کله مو فکر کړئ ده چې همدا نن به د اسلامی تمدن په پلازمینه او عروس البلاد غزنی کې د افغانانو ترمینځ د جګړې له امله څومره میندې بورې شوې وی؟ د څومره خویندو د اوربل ګلونه به رژیدلی وی؟
څومره پیغلوټکې به د خپل ځوانو وروڼو سر ته کیناستلې وی؟او څومره اولادونه به له خپل مجازی رازقڅخه محروم شوی وی؟چا بایلوده او چا وګټله؟فاتح څوک او مفتوح څوک شو؟بریا د چا او شرم د چا په نصیب شو؟پوهیږم چې نه. ستاسو زامن خو نه دی وژل شوی.
دا خو د غریب او بیچاره ولس زامن دی.که په لارو او کوڅو پراته مړی ستاسو په اصطلاح متعرضین، متجاوزین مرتد او اجیر هم وی، خو د هغه د سپین سرې مورکئ، تورسرې کونډې او سپیرو یتیمانو لپاره یې بی عزتی مه کوئ او ورباندې ملنډې مه وهئ. بس د جګړې په وحشتونو کې همدغه لږ شان تمدن پاتې ده.