گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکــــرکټ ډنـــډه او دلـویـــو بتانــو دحیــــرانـــونــــکی مـاتی لامِلونه !
دکــــرکټ ډنـــډه او دلـویـــو بتانــو   دحیــــرانـــونــــکی مـاتی لامِلونه !

دکــــرکټ ډنـــډه او دلـویـــو بتانــو دحیــــرانـــونــــکی مـاتی لامِلونه !

پاکستان کی د انتخاباتو په نتیجه کښې د عمران خان  په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د رایو یو ساده اکثریت ترلاسه کړ چې د مرکزی حکومت د جوړولو لپاره د نورو موافقو ګوندونو یا د څو تنه  آزادو کاندیدانو مرستې ته ضرورت لری چې ورسره به عمران خان یو ائتلافی حکومت جوړ کړا ی شی.  د پاکستانی  چاروسیاسی شنونکی وائی چی دغو ټول ټاکنو دا وښوده کله هم چی په یوه ټولنه کی د سیاسی قدرت ماشین دنورو په مرستووچلیږی او دهغوی مرستی د یوه هیواد د سیاسی تاریخ په اوږدو کی په یوه منل شوی سنت واوړی نو د تمویلونکو په اراده به د غټو ، غټو ُبتانو په څیر به په حیرانونکی بڼه را پری وزی او دهغوی ترڅنګ به دهغوی د ګټوساتونکی ځواک د قدرت پر ګدۍ کینول کیږی .

ډاکتر شاهد مسعود په پاکستان کی یو دهغو شنونکو په ډله کی حسابیږی چی د پاکستان د  سیاسی قدرت د اصلی ستنو سره له نږدی اړیکی لری او دغو اړیکو هغه ته د پاکستانی چارو د یوه ښه ماهر درجه ورکړی ده . . ډاکتر شاهد مسعود دیوه پاکستانی تلویزیونی چینل سره په مرکه کی د عمران خان په مشرې د تحریک انصاف دګوند د ښکاره بریالیتوب په هکله وویل :

یو خو په دغو ټاکنو کی لوی لوی بتان را پریوتل داسی چی هیچایی اټکل نه کولو چی دغه غټ ، غټ – بتان به په دومره آسانې را پری ویستل شی . دمثال په توګه محمود خان اڅکزې به د ټاکنو په دواړو سیټونو باندی دومره په غټه پیمانه ماته وخوری ؟ مولانا فضل الرحمن صاحب هم په بشپړ توګه له سیاسی ډګرڅخه په یوه عجیبه انداز کی وایستل شو . همدا شان چودری نثار صاحب چی د ۱۹۸۵کال را پدی خوا په لومړی ځل په بشپړ توګه د مرکزی پارلمان څخه محروم شو ……..سراج الحق صاحب په لومړی ځل دجماعت اسلامی د عنعنوی نفوذ په سیمه کی له ماتی سره مخ شو او راپریوت . ….بلاول صاحب په خپله مورنی ټاټوبی لاړکانه کی دماتی په خوړلو له لیاری څخه بریالۍ شو چی له لیاری سیمی څخه د خلکودګوند او په ځانګړی توګه د بلاول بوټو  بریالیتوب حیرانونکی خبره ده .

د ښاغلی مسعود شاهد اونورو پاکستانی څیړونکو او کتونکو له څرګندونو او څیړنو دا په جوته ښکاری چی زیاتره “سیأ “سی گوندونه او حرکتونه  چی کالونه وړاندی په مذهبی او یاهم غیر مذهبی افکارو او نظریاتو پر بنیاد یی د پاکستانی اولس لپاره د خدمت کولو عزم او اراده درلوده څنګه د پاکستانی ټولنی د ساتونکی بنسټ یعنی پاکستانی پوځ لخوا د یوی تاریخی او  رسوا ماتی سره مخامخ شول ؟

موږ پوره باور او ایمان لرو چی په یوه “سیأ “سی او ځانګړی توګه شبه ایدئولوژیک استبدادی  نظام کی  ټاکنی د مستبد او خونړی دیکتاتوردموکراتیک ټاکل دی چی بیلګی یی زموږ په ټولنه او د پاکستان په ګډون زیاتره وروسته پاته او خوارو ملتونوکی انتخابات د یوه کرغیړن سرکس په توګه په لاره آچول دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا