گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نه شی د خانانو غریبانو سره کلی !
نه شی د خانانو غریبانو سره کلی !

نه شی د خانانو غریبانو سره کلی !

                 درحمان بابا په

            اړه په زړه پوری کیسه!

دپښتو ژبی تکړه شاعر عبدالرحمن بابا یوملنګ انسان وو هرڅوګ یی ښه پیژنی بابا یو ورور درلود چی نوم یې عزیزخان وو عزیزخان دپښاور ګورنر (والی) وو یوه ورځ پښاور کی میشت هندوان دعبدالرحمن بابا جونګړی ته ورغلل او بابا ته یی سوال وکړو چی موږ ستا ورور عزیزخان زیات تکلیف کړی یو زیاتی مالیی راڅخه اخلی چی موږ یی توان نلرو عزیزخان ستا ورور دی ګوندی ستا خبره ومنی ته ورته ووایه چی له موږ سره ګوزاره وکړی بابا هندوان رخصت کړل پخپله سیخ د عزیزخان دفتر ته ولاړ ګورنر ورور یی زیات احترام وکړ ورته یی وویل وروره ته خو دلته نه راځی

فکر کوم بی خرڅه شوی یی وروره امر کوه هرڅه چی غواړی ووایه چی ترکوره یی درته ورسوم بابا جواب کی ورته وویل وروره زه هیڅ نه غواړم یواځی لمونخ رانه هیر شوی دی که لمونځ راته وښایی . ګورنر ورته وویل ته لمونخ شروع که کوم ځای درنه هیر شوی دی؟

بابا لمونځ داسی شروع کړو الحمدُ اللهِ رب المسلمین عزیزخان ورته وویل نه غلط شوی الحمد الله رب العالمین بابا بیا وویل الحمد الله رب المسلمین غزیزخان بیا ورته وویل نه وروره غلط دی بابا ورته وویل چی رب المسلمین غلط دی او رب العالمین دی نو ولی هندوانو ته تکلیف ورکوی؟ الله پاک خو په دغه دنیا په مسلمانانو اوکافرانو یوشان مهربان دی او الله پاک دټولو مخلوقاتو رب دی نه یواځی دمسلمانانو رب دی  عزیزخان سم دلاسه هندوانو ته اجازه ورکړه او ازاد یی کړل .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا