څوک دې فاتحین او څوک هم غازیان کړل. چا در څخه غنائم یوړل او څوک به هم مډالونه واخلی. څوک به ستا په سر غنی ته د بی غیرتی ښکنځل وکړی او څوک به هم طالب مشرتابه ته د بی همتی پیغورونه ورکړی. چا ته دې مجددا د سلطان علاؤالدین جهانسوز لقب ور په برخه کړ او چا ته به هم مجاهد کبیر وویل شی.څه وشو چې اوس وایم :
ما نه د غزنی باغونه مه غواړئ
وینې وینې خاورې به راټولې کړم
پوره باور لرم چې
خداى به مې سپرلی په وطن راولی
سپینې سپینې واورې به راټولی کړم ،
ته به بیا ودان شې، ته بیا روان شې. ته به بیا جوړ شې، ته به بیا سمسور شې، ټپونه به دې ټکور شی. بیا به وټوکیږې، بیا به غوټئ غوټئ شې، بیا به وسپړې ګلونه، بیا به وناڅی او بیا به وخاندې.خاورې خو د ولس په سر امبار شوې چې هم مفتوح شو، هم مظلوم شو هم محکوم، هم ووژل شو او هم جهنمی ونومول شو، هم مړ او هم پړ شو.