گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دارگ دڅوکیدارگزاومیدان !
دارگ دڅوکیدارگزاومیدان !

دارگ دڅوکیدارگزاومیدان !

یاره تاته دی وویل شی نن خو می چی دپارلمانی ټاکنو د پای ته د رسیدو په پلمه د ارګ دداروغه خبری واوریدی د عصمت خان قانع هغه نکل را یاد شو چی ډیر پخوایی کښلی ؤ هغه داسی چی  زموږ دکلی په جومات کې اقامت وویل شو………او د جماعت د لمانځه لومړنی رکعت په خیر او خیریت تېر شو، په دوهم رکعت کې چې کله ملا کاکا سجدې ته ورکوز شو او مقتدیان هم سجدې ته ور ټیټ شول په ملا صاحب پورې د ولاړ لومړی صف د یوه لمونځ کوونکی ډینګ شو او اودس یې مات شو.لوی شرم رامنځ ته شوی وو، بې اودسه مقتدی تر خپل څنګ پر سجده پروت لمونځ کوونکی پر څټ باندې په څپیړه وواهه او چیغه یې کړه چې پاڅه خدای دې خوار که، بې اودسه لمانځه ته دوام ورکوې!د بې اودسۍ له تور سره مخامخ شوی مقتدی هم لمونځ پرېښود او بې اودسه لمونځ کوونکی ته یې وویل، چې ستا پلانه اودامانه وښکنځم دوسه اودس ستا مات شو اوتاوانوې یې پر ما.بس په جومات کې شخړه شروع شوه. ملا کاکا مجبور شو په بېړه یې اضطراری سلام وګرځاوه او د مقتدیانو د شخړې د حل هڅه یې شروع کړه.

هسې هم د جماعت لمونځ د جنجال کوونکو اړخونو د تورونو، الزامونو، تهمتونو او یو پر بل د نارواوو د تپلو په وجه دوهم پړاو ته وغځېد. پدې وخت کې د کلی مشرانو چې په لومړی صف کې ولاړ وو د ملا امام مرستې ته را ودانګل او د جنجالی اړخونو ترمنځ یې د جنجال او شخړې د حل هڅه شروع کړه.خبره په شریعت نه حل کېدله، ځکه دواړو خواوو یو پر بل د اودس د ماتېدو تور لګاوه او ورسره، ورسره یې یو بل د هدیرې په مشرانو مړو باندې ښکنځل.خبره پښتو ته ولاړه، د کلی د جومات ملا صاحب او سپین ږیرو مشرانو له جنجالی خواوو څخه توی وړی واک واخست او بالاخره یې پرېکړه وکړه، چې د دواړو جنجالی اړخونو اودس په شک دی، دواړه اړخونه دې له سره اودس تازه کړی او بیا دې جومات ته راشی او لمونځ دې اداء کړی.بې اودسه او د بې اودسۍ له تهمت سره مخامخ شوی لمونځ کوونکی دواړه له جوماته راووتل او د کلی د کاریز خواته د نوی اودس په نیت روان شول.په همدې وخت کې هغه کس چې په رښتیا یې اودس مات شوی وو خپل مقابل طرف ته وویل، چې ګوره ما به منې څنګه مې خپل نیم تیزدرباندې تاوان کړ.اوس زموږ د ارګ دداروغه د افغانستان د وسله وال پوځ سر قوماندان ، د افغانستان د خلکواو د امریکا د پخوانی خارجه وزیر جان مد خان کیری  John Kerry)  لخوا ټاکل شوی !! ؤلسمشر اشرف خان غنی احمدزی هم داسی حال دی . ده مبارک تیره ورځ په خپله د ارگ شریف دخانقائی خطبی په یوه برخه  کی چی د پارلمانی ټاکنو د دده په مبارک قول په سړیتوب او  بریالیتوب سره پای ته رسیدلی و ؤفرمائیل :

…..تاسی د رائی د کارولو له لاری نړی ته وښوده چی خشونت نه غواړۍ ، تاسی د ولسواکئ لپاره خپله اراده ثابته کړه . تاسی طالبانو ته ثابته کړه چی دا اولسونه هیڅوګ هم په زور نه شی مهارولی ، تاسو ته د طالبانو لخوا واضح او ښکاره ګواښ وشو خوتاسی په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زورته تسلیم نه شوی ! اوس که طالبان دغه اخلاقی جرئت لری را دی شی او خپل زور دی دملت په مینځ کی ښکاره کړی .طالبانو ته وایم راشی اوښکاره کړی چی ستاسو طریقه اولاره په اولس کی محبوبیت لری که د ولسواکی لاره ؟ دا ګز دا میدان …..

یاره خانزلیه  په کوران چی زه خویی ډیر وډارکړم ! او اوس ډاډه شوم چی په رښتیا هم زموږ ؤلسمشر جوړه نلری ؟  که څنګه خانزلیه  ؟ پردلیه هو نو دا خو په خوب کی د  کوه قاف ولسواکی ده چی د پیریانو په ژبه پوه د دوهم نمبر نابغه او متفکر د ځانګړی کَرَم او  برکاتو محصول ګڼلی شی . کنه نو په ځمکه کی خو ولسواکی او دموکراسی ځانله شرائط او ځانګړتیاوی لری چی د کوه قافی او تخیلې ولسواکی سره ځمکه او آسمان توپیر لری . هو رښتیا پردلیه آشنا له بلی دی خبر کړم روایت دی چی متفکر طالبانو ته د ګز او میدان په کلیماتو چلنج ورکړ یعنی که تاسو کولای شی چی خپله لاره په حقه ثابته کړای شی نو دا ګز او دامیدان ! یاره خانزلی ما هم واوریدل چی طالبان یی د ګز او میدان په شعار او کلیماتو ګواښلی دی چی ګنی هغوی  نه شی کولای چی خپل حقانیت پر خلکو او اولسونو ؤمنی ، کنه دا ګزاو دا میدان !

خو له تا یی څه پټه ! که هر چا د هر مقصد او موخو لپاره چی سرته رسولی وی په کندهار کی دومره غم جوړ شوی ؤ چی د زیاتره کتونکو په قول د تورزیړی په څیر لوړ پوړی چارواکی لا تراوسه هم خوب نلری او کله ناکله خو په رڼا ورځ هذیان وایی ، چی داګز او میدان د هغی هذیان یوه برخه ګڼلای شی چی دافغانی ټا ټوبی په ظاهره لوړ چارواکی یی اوته بوتو ته اړ باسلی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا