گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کې ۱۷کلنه غمیزه!
په افغانستان کې ۱۷کلنه غمیزه!

په افغانستان کې ۱۷کلنه غمیزه!

بې له شکه دا نړیواله جګړه ده چې د امریکا د متحده الاتو په مشرتابه کابو د ۴۸ بیلابیلو هیوادونو په ګډون د ۲۰۰۱ زیږدیزکال د سپټمبرد ۱۱ نیټې یوه میاشت وروسته په افغانستان کې د طالبانو د اسلامی امارت پرضد پیل شوه.

د جګړې دپیل لامل په واشنګټن اونیویارک کې خونړۍ ترهګریرغل وچې سترونړیوالوسوداګریزوآسمان څکوماڼیو په نړولواو زرګونوتنوکارکوونکود ډله ییزی وژنې بشری ستره او بې ساری تراژیدی یې رامنځته کړه.

د القاعده مشر بن لادن اود هغه تروریستی ډلو ټپلود پیښې اومرګ ژوبلی مسوولیت په غاړه واخیست اوله بده مرغه د ترهګرو عربواوبنسټپالوپه شرغوبل کې دافغانستان عام ولس اوبې وزلې افغانان د وینو په حمام کې لاهوشوی اود بشریت په تاریخ کې داسې یوه بې ساری انسانیت ضد،اسلامیت ضداوافغانیت ضد جګړه ده

چې په ۱۷ کلن پړاو کې یې بیلابیلې ترهګرې اوځان وژونکی ډلې ټپلې را وزیږولې اولکه د سرطان دانه پراخ اړخونه یې پیدا کړل چې د امریکا د دریو جمهور ریسانوجورج ډبلیوبوش، بارک اوباما اودونالد ترمپ ویښتان پکې سپین اود امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه بلل شوی ده.لومړی نړیوالې جګړې د ۱۹۱۴څخه تر ۱۹۱۸نوامبرپوری ټول ټال ۴ کاله او دویمې نړیوالې جګړې د سپټمبرد ۱۹۳۹څخه تر ۱۹۴۵زیږدیزکال پورې ۶ کاله دوام وموند دواړو نړیوالو جګړو کې څه دپاسه ۳۰ بیلابیلو هیوادونوګډون درلود اود دواړونړیوالو جګړو د اور په لمبو کې کابو۸۰ میلیونه انسانان ووژل شول د اروپا د پرمخ تللو هیوادونوډیری ښارونه په کنډواله بدل او د نړۍ جغرافیې نوی بڼه ومونده .

دافغانستان اوسنی جګړې د امریکا د تاریخی دوښمنو هیوادونوپه پټو اوښکاره مرستود افغانانود ډله ییزه وژنواوهیواد ورانولوپه لور روانه او په دغه جګړه کې د امریکا ولس په هر ساعت کې ۴ میلیونه ډالره لګښت په غاړه لری چې تردې دمه څه د پاسه ۸۰۰ میلیارده ډالره د ۱۷ کنې جګړې په لمبو کې لګول شوی دی.

د سپینی ماڼۍ پخوانی چارواکی د سپینی ماڼۍ اوسنی مست میلیاردرواکمن دونالد ترمپ ټول ناپوه او احمق بللی چې ګنې د ترهګرو تروریستانواوبنسټګرو طالبانو د مالومالحاله روزونکی او تمویلوونکی پاکستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته ترسره شوی خو پاکستانی پوځیانود ترهګرود بیلابیلوډلوپه روزلود افغانستان په ورانولواوافغانانوپه وژلوبوخت دی.

که سپینه خبره وشی د دونالد ترمپ حماقت تر نورواکمنانوځکه پورته دی چې ترهګرې او بنسټګرې ډلې ټپلې تر پخوا لاډیرې شوی او پاکستانی پوځیان ډانګ پیلی دایران روسیې په پوځی او اقتصادی مرستو د افغانستان څخه وژنتون او دمرګ پولیګون جوړ کړی او دا مریکا اقتصادی او پوځی ماشین د ستر ګواښ اوماتې سره مخامخ ښکاری چې د تورپنجاب د شیطانی پوځیانوپرضد دکوټلوجنګی اقداماتواوتروریستی روزنځایونوله نړولو پرته د افغانستان اوسنۍ غمیزه د پای ټکی نه لری.د افغانانوبه سپڅلی پاکې وینی او دا مریکا په میلیاردونو،میلیاردونوډالره او په روانی ناروغیواخته پوځیان به د دغه جګړې تراژیکی بیلګی وی.

د ایران،پاکستان اوروسیې خبیث مثلث اود هغو تالی څټی دی نابود وی.مرګ،مرګ دهیواد په دنـنه کې په مافیاېی وسله والوډلو،ټپلو،زورواکو،چورواکواودبن دکرغیړنې توطیې زیږنده غلواورسواشویوټوپک سالاروڅیرو.هو! رښتیا،رښتیا به وایم که وم،وم که نه وم،نه وم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا