گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افـــغـــان ســـوله او افـــغان اطــرافــو تـــه دڅه کـولـو اړتیا؟
افـــغـــان ســـوله او افـــغان  اطــرافــو تـــه دڅه کـولـو اړتیا؟

افـــغـــان ســـوله او افـــغان اطــرافــو تـــه دڅه کـولـو اړتیا؟

پداسې حال کې چې د لومړی ځل لپاره طالبانو او امریکایې چارواکو منلې ده، چې له امریکا سره یې په لوړه کچه د امریکا – افغان جګړې او په ځانګړې ډول د بهرنیو عسکرو د وتلو په سر  مخامخ خبرې کړې دی. او دا مذاکرات د طالب استازو په خبره په یوه دوستانه فضاکې تر سره شوی، له دی سره جوخت د معمول خلاف د سولې عالی شورا، ارګ او د ملی یوالی حکومت د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله خوښې له دغو خبرو، هغه هیله بښونکې اعترافات دی چې د سولې اوسنې ولاړ او پڅ بهیر ته نوی ساه ورکولای شی.

د افغان سولې ولاړاو کنګل حالت مخېنه ښیې چې ترڅو د جګړې ښکېلی خواوی د خپل شتون او حساسیت په کچه د جګړې د ختمولو په لار کې خپل مسوولانه او واقعی کردار ادا نه کړی، پر واقعیتونو بحث ونه کړی او د خنډونو په لری کولو کې چې د بهرنیانو وتل یې بربنډه او ښکاره بېلګه ده نیغې خبرې ونشی، ممکنه نه ده چې د تمثیلی مانورنو له لاری روانه جګړه ختمه او سوله حتمۍ شی.ځکه ، ټرمپ په لومړی سر کې هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له حضور سره مخالف و، خو د یو شمیر جګړه مارو سلاکارانو په ټینګار اړ شو، چې دلته خپل سرتېری نور هم ډېر کړی، وحشیانه بمباردونه وکړې او له حالاتو سره هغسې چارچلند یې غوره کړل کوم چې کټ مټ په ۲۰۰۱ کال کې د زوی بوش په وخت کې داچې ( طالب به یا مرې او یا به زېندان منې ) غوره کړې وو.

ولې اوس حالات خورا بدل شوی، نه امریکا د ۲۰۰۱ کال په څېر نړۍ د خپلی ناروا او وحشیانه جګړې په سر تېرایستلی شی، نه د افغان جغرافیه په محور سیاسی تحولات ایډیال دی او نه طالب اوس د خپل مقاومت له یو داسی انتخاب سره مخ ده چې امریکا به یې ورته ټاکی.هغه چې د دی اداعا ښه مدعا د نشنل انټرسټ هغه تازه مقاله ده چې لیکی، ټرمپ په افغانستان کې سخته جګړه وکړه، خو اوس ښایی په دې لټه کې وی چې خپل سرتېری له افغانستان وباسی. ورځپاڼه د سرچینې په خبره زیاتوی : امریکایی ډیپلوماتان اوس له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دی او دا په دې مانا ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې نه ماتېږی، بلکې د سیاسی مذاکراتو له لارې باید جګړه حل کړل شی.ځکه د دوی په خبره چې افغان جګړه له نظامی لارو نه ګټل کېږی، نه به طالبان بریالی شی نه امریکا، خو د حل لار یې سیاسی خبرې او مذاکرات دی.له دی سره که څه هم افغان حکومت درې میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو ته د بې قید او شرطه سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ، ولی اوس چې د طالبانو دا وړاندیز چې د دوی طرف امریکا دی او له هغوی سره د موجوده کښالۍ په سر خبری کوی، او هغوی هم د دوی دغه غوښتنه قطر ته د یو لوړپوړی سیاسی پلاوی په ورلیږلو سره عملا منی، اوس د داسې خبرو د پیل هیله کېدای شی چې سولې ته د رسېدو لپاره پرې حساب کېدلی شی. له همدې امله د دې خبرو ملاتړ تر څنګ چې څرګند او مهم ګامونه اوچت کړای شی او دغه ټکنې او د ولس له بی باورې او ناهیلۍ سره مخ بهیر یخونه مات او د کلونو انتظار پایته ورسیږی د جګړې افغان لوری هم باید د خپل خوا څخه فعال شی.

اصلی خبره، افغان اطرافو ته څه کول پکار دی؟
په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده. د دغې جګړې د ختمولو لپاره د سولې هلې ځلې هم، همدومره تاریخی دی، خو له بده مرغه د سولې دا هڅې تل ناکامې شوې او پیل شوې تپل شوې جګړه تر ننه راوغځېده. اوس داچې دغه جګړه تر دی زیاته اوږده او د افغان جغرافیی دهغه ارزښت او جذابیت له مخې چې ځارګریزو لوبغاړو ته یې په شرق او غرب کې د نویو لوبو د  غځولو په درشل کې لری مونږ افغانانو او په خاص کرده د روان ناورین افغانی اطرافو دا دینی رسالت او ملی مسوولیت ده چې څنګه چې کولای شی روان ناورین ته د مشروع او عزتمندی لاری د پای ټکی کیږی نو باید دریغ یې نه کړی.د بیلګې په توګه له امریکا سره د طالبانو خبری د جګړې د یو بهرنی او پدغه جګړه کې د تر غاړی ډوب او ښکېل لوری په توګه تر هغه ځای چې د جګړې د علت بحث ده ګټورې، اړینۍ او باید د خنډ واقع کېدو پر ځای یې ولسی لوری او په خاص کرده حکومت ملاتړ وکړی، ورګډ شی او دا د یو ملی غوښتنی په توګه د ولسی فشار په توګه یې ملاتړ وشی.

ولی کله چې د بهرنیانو له شتون، د هغوی له لاسوهنی او وحشت څخه د سولې بحث افغانی کیږی نو طالبان باید د یو راڼه، ریښتونۍ او ډاډمن میکانیزم له لاری د جګړې د علتونو د ختم او بین الاافغانی خبرو حل لاره ومنې او پدی اړوند لکه څنګه چې یې د افغانستان د مختلفو ګوندونو له مشرانو او یو شمېر نورو مطرح سیاسی څېرو سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتوالۍ ښودلی او حتا د جنبش په څېرو هغو سره یې اړیکې هم نیولی له افغان حکومت سره باید خبری او عملا سر له اوسه یوې دوه اړخیزه ډیپلوماسی ته کار وکړی او پکې داخل شی.د بیلګې په توګه د افغانستان داخلی مسایل، لکه دلته د حکومت ډول، د قانون څرنګوالی، د تېرو کلونو لاسته راوړنې، ټاکنی، ټولنیزی ازادیګانې، د دوی د بندیانو خبرهراو ګڼ نور مسایل چې د سولې روانې هڅی له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شی باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ حل شی.ځکه د بن ترخه تجارب چې په لوې لاس د اوسنې جګړې ټېکدارانو د یو ستر اکثریت د حذف لوبه وکړله او بیا یې د ( B52 )  او ناټو د سوټی په وحشت خپلی ناروا موخی تعقیب کړلی مونږ ته د دی زدکړه کوی چې د برخلیک ټاکلو یا رسېدلو پرمهال نه باید واړه او خام ګامونه واخلو، له لومړیتبونو سره ساده او له فرصتونو سره باید متکبرانه چلند وکړو.د دې ترڅنګ د سولې کورنی او بهرنی دښمنانان هم نه غواړی چې دغه د ۲۰ پېړۍ اوږد کړکیچ دی په دومره اسانی سره د افغانانو په نوښت او یوالۍ سره حل شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا