دلومړی ځل لپاره د یوه وړوکی خو بډایی خلیجی هیواد « قطر » په غوښتنه د افغان طالبانودمشرتابه دوهم مقام ملا عبدالغنی چی په ملا برادر مشهورؤ د پاکستان له یوه زندان څخه خوشی شو .
پاکستانی مطبوعاتو راپورورکړچی د ملا برادرد خوشی کیدوغوښتنه د قطر هیواد یوه لوړرتبه پلاوی د پاکستانی چارواکو سره یی لیدنو په ترځ کی را برسیره کړه . دیادونی وړ ده چی ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کی هغه مهال چی محمد نوازشریف له پاکستانی پوځ سره په ډغرو بوخت ؤ د ځینو امنیتی ادارو له لوری د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچی کی نیول شوی ؤ .
ویل کیږی چی ملا عبدالغنی برادر د هغو څلورو کسانو په ډله کی ؤ چی د افغانستان دطالبانو اسلامی غورځنګ بنسټ یی ایښودلی ؤ. نوموړۍ د طالبانو په واکمنې کی ډول ، ډول دندی ترسره کړی دی ، ویل کیږی چی د ملا برادر په خوشی کیدو به په واک کی د شریکیدو او طالبان سولی ته په غاړه ایښودو کی لویه مرسته وکړی .خو ځینی شنونکی وائی چی کیدای شی د طالبانو په افغانستان کی د حاکم ځواک کی د ورګډیدو په هکله به د چنو وهلو په سوداګریزه سیالې کی ونډه واخلی خو ګرانه ده چی په افغانستان کی به د تل پاته سولی او امنیت په ټینګولو کی رول ولوبوی …