گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان اوداندونیزیا”سیأ”سی چَکَر!
طالبان اوداندونیزیا”سیأ”سی چَکَر!

طالبان اوداندونیزیا”سیأ”سی چَکَر!

په هغه اعلامیه کی چی د محمد سهیل شاهین لخوا چی ځان د طالبانو د” سیأ “سی دفتر د ویاند بولی د طالبانو په رسمی پاڼه کی خپره شوی ده ویل شوی دی چی ګنی  د اسلامی امارت د سیاسی دفتر یو هئیت، د سیاسی دفتر د رئیس محترم شیر محمد عباس ستانکزی په مشری، د روان کال د اګست د میاشتې له ۱۲ نه تر ۱۵نیټې پورې، انډونیزیا ته په چکروتی دې …

پدې سفر کې چی په ورته وخت کی یو سیاسی چکر هم ؤ  د سیاسی دفتر هئیت د انډونیزیا د ولسمشر له مرستیال ښاغلی محمد یوسف کالا، خارجه وزیرې آغلې ریتنو مارسودی او د افغانستان لپاره د اندونیزیا د ولسمشر له خاص استازی ښاغلی حامد اول الدین سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې په راتلو او له افغانستان څخه د خارجی قواوو په وتلوخبرې وکړې.

اندونیزیا هغه لوی اسلامی هیواد دی چی د زیاتی مودی وروسته یی د کابل حکومت او ددغه حکومت مشر اشرف خان غنی یی د کعبی شریفی د امام د فتوی ترڅنګ د افغان سولی په تړاؤ د یوی باوری او مذهبی  سرچینی په توګه په کاروی

او ښاغلی اشرف غنی یی د یوی داسی کارنامی په توګه یادوی چی ګنی په لومړی واریی په تیرو څلویښتو کالونو کی د جګړی پروړاندی د مخالفت غږ اوچت کړی دی .او دا ټول دخپل سیاسی درایت اونبوغ محصول ګڼی . خدایه کومی ورځی ته دی پاته کړی یو ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا