گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دفاریـــاب خونړۍ پیښې او دملی وحدت حکومت بی خونده غوښتنې
دفاریـــاب خونړۍ پیښې او دملی وحدت حکومت بی خونده غوښتنې

دفاریـــاب خونړۍ پیښې او دملی وحدت حکومت بی خونده غوښتنې

له یوکال ډیر وخت کیږی چی دجمهوری ریاست لمړی مرستیال جنرال دوستم له هیواده بهر په ترکیه کی استوګن دی لومړی داسی فکر کیده چی دوستم له هیواده تبعید شوی دی خو وروسته چی دافغانستان خصوصآ دشمال حالات ورځ تربلی خراب شول نو دملی وحدت حکومت مشرانو درک کړه چی دجنرال دوستم حضور په افغانستان کی دوخت اړتیا ده

نو افغان دولت څو ځله لوړپوړی چارواکی دجنرال دوستم دراضی کولو په موخه ترکیی ته ولیږل خو چندان نتیجه یی ورنکړه وروسته پخپله ولسمشر او ګلبدین حکمتیار هم دهمدی هدف په پار ترکیی ته سفرونه وکړل چی یاد سفرونه یی بی نتیجی پای ته ورسیدل

ددی سفرونوڅخه دافغان دولت عمده دری هدفه وو یو داچی ددولت په داخل کی مخالفین کم کړی دویم داچی دجنرال دوستم په لاسونو هغه مناطق چی دولت غوښتل ناامنه نشی ددښمن له ګوتښونو وساتیدریم داچی دافغان دولت مخالف ایتلاف چی په ترکیه جوړشوی دهغوی بنسټګر اولوبغاړی یو پربل بی باوره کړی ترڅو دحکومت ضد ایتلاف رامنځ ته نشی ددولت ددی ټولو هڅو سره سره بیا هم جنرال دوستم او دایتلاف غړی مات نشول او دافغان دولت خلاف یی خپلو غونډو ته ادامه ورکړه اوس دولت ته په یوه سنګر کی پراته دی اوتل دولت ګواښی چی که انتخابات پروخت اوشفاف نه وی دوی به موقت حکومت ته خلک وهڅوی

افغان حکومت درک کړه چی که له دی  لارې ونشوه له بلی لارې باید په جنرال دوستم فشار راوړل شی ترڅو هیواد ته راستون اودافغان دولت برخه وګرځی اویاد ایتلاف هم له تاسیس مخکی ړنګ کړی نو دجنرال دوستم نژدی ملګری قوماندان نظام الدین قیصاری چی دهمدی حکومت دیوی ولسوالی امنیه قوماندان وو ونیوه یو شمیر شننونکی وایی که چیری دوستم راشی او دقیصاری دخوشی کولو غوښتنه مخامخ وکړی لیری نده چی په هماغه ګړۍ به قوماندان قیصاری خوشی شی شننونکی وایی چی دافغان دولت ویره له قیصاری نه بلکه ایتلاف نجات افغانستان څخه ده چی ددی ایتلاف یوه لویه برخه جنرال دوستم دی

افغان دولت په هره بیه ددی ایتلاف ړنګول غواړی اوغواړی چی ددی ایتلاف له ځینو مخکښو څیرو سره سودا وکړی اوجنرال دوستم مجبور کړی ترڅو له یاد ایتلاف جدا اودحکومت سره یوځای شی اوبیرته دصلاحیت سره سره ورته دولسمشری دلومړی معاونت څوکۍ وسپاری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا