گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دجنـــــون او نبــــوغ فــــــرق !
دجنـــــون او نبــــوغ فــــــرق !

دجنـــــون او نبــــوغ فــــــرق !

درندو او پتمنو هیوادوالو و خویندو وروڼو درناوی او ښې هیلې می ومنۍ وروسته له یوې اوږدې مودې دا یوځل بیا دلوی استاد ( استاد خادم بابا) دیو فلسفی اثر څخه می دا لاندی درنه لیکنه راغوره کړی چی عنوان یی دی ( دجنون اونبوغ فرق) هیله ده چی په حوصله یی مطالعه او خپل نظر مورا سره شریک کړی . مننه او درنښت

_____________

مجنون او لیونی یوازی هغه ته نه وایی چی خپل کالی څیری کــــوی او خلک په لوټـــــو ا وګټو ولی . بلکی جنون د دماغ خرابی ده . دعقل عدم توازون دی ، دسنجش او دوربینی فقدان دی ، د انسانی اخلاقو له مستوی نه چی هرڅوک په هره خوا کی ولویږی، دهغه عقل سلیم نه ګڼل کیږی، نوخکه جنون په ډیرو قسمونوویشل شوی دی ، دمال اودولت جنون، دعیش ا واستلذاذلیونی، د اقتدار او جاه طلبی لیونی و دغرور او خود خواهی لیونی، د اغراضو لیونی اوداسی نور .

البته دعشق او مینی لیونی، دعلم د فضیلت او حق لیونی هم خلک وایی و خو رشتیا د اده چی دا جنون ذوفنون دی ا وکاشکی چی به هر ملت کی داعل مینی او عالی محبت لیونیان ډیر بیدا شی، نوهرکله انسان دډیرو متضادو غرایزو او خواهشاتو په منځ کی را ګیر دی وسط پیدا کول یی خورا مشکل دی. نو په هره خوا چی دیرمیلان وکړی دهماغه شی لیونی بلل کیږی البته دعلم و فضیلت عدالت دنوعی و قوم ا وانسانیت دمحبت په خوا که زیات میلان هم وشی افراط نه بلل کیږی، بلکی حسن اوخدمت یی بولی……نوربیا !!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا