلی خوړتی کونډی مور تیریږی پروا نه لری یوه ګړۍ سترګی مړې واچوه ګرد عمر به موړ ګرزې .
کرزیان اشرار او کمونستان نه ګورې چی د خپلی ګونډی مور(هیواد) پر سر یې له امریکایانو سره معامله وکړه د ترخو اوبو په سر د مزاری چرسو په لو خړوکی خوندونه اخلی .
رښتیا د ترخو اوبو په اړه کاکاغمخور په زړه پوری تازه داستان له ځان سره لری خو لږ وروسته :