گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نواز شــریف ونــیــول شو .!
نواز شــریف ونــیــول شو .!

نواز شــریف ونــیــول شو .!

نن ماښام هغه مهال چی د پاکستان پخوانی صدراعظم محمد نوازشریف له لندن څخه تر ابوظبی او وروسته تر لاهوره د الوتکی په وسیله لاره ووهله او ځمکی ته  راکوز شو نو سمدلاسه د پاکستان د حکومت لخوا د محکمی د حکم د اجرأ په موخه ونیول شو .

ویل کیږی چی د نوازشریف د نیولو او محکمی تر شا د پاکستان د قدرتمند پوځ لاس دی چی له ډیره وخته را پدی خوا یی دیوه بهرنی اجنټ په سترګه ورته کتل . د نوازشریف دا لومړی ځل نه دی چی د محکمی د پریکړی په بهانه نیول کیږی

بلکه کله چی ۱۹۹۹کال د داکتوبر په میاشت کی د هغی پوځی کودتا په پای کی چی د پاکستان پوځ د لوی درستیز جنرال پرویز مشرف له لوری تر سره شوی وه په څوکاله بند محکوم شوی ؤ

چی د سعودی عربستان او د پاکستان د حکومت ترمینځ د یوی لوزنامی له مخی عربستان ته تبعید کړای شو او وروسته د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کی چی د پاکستان د لومړی وزیرپه توګه وټاکل شو نو ویل کیدل چی هغه د سعودی عربستان په ډالری مرستود قدرت په ګدۍ کینول شوی ؤ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا