گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بابا داستا په وطن څه تیریږی؟
بابا داستا په وطن څه تیریږی؟

بابا داستا په وطن څه تیریږی؟

بابا دستا دا دعمرونو وطن وران ګورم

ستا آباد شوی ګل ګلزار وطن تالان ګورم

هلته عرب وپاکستان او سعودی جنګیږی

هم دروسانو ایرانیانو ګوډګیان ګورم

ستا دولس په ناموس داسی تجاوز روان دی

دهرې خوا دغلیمانو نن بحران ګورم

ولس په غیږ کی ګرځوی دخپل بچو سرونه

هیواد په وینو سور دی قتلستان ګورم

کورونه چور شول پوهنتون او مکتبونه وران دی

هلته نن ټول داړماران ټیکداران ګورم

هم یی تاجک هم هزاره هم یی پښتون او ازبک

قتل او لوټ شول دظالمانو لوی کاروان وینم

بابا ! همت وکړه را پاڅه چی هیواد تباه شو

هلته دروس ، پنجاب ، ایران ډیر غلامان ګورم

بابا ! ته ووایه بچو ته چی وطن وګټی

هلته ! جامه دمسلمان کی شیطانان ګورم

بابا! زه بیا ستا دبچیانو لوی غورځنګ غواړم

چی ټول یو موټی شی دښمن تالان تالان ګورم

___________________

دا پورته څو کرښی د۲۰۰۱ کال دمی په میاشت کی لیکل شوی .

په درنښت

سکاربرو ـ انتاریو ـ لویه کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا