گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د پخوانیوطـالبـانو روحانی پیشوا مـلاقلم الـدیــن آخند او نورو عـــلمــای کــبــارو ارشـــادات !
د پخوانیوطـالبـانو روحانی پیشوا مـلاقلم الـدیــن آخند او نورو عـــلمــای کــبــارو ارشـــادات !

د پخوانیوطـالبـانو روحانی پیشوا مـلاقلم الـدیــن آخند او نورو عـــلمــای کــبــارو ارشـــادات !

 د جرمنی له شپیګل انلاین سره د طالبی واکمنۍ پخوانی مرید  حامد کرزی له مرکې او درېیم بن کنفرانس په څېر څرګندونو، دا اټکل قوی کړی، چې ښایی د وضعیت د خرابېدو په صورت کې پخوانی په ملل متحد کی د  داسلامی امارت لومړی استازی او مرید حامد کرزی  یوځل بیا قدرت او سیاسی صحنې ته را وګرځی.

دا خبره نن د پخوانیو طالبانو روحانی پیشوا حضرت مولانا قلم الدین  حفظه الله تعالی  چی اوس  دکابل ارګ ته څیرمه د خپلو مریدانو په یوه خانقاه کی پراذکارو بوخت دی دیوی فتوی په صادرولو سره وکړه .

د روسیې یو شمېر رسنیوهم  د خپلو سرچینو په حواله لیکلی، چې یو زیات شمېر با نفوذه افغان سیاستوالو او قومی مشرانوچی تر ټولو زیات د پخوانیو  طالبانو وروڼو د روحانی پیشوا او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د داعشی اداری  گمنام سربازحضرت مولانا قلم الدین دیوی مرشدانه فتوی په متروکه له خپل  پخوانی مرید  حامد خان  کرزی څخه ؤغوښتل چی یوځل بیا د غنیمت ډګر ته را ودانګی او ددغه خوار او جګړه ځپلی اولس سره چی څه هم پاته وی د زمری په څیر یی را وشکوی .

دغه سیاستوال حامد  خان کرزی د یوې ملی څېرې په توګه پیژنی د خلکو ترمنځ د احترام وړ شخصیت دی او کولی شی افغانستان له اوسنی بحرانی وضعیت څخه وباسی.

د طالبانو د وخت یوبل چارواکی د بیت المال وزیر حضرت سید معتصم آغا چی ځان د طالبانو درژیم د مالیی وزیر ځان بولی او اوس هم له هغوی سره په کلکو اړیکو ویاړی د خپل ولی نعمت حضرت حامد خان کرزی په هکله یوه ګونګه او له نخرو ډک اظهارات ؤفرمائیل اوهغه یی یو حٌر ، او آزاد داسی بنیادم ؤباله

چی د امریکائی استعمارپه وړاندی په کلکه ولاړدی .خویوشمیر سیاسی څیړونکی او د ګیډی ماهران وایی چی قاضی  له ګیدړه  ؤپوښتل چی ستا ګواه او شاهد څوګ دی ویل چی لکۍ می .!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا